وکیل شیر احمد خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

وکیل شېراحمد خان جانمرادي د غزني د خلکو پخوانی وکیل، پیاوړی شاعر او لیکوال وو. نوموړی د ارواښاد نایب سالار شېرمحمد خان غازي زوی او د ارواښاد محمدرسول خان اخندزاده لمسی وو،

وکیل شیر احمد خان

مخینه[سمول]

نوموړی په ۱۲۶۶هـ ش کال کې یې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالي اړوند د جانمراد سیمې د عمرګي په کلي کې نړۍ ته سترګې پرانستلې، نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل کلي د وخت له ملا امام څخه وکړې

زدکړې[سمول]

نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل کلي د وخت له ملا امام څخه وکړې او د نورو لوړو دیني زده کړو لپاره یې د وخت مشهورو دیني مدارسو لکه مصباح العلوم او وهاج العلوم ته مخه کړه. د دې ترڅنګ د سیمې له جیدو علماو څخه یې هم زده کړې وکړې، چې د نوموړي له یادو استادانو څخه یو هم د کلا د ملا صاحب په نوم سره مشهوروو. نوموړی د ښې وړتیا څښتن وو او په علمي برخه کې يې ښه نوم لرل. نوموړي په پښتو او دري زبو لیکنې کولې، چې په ټوله کې نوموړي د لس زره شاو خوا کې بیتونه د حمد، نعت، پند، نصایح، او نورو ټولنیزو او نظامي موضوعاتو په هکله لیکلې وو.

په ولسي او مشرانو جرګه کې استازیتوب[سمول]

نوموړي جانمرادي د غزني له خلکو سره نیکي اړیکې لرلې او د هغوی د یو والي او پر مختګ غوښتونکي وو، چې د همدې اړیکو او ولسي مینې پرمټ یې ۴ دوري په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې د وکیل په توګه د خپلو خلکو استازیتوب وکړ او هغه مهال یې خپلو خلکو ته په علمي، فرهنګي او نورو برخو کې وړ خدمتونه وکړل.

ولسي خدمتونه[سمول]

د غزني د قره باغ دي خلکو د اولادونو د ښې راتلونکي په پار یې دمکاتبو عریضې وړاندې کړې، له کبله یې ځیني منظور شول، چې له جملې یې د جانمراد د لېسې یادونه کولی شو.

چاپ اثار[سمول]

د وکیل شیر احمد خان ځیني آثار چاپ شوي،

۱. د حدیقه نور عشق (شعري ټولګه)

۲. مرده سیار (داستان ) چې دا وخت په سنایي ورځ پاڼه کې نشر شوي ده.

مړینه[سمول]

نوموړی په ۱۳۵۶هـ ش کال کې د حج فریضې ادا کولو په موخه بیت الله شریفې ته ولاړ او دیادي فریضې له ادا کولو څخه وروسته ومدینې منورې ته ولاړ، چې هلته د ۸۰ کلنۍ په عمر وفات شو او د جنت البقیعې په هدیره کې خاورو ته و سپارل شو.