ياماتو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جاپان د ياماتو په وخت کې
پاگوډا چې په آسوکا کې جوړه شوه

یاماتو (په جاپاني: 大和) د ۲۵۰ کال څخه تر ۷۱۰ کاله پورې د جاپاني تاريخ یوه برخه وه. په دې وخت کې د جاپاني امپراتور مرکز د یاماتو په ولايت کې پروت و. په دې وخت کې د آسوکا امپراتوري پلازمېنه هم جوړه شوه. په ۵۳۸ کال کې بوديزم د چين د امپراتوري څخه جاپان ته ورسېده، د چينايي ليکدود د کارولو رسمی په توگه پېل شو او لومړني جاپاني اثرونه هم وليکل شول. په دې وخت کې د دولت مرکزي اداره او ددولت قضايي قوې هم جوړې شوې. په ۶ پېړۍ کې د یاماتو واکمنو سیاسي واک له لاسه ورکړل.