هکران څه ډول هکینګ کوي؟

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هکران څه ډول هکینګ کوي؟

آیا پوهیږئ هکران څه ډول هکینګ کوي؟ د یاهو انټرنېټي شرکت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د کابو یو میلیارد کاروونکو محرم مالومات یې د هکرانو یا په بله مانا د انټرنیټي غلو لاس ته لوېدلي دي.

له دې هم ځان خبر کړئ: How to make dollars from AirDrop

دا خبره هغه مهال جوته شوه چې یاهو د یو بل ورته برید په اړه پلټنې کولې. یاهو شرکت وایي، شک لري چې د هکرانو د دې ډلې تر شا د کوم هېواد یا دولت لاس دی.

هکران څه ډول هکینګ کوي؟ هکران څه ډول هکینګ کوي؟ خو دا کار څومره شونی دی؟ د یاهو شرکت دا ادعا چې کوم هېواد یا دولت له هکرانو سره مرسته کړې چې پر نوموړي شرکت برید وکړي، ښایي څو لاملونه ولري.

یو مهم ټکی دا دی چې پر یاهو د انټرنېټي برید خبر تر ټولو دمخه د استخباراتي ادارو لخوا ورکړل شو.

دا هغه استخباراتي ادارې دي چې د ورته شرکتونو او پوځي بنسټونو د امنیت په برخه کې کار کوي.

کارپوهان وايي، د دې برید له څرنګوالي داسې ښکاري چې د کوم عادي هکر کار نه دی. د دوی په وینا کله چې یو دولت غواړي د انټرنېټ له لارې د کوم بل هېواد یا شرکت پر ضد عمل ترسره کړي، د دې کار نښې نښانې د یوه عادي غله یا هکر له کړنو بیخي جلا وي.

هکران څه ډول توانېږي چې یو بل کمپیوټر ته ننوځي؟ دا نو په دې پورې تړاو لري چې دا بل کمپیوټر د خوندیتوب لپاره څه ډول شفرونه او انټي وېروس کاروي.

کارپوهان وایي، یاهو یو خورا لوی شرکت دی او په اسانۍ سره نشي کولی چې خپل ټول کاروونکي له هکرانو خوندي وساتي. ځکه نو د داسې شرکت په نښه کول او د کاروونکو محرم مالومات یې ترلاسه کول هم دومره ګرانه خبره نه ده. د دې پرتله چې د یوې استخباراتي ادارې کمپیوټرونو یا وېبپاڼې ته ننوتل ښایي ګران وي.

هکران څه ډول هکینګ کوي؟ هکران څه ډول هکینګ کوي؟ دریمه پوښتنه دا ده چې دولتونه د څه لپاره هکران یا انټرنیټي غله کاروي. ځواب یې ساده دی. دوی خپل هدفونه یا موخې لري. لکه د یو چا په اړه د مالومات راټولو. د دې کار لپاره دوی هکران ګماري.

دا انټرنیټي غله بیا له بېلابېلو لارو هڅه کوي چې د هدف یا د ځانګړي کس په اړه ډول ډول مالومات راټول کړي، لکه د کورنۍ په اړه یې جزیات، د دوستانو په اړه مالومات، یا دا چې نوموړی کس له چا سره ناسته ولاړه کوي، کومې وېبپاڼې ګوري، څه ډول شوقونه لري او داسې نور ډېر څه.

چینایي هکران: د چینایي هکرانو په اړه ویل کېږي چې د انټرنیټي غلا لپاره داسې مفصل او منظم اسناد کاروي چې بېخي رېښتیني ښکاري. یعنی که په ایمیل یو لیک در استوي نو ډېر ښه یې لیکي، مناسب عنوانونه او رنګونه کاروي. د ځان په اړه بشپړ مالومات پکې اضافه کوي چې لوستونکی ډاډه کړي.

ویل کېږي ۷۵ سلنه هکرانو د مالي غلا لپاره د خلکو کمپیوټرونو او برېښنالیکونو ته ننوځي. یوازې ۱۵ سلنه هکران داسې دي چې د یو هېواد یا دولت په غوښتنه د یو بل هېواد یا شرکت پر ضد کار کوي.

کارپوهان وایي په بشپړه توګه د هکنګ مخنیوی ناشونی دی. خو شرکتونه باید ورته چمتو وي او کله چې پرې برید کېږي، باید داسې پوهه او وسایل ولري چې ژر تر ژره غبرګون وښیي او له ډېر زیانه ځان وژغوري.