ومان نيازی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ومان نيازی (زوکړه ۱۳۴۸ ل ل كال، د غزني ولايت) يو افغان انځورگر، پښتو ژبی شاعر او ليکوال دی.

مخينه

ومان نيازی د غزني ولايت په شېلگر ولسوالۍ کې زيږيدلى دی. د يوې بلې سرچينې له مخې، ومان نيازی په ۱۳۴۸ ل ل كال كې د غزني ولايت د اندړ ولسوالۍ د «شمشي» په كلي كې زيږيدلى او مور او پلار يې عبدالرحمان نوم پرې اېښی وو. هغه د شپږو كلونو وو چې د كابل په سپين كلي ښوونځي کې يې په رسمي زده کړو پيل وکړ. په ۱۳۶۳ ل ل کال د حربي ښوونځي پوځي چوکاټي روزنو ته ورولوېد او په ۱۳۶۸ کال کې یې د پولیسو اکاډمي بری لیک ترلاسه کړ. څه موده یې پوځي څارنوالي او د پولیسو په اکاډمۍ کې معلمي هم وکړه. خو د بخت مرغه يې بیا دی د رسنيو نړۍ ته راووست. څه مهال د لمر خصوصي تلویزیون د خپرونو مشر شو. تر هغه وروسته په آزادي راډیو کې وگومارل شو او نږدې ۱۱ کاله يې له دغې راډيو سره کار وکړ. همدا راز يې له ځينو نورو رسنيو سره هم کار وکړ، خو د زړه ونه یې د شعر، انځورگرۍ او لیکوالۍ مېوې وکړې. اوسمهال په هند کې اوسي؛ هلته په زاړه ډيلي کې د میرزا اسدالله غالب په کور کې د انځورنو گالري لري.

نړۍ د انسان په ذهن او حواسو شنه او سره تابلو ده. څوک ورته تمدن وایي او څوک بیا د نړۍ ذهني شوې څېره د متمدن انسان شهکار گڼي؛ خو ومان نیازی د شعر په تار و ستن نړۍ هغسې پنځوي، چې په خپل فردي کهیان کې یې لیدلای شي.

چاپ شوي اثار يې

  1. د سکرو بخۍ (شعري ټولگه).

د شعربېلگې

شعر «زه چې مین نه وم

دغه لور ته لارې نه وې

ما چې مینه وکړه

پر دې غره لارې سپرې شوې»

سرچينې

  1. https://www.bbc.com/pashto/news/story/2009/12/091217_studio7-oman-naizay.shtml
  2. https://zalaand.com/%D9%84%D9%87-%D8%B4%D8%A7%D8%B9%D8%B1-%D8%A7%D9%88-%D9%81%D9%86%DA%A9%D8%A7%D8%B1%D8%8C-%D9%88%D9%85%D8%A7%D9%86-%D9%86%D9%8A%D8%A7%D8%B2%D9%8A-%D8%B3%D8%B1%D9%87-%D9%85%D8%B1%DA%A9%D9%87/ Archived 2020-09-27 at the Wayback Machine.
  3. https://www.dw.com/ps/%D9%88%D9%85%D8%A7%D9%86-%D9%86%D9%8A%D8%A7%D8%B2%DB%8C-%D8%B4%D8%B9%D8%B1-%D9%87%D9%85-%D9%84%D9%8A%DA%A9%D9%8A/a-6431320