ويکيپېډيا:ليکنې ليکلو لپاره لارښوونې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ستاسې ليکنې ته د ړنگولو خطره هم کېدای شي!
که تاسې غواړئ چې ستاسې ليکنه دې نه ړنگول کېږي او پښتو ويکيپېډيا کې دې پاتي شي نو غوره دا ده چې په دې مخ ورکړی شوي لارښوونو ته پاملرنه وکړئ، کومې ليکنې چې د پښتو ويکيپېډيا د تگلارو (پالسيانو) سره سمې نه وي هغه د ړنگولو زيات امکان وي.پښتو ويکيپېډيا د پښتو ژبې يوه مهمه پروژه ده او ددې مقصد هغه ټولو خلکو ته پوهه ورکول دي کوم چې په پښتو ژبه پوهيږي نو ضروري خبره دا ده چې پدې کې کارنان داسې ليکنې ترسره کړي کومې چې د ليکلو وړ وي او معروفه موضوع وي، داسې ډېر څيزونه دي چې د هغې په اړه ليکنې کول په ويکيپېډيا کې منع کړی شوي دي لکه مثال په توگه يو کارن د خپل ځان په اړه ليکنه نشي کولای (که څوک خپل ځان په اړه معلومات ليکل غواړي نو هغه دې په خپل کارن مخ ليکي)،يو کارن د خپلې سوداگرۍ او نور داسې څيزونو په اړه هم ليکنې نه شي کولای
  • ستاسې لپاره لازمي ده چې په خپله هر ليکنه کې لاندې ورکړی شوي 4 مهم څيزونه شامل کړئ
  1. له ټولو لومړی چي په کومو موضوع تاسې ليکنه ترسره کوئ د هغه پېژندنه وليکئ او بيا نور تفصيل
  2. خپله ليکنه په سمه وېشنيزه کې شامل کړئ (دې ځای کې وېشنيزې دي تاسې په دې کې پلټلی شئ )
  3. په خپله ليکنه کې سرچينې ورگډې کړئ
  4. خپله ليکنه د نورو ژبو ويکيپېډياگانو سره وتړئ.



کېدای شي تاسې دا وخت ليکنه نشئ ترسره کولای
که چېرې تاسې ته په اوچت ذکر کړی شوي 4 مهم څيزونو کې ځنې يا ټول څيزونو کې مشکلات دي نو ددې مانا دا چې تاسې دا وخت ليکنه په سمه توگه نشئ ترسره کولای، نو په داسې وخت کې تاسې ته پکار دا ده چې تاسې لږ وخت نورې ليکنې وگورئ او د هغو څخه زده کړه وکړه، وړوکي سمونونه وکړه ددې لپاره چې تاسې د ويکيپېډيا سره بلد شئ . لاندې ستاسې لپاره نور لارښود هم ليکل شوی دی د کوم په سبب چې تاسې ددې قابل جوېدلی شئ چي په اوچت ورکړی شوي 4 مهم څيزونه زده کړئ.
  • لومړی تاسې په ويکيپېډيا کې موجود ليکنې ولولئ او اندازه ولگوئ چې ويکيپېديا کې ليکنې څنگه ترسره کېږي، د بېلگ په توگه د < وېشنيزه:فلسفه > کې موجودې ليکنې ولولئ
  • که تاسې د ليکنې ترسره کولو څخه وړاندې مرسته غواړئ نو ويکيپېډيا کې به ستاسې مرسته کېږي
  • کوښښ کوئ چې ستاسې ليکنې د ويکيپېډيا د اصولو مطابق وي گنې کيدای شي چې د پازوالانو لخوا ستاسې ليکنې وړنگول شي
  • د مرستې ترلاسه کولو لپاره د ويکيپيډيا د لارښود نور مخونه ولولئ (لکه ويکيپېډيا لارښود