وړي خبري ستري پايلي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


- ما یو سړی پېژنده، داسې کم‌رنگه چای به يې څښه، د جوش اوبو او چای فرق يې نه‌کېده، غوړي او مالگه خو يې بېخي نه‌خوړله، چې علت مې يې وپوښت، وايې شین چای، غوړي او مالگه زړه وژني، خو ومې لیده، چې په ۳۰ کالنۍ کې د زړه د حملې له‌کبله وفات شو!

- څو کاله وړاندې د امریکا له یو زندانه بندي وتښتېد، د اوسپنۍ پټلۍ ته نږدې یو لوی فلاینکوچ موټر ته وخوت، خو څو ساعته وروسته متوجه شو، چې موټر د سورلۍ نه، بلکې د یخچالي شیانو وو او دروازې يې هم په اتومات ډول له بېرون خلاصېدې، کله يې چې ساه بندېدو ته نږدې شوه، د یو کاغذ په ټوټه يې ولیکل: دا زما د بدو کړنو پایله ده، چې زه باید منجمد او مړ شم...

- ژوند راوښودل، چې هېڅ‌کله پر غم ډېر فکر او تمرکز مه‌کوئ، غم غم زېږوي او خوښي بیا خوښي زېږوي. که په کور کې د غم او سختیو په نیت پیسې وسپموئ، ډاډه اوسئ، چې غم او سخته به درپېښه شي او سپما شوې پیسې به مو پرې ولگېږي، هڅه باید وشي، چې پيسې مو د خوشالۍ لکه واده، موټر اخیستو، کور اخیستو، نوی څيز اخیستلو...او نورو په نیت سپما شي.

- جاپانیان یو ډېر ښه متل لري، وايي: که په لوړ اواز خبرې وکړي، نو یوازې چیغې دې اورېدل کېږي، خو که په ټيټ اواز وغږېږئ، نو خبره دې اورېدل کېږي. د خبرو د اواز لوړېدو پر ځای مو کلمات او قوت یې لوړ کړئ؛ باران د گلونو د غوړېدا سبب گرځي، تالنده او برښنا نه!

- په هغه کور کې چې د کورنۍ غړي له یو بل سره مینه او صمیمیت ونه‌لري، هلته کوچنیان هېڅ وده نه‌کوي، هو ښايي قد او اندام يې لوړ شي، خو د روښانه راتلونکې پر لور به هېڅ‌کله د پرواز وزرونه ونه‌کړي!

هم‌دا ژوند دی!

==سرچينې==[سمول]

عبدالوافي نايبزی