ویلیم توري هاریس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ویلیم توري هاریس
ویلیم توري هاریس
ویلیم توري هاریس

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه زده کړه [۲]
فلسفه [۲]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ویلیم توري هاریس
ویلیم توري هاریس

ویلیم توري هاریس (۱۸۳۵ سپټمبر ۱۰مه – ۱۹۰۹ نومبر ۵مه) یو امریکایی ښوونکی، فیلسوف او قاموس لیکونکی و. هغه د یوې پېړۍ نږدې څلورمه برخه وخت د میسوري ایالت په سنټ لویز ښار کې کار وکړ. نوموړي هلته په ​​ښوونځیو کې تدریس کاوه او دولس کاله یې د ښوونځیو د سرپرست او مشر په توګه دنده ترسره کړه. نوموړي له مېرمن سوسن بلو سره یو ځای په ۱۸۷۳ کال کې په هېواد کې لومړی دایمي او عامه وړکتون تاسیس کړ. هغه د عامه زده‌کړو د یوې لازمي برخې په توګه د عالي لېسې د رامنځته کولو له کبله هم مشهور شوی دی.

نوموړي له هیګلي فلسفې سره زیاته لېوالتیا لرله او د ګماني یا قیاسي فلسفې ژورنال (۱۸۶۷) شریک بنسټګر و، او دا په متحده ایالاتو کې لومړی فلسفي ژورنال و. هغه د اموس برونسن الکوټ له کانکورډ فلسفي مکتب سره هم کار کړی. په ۱۸۸۹ کال کې ښاغلی هاریس د متحده ایالاتو د ښوونې او روزنې د کمیشنر په توګه وټاکل شو، او تر ۱۹۰۶ کال پورې یې د څلورو ولسمشرانو تر واکمنۍ لاندې دا دنده مخته یوړه.

ژوندلیک[سمول]

نوموړی په ۱۸۳۵ کال کې د کونېکټېکټ ایالت په شمالي کېلېنګلای ښارګوټي کې زیږېدلی و او د میساچوسېټس ایالت د انډوور ښارګوټي په فیلیپس اکاډمۍ کې یې زده‌کړې کړې وې. هغه دوه کاله په ییل کالج کې بشپړ کړل او بیا لویدیځ ته ولاړ.

په ۲۲ کلنۍ کې یې په ښوونځي کې تدریس پیل کړ او خپل مسلکي ژوند یې له ۱۸۵۷ کال څخه تر ۱۸۸۰ کال پورې د میسوري ایالت په سنټ لویز ښار کې جوړ کړ. دا هغه کلونه وو چې دغه ښار پکې په چټکۍ سره وده کوله. دغه ښار هم لویدیځ ته د دروازې په توګه او هم د مسیسیپي سیند په اوږدو کې د صنعتي ښار په توګه مطرح و.

هغه له ۱۸۶۸ کال څخه تر ۱۸۸۰ کال پورې د ښوونځیو د سرپرست یا مشر په توګه دنده ترسره کړې، او د ښوونځیو پر نظام یې خورا زیات نفوذ درلود. په دغه ښار کې یې له سوسن اي بلو سره یو ځای په ۱۸۷۳ کال کې د امریکا لومړی دایمي عامه وړکتون تاسیس کړ. په ورته وخت کې بیا په سنټ لویز ښار کې ویلیم توري هاریس د عامه یا دولتي ښوونځیو د نظام اړوندو بنسټونو او د زده‌کړو د بنسټیزو فلسفي اصولو د پیاوړتیا او تقویې لپاره ګڼې اغېزناکې مفکورې پلې کړې.

د هغه بدلونونه د دې لامل شول چې د عامه ښوونځي نصاب پراخ شي او عالي ښوونځي هم پکې شامل شي. د هغه باور دا و چې دا هم د یوه فرد د ودې او هم د صنعتي دورې له نوو ننګونو سره د مقابلې لپاره خورا اړین دی. په دغو پراخو پروګرامونو کې هنر، موسیقي، او علمي او لارښودې زده‌کړې شاملې وې. نوموړي همدا راز ټول دولتي ښوونځي وهڅول چې کتابتونونه ولري.

د نوموړي د سنټ لویز ښار ښوونځي د ټول هېواد په کچه د غوره ښوونځیو په ډله کې وو. د هغه په ​​ملګرو ښوونکو کې ډېری ځايي بزګران او سوداګر شامل وو، چې د ۱۸۴۸ کال له ناکامو انقلابونو وروسته د جرمني له بېلابېلو ایالتونو څخه راکډوال شوي وو. دوی پر تعلیم او ښوونه او روزنه کلک باور درلود.

په سنټ لویز ښار کې یې له کسبګر او فیلسوف هنري کلې بروکمایر سره ولیدل. نوموړی یو جرمنی کډوال و او د هغه د اغېزو او نفوذ له کبله نوموړي د هیګلېزم په لور مخه کړه. له بروکمایر او په سنټ لویز ښار کې له ځینو نورو هیګلیانو سره یو ځای یې د ګماني یا قیاسي فلسفې ژورنال (۱۸۶۷) تاسیس او مدیریت کړ. دا په متحده ایالاتو کې لومړنۍ فلسفي مهالنۍ مجله وه. نوموړي تر ۱۸۹۳ کال پورې د دغه ژورنال مدیریت وکړ. د دغې مجلې برخه‌والو او لیکوالانو د وخت او پېښو په اړه د هیګل مفکورې ته د یوه نړیوال پلان د یوې برخې په توګه وده ورکړه، کوم چې یو تلپاتې تاریخي ډیالیکټیک کار و.

ښاغلی هاریس بیا نیو انګلنډ ته راستون شو، چېرته چې هغه په میساچوسېټس ایالت کې له ۱۸۸۰ کال څخه تر ۱۸۸۹ کال پورې د اموس برونسن الکوټ له کانکورډ فلسفي مکتب سره تړاو درلود.

په ۱۸۸۹ کال کې هاریس د متحده ایالاتو د ښوونې او روزنې د کمیشنر په توګه وټاکل شو، او تر ۱۹۰۶ کال پورې یې د څلورو ولسمشرانو بنیامین هریسن، ګروور کلیولنډ، ویلیم مک کینلي او تیوډور روزویلټ تر واکمنۍ لاندې دا دنده ترسره کړه. هاریس هڅه وکړه چې د زده‌کړو ټولې مرحلې د فلسفي پیداګوژۍ یا روزنپوهنې له اصولو سره سمې تنظیم کړي، له کومې تګلارې چې هیګل، کانټ، فیشته، فروبل، پیستالوزي او د ایډیالستي فلسفو ډېرو نورو پلویانو ملاتړ کړی دی.

د متحده ایالاتو د ښوونې او روزنې د کمیشنر په توګه، نوموړي همدا راز په کلکه د زده‌کړې او د بومي امریکایانو د جذب ملاتړ وکړ. هغه د "هندي زده‌کړو" په اړه د ښوونې او روزنې د بیورو بولیټن (لومړي نمبر، ۱۸۸۹ کال) ته سریزه ولیکله، چې د هند د چارو د کمیشنر توماس جیفرسن مورګن لخوا خپره شوه. هاریس د صنعت د ودې لپاره له مسیحیت سره د ملګرتیا له لارې د امریکايي هنديانو د لازمي یا اجباري تعلیم غوښتنه وکړه. هاریس په "امریکایي" تمدن کې د هنديانو د جذب د یوې لارې په توګه د "تمدن د ټیټې بڼې" لپاره تر ۱۰ کلونو پورې د روزنې لپاره له خپلو کورنیو څخه د بومي ماشومانو د جلا کولو غوښتنه وکړه. هغه پر ​​​​دې باور و چې دا د هغه نسل د ژغورلو لپاره اړینه چاره ده، چې د ده په باور باید له خپلو دودیزو کلتورونو څخه تېر شي.

ښاغلي هاریس لیکلي:

"موږ د خپل ځان او د نړۍ د روښانفکره عامه افکارو پوروړي یو چې سورپوستان یا هندیان وژغورو او له منځه یې یو نه سو. موږ هغه او د هغه سرپرست یا قبیلوي بنسټ دواړه په ګډه نه شو ژغورلی. د هغه د ژغورلو لپاره موږ باید هغه زموږ د تمدن بڼې ته واړوو. موږ باید له هغه سره له مذهبي یا تبلیغي روح سره په اړیکه کې وو او موږ باید د دولت د مدني ځواک په مرسته تبلیغي چارې ورسره ضمیمه کړو. موږ باید د ټیټ نسل د خیر او صلاح لپاره اجباري زده‌کړې رامنځته کړو."

ښاغلی هاریس د ۱۹۰۹ کال د نومبر پر ۵مه د رود آیسلنډ ایالت په پروویډنس ښار کې ومړ.[۳]

میراث او ویاړونه[سمول]

هاریس ته د بېلابېلو امریکايي او بهرنیو پوهنتونونو له لوري د LL.D افتخاري ډیګري یا رتبه ورکړل شوه، ځکه نوموړي یو نړیوال شهرت درلود.

وياړونه[سمول]

په سنټ لویز ښار کې د هاریس–سټو ایالتي پوهنتون ته د ښاغلي هاریس او لیکوالې هریټ بیچر سټوو په افتخار دا نوم ورکړل شوی دی.

په ۱۹۰۶ کال کې د تدریس د پرمختګ لپاره د کارنیګي بنسټ هغه ته "د لومړي هغه سړي لقب ورکړ چې د غوره خدمت لپاره دا ډول پېژندنه ورکول کېږي، او دا د تقاعد ترټولو لوړ هغه امتیاز دی چې زموږ مقررات یې اجازه ورکوي، کوم چې ۳۰۰۰ ډالره کلنی عاید کېږي."[۴]

اثار[سمول]

د تعلیمي مسایلو په اړه د هغه پر څوجلدي راپورونو، ګڼو هغو مقالو چې د امریکا د ټولنیزو علومو د ټولنې په ټولګه کې راغلې، او نورو بېلابېلو هغو تالیفاتو سربېره چې د هغه لخوا اېډېټ شوي، د نوموړي په اثارو کې لاندې اثار شامل دي:

  • د فلسفې د مطالعې پېژندنه (۱۸۸۹)
  • د دانتې د الهي کومېډي روحاني احساس (۱۸۸۹)
  • د هیګل منطق: یوه انتقادي شرحه (۱۸۹۰)
  • اموس برونسن الکوټ: د هغه ژوند او فلسفه (له اېف بي سانبورن سره په ګډه) (۱۸۹۳)
  • د ښوونې او روزنې رواني بنسټونه (۱۸۹۸)
  • ابتدايي زده کړه (په متحده ایالاتو کې د تعلیم په اړه مونوګرافونه؛ لومړی ټوک) (۱۹۰۰؛ دویم چاپ، ۱۹۰۴)
  • د ښوونځي ښار (۱۹۰۶)
  • د ښوونې او روزنې فلسفه (۱۹۰۶)

سرچينې[سمول]

  1. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=utb2015873376 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  2. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=utb2015873376 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  3. (په November 6, 1909 باندې). William Torrey Harris Dead.
  4. The National Cyclopaedia of American Biography (الطبعة Vol. 15). Ann Arbor, MI: University Microfilms. 1967. د کتاب پاڼې 2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)