هډه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

هډه (Hadda) د لوی گندهارا له لرغونو کولتوري منځیو څخه گڼل کېږي چې یونان-بودایي پېر سره تړاو لري. دا ښار د جلالکوټ تاریخي ښار سوېل اړخ ته په لس کیلو مترۍ کې پروت دی.

هډه يا د لرغوني گندهارا فرهنگي پلازمينه

پخواني مورخينواو پوهانو د لرغوني افغانستان ختيځي سيمي چي داوسني هند تر شمالي څنډو رسيدلې ، د گندهارا په نوم يادي کړيدي . يوناني مورخ هيرودوت او سترابون د گندهارا سيمه په خپلو اثاروکي د گنداريس په نوم ثبت کړي ده ، چي د کابل او کنړ تر منځ پرتې سيمي يې په بر کي نيولي د دي سره سره چي د مقدوني سکندر په دوره کي د گندهارا نوم نه دۍ ياد سوۍ ، خو د يونان ? باختري دورې حکمرانانو په اثارو کي چي د لرغوني افغانستان پر ټولو حدودو واکمن وه ، دا سيمه د گنداراتي ( Gandarati ) او يا گنداروا ( Gandarwa ) په نوم ياده کړيده ، چي ناگاهارا ( ننگرهار ) کوهش ( کونړ ) پورا شاپورا ( پيښور ) سراسواتي ( سوات ) سيمي پکښي شاملي دي .
د گندهارا يو ستر فرهنگي مرکز د اوسنې جلال اباد مرکز ته څيرمه د هډي سيمه ده ، چي په پخوانيو متونو کي د هيلو په نوم ياده سويده . هيلو د لرغونو بودايانو د تبرک ځای او د هغو د عبادت ستر ټاټوبۍ وو .په هغو يونليکونو کي چي د چيني زايرانو څخه را پاته دي ، د دي سيمي په هکله په زړه پوري او ارزښتمن معلومات شته . فاهيان لومړنۍ چيني زاير وو چي په 420 ميلادي کال يې د هډي ليدنه کړيده . له هغه وروسته سوينگ يون په 520 ميلادي کال هډ ي ته راغلۍ او نامتو چيني زاير هوونتسنگ په 630 ميلادي کال هډه ليدلې او په دي اړوند يې زيات مطالب په خپلو ليکونو کي ثبت کړيدي .
د ټولو چيني زيارت کونکو په يونليکونو کي د هيلو په نوم د يوي متبرکي سيمي يادونه سوي چي د زيات شمير پوهانو يې همدا اوسنې هډه گڼي د بيلگي په توگه د فرانسوي لرغونپوه ژاکي ( Jakiy ) په عقيده هيلو د همدې هډي پخوانې نوم دۍ ، چي د گندهارا نامتو هنري مکتب پريمانه اثار يې په خپل لمن کي ساتلي دي . دا سيمه د هيونتسنگ په قول تر اومي ميلادي پيړۍ پوري د پوره برم او ارزښت لرونکې وه . خو د نوموړي پيړۍ راورسته بياتر 81 مي پيړۍ پوري د دي سيمي پوره او د پاملرني وړ يادونه نه ده سوي . د نولسمي پيړۍ په پيل کي ځينو اروپائيانو چي سيمي ته يې رسمي او يا غير رسمي سفرونه کړي ، د هډي په اړه يې يو شمير مطالب خپاره کړل چي د ورستيو منظمو څيړنو لپاره يې زمينه برابره کړل . په دې برخه کي د بيلگي په توگه د مورکرافت ( 1824_ 1830 ميلادي ) کيمناري ( 1827 _ 1834 ميلادي کال ) چارلس ماسون ( 1834 _ 1837 ميلادي کال ) هونيک بر گر او نورو نومونه يادولاي سو .
د هډي لرغونی تپه چي تاريخي جرړي يې له اوسنۍ پير نه 1600 کاله پخوا زمانو ته رسيږي ، د لومړي ځل لپاره په 1923 ميلادي کال د فرانسوي لرغونپوهانو له خوا تر علمي سپړنو او پلټنو لاندي ونيول شوه . لومړۍ فرانسوي لرغونپوه گودار او بيا وروسته د فرانسوي علمي ټيم ( D.A.F.A. ) له لوري تر څيړنو لاندي ونيول شوه چي له نيکه مرغه د زياتو لرغونو اثارو د پيداکيدو او تر لاسه کيدو په وجه د افغانستان تر ټولو لرغونو سيمو بډايه گڼل سويده .
د لرغونپوهانو د سپړني د پلان له مخي ، لومړۍ د هډي په لويديځه برخه کي سپړنې پيل شوي ، چي په نتيجه کي يو لوي بودايې معبد را بر سيره شو . د دي معبد څلور خواوي په يوه لوي ديوال احاطه سوي ، چي د هر ديوال پر مخ د معبد په دننه خواکي په ټاکلي فاصله د بيلا بيلو مجسمو پاتي شوني تر لاسه شويدي . د دي معبد د ديوالونو پورتنۍ برخه ورانه سوې ، خو لاندنۍ برخو ته يې زيات زيان نه دۍ اوښتۍ . د زيات شمير مجسمو شته والۍ چي د شيست ډبرو څخه جوړي سوي وې او هم د يو شمير نورو مجسمو شتون چي د اخښل سويو( پخو ) خټو او شيست ډبرو څخه په تر کيبي توگه جوړي سوي وي ، دا ټوله د دی معبد برم او ځانگړتيا څرگنده وي . له هغه نه وروسته د هډي په سيمه کي په پر له پسي توگه سپړني جاري وساتل سوې چي د ټولو سپړنو په اړه يادوني په دي لنډه ليکنه کي ممکن کار نه دۍ ، ځکه د سپړنو د تفصيل څخه تيريږو او يوازي د هغو مطالبو يادونه کوو چي د دي ليکني سره وړ بريښي .
ترټولو وړاندي د دې مطلب يادونه اړينه بريښي چي د گندهارا د نړيوال تاريخي او لرغوني هنري مکتب د پلازميني لقب ولي د هډۍ په سيمه پوري متعلق گڼل سويدۍ ؟ دي پوښتني ته د هغو لرغونپوهانو او څيړنکو د پر له پسې سپړنو او څيړنو د پايلو په يادونه بسنه کوو چي په هډه کي يې تر سره کړيدي . د مورخينو له نظره تر ټولو لومړۍ موثر لاميل د گندهارا د هنري مکتب د پيدايښت او ودي لپاره د خپلي زماني مناسب شرايط او لازم امکانات وه ، چي د ستر کنشکا د امپراتوري پر مهال برابر سوي وه . دوهم لاميل په بوديزم کي د بدلون او نوښت منځ ته را تلل په گوته سويدي ، چي د هينايانا (وړوکي عرادې ) مذهب يې په مهايانا يا ( لوي عرادې ) په مذهب واړاوه . او دريم لاميل يې د گندهارايانو خلاقيت او فکري توانمندي ياده سويده ، چي په ټوله بودايې نړۍ کي يې د لومړي ځل لپاره د بودا د مجسمو د جوړيدو نوښت او ابتکار وکړ . هډي ته د گندهارا د هنري مکتب د پلازميني لقب د نورو لاميلونو د توضح څخه د موضوع د طوالت د مخنيوي په نيت تيريږو او يوازي د دريم لاميل په اړه د يو شمير لرغونپوهانو د نظرياتو په يادونه بسنه کوو .
په تاريخي متونو او د لرغونپوهانو په څيړنو کي په ډاگه سوې چي د هند په بودايې برخو کي د بودا تمثيل او يا د هغه د څيري د ښودلو لپاره په عبادت ځايونو ( ستوپو )کي د ليتوس گل او يا د ونو د بلگونو رسامي او نقاشي معمول وه ، او په يوشمير هندي ستوپو کي د بودا د تمثيل په نيت د يوې پښې ، لاس ، او يا څپلۍ ( پايزار ) علامې او نښانې کارولې چي په دي ترتيب د بودا حضور وښئي . خو گندهارايانو د لومړي ځل لپاره د بودا مجسمه جوړه او هغه يې په ستوپو کي ودرول . د فرانسوي لرغونپوه مسيو فوشه په قول د بودا مجسمه د لومړي ځل لپاره په گندهاراکي جوړه شول ، چي د لويديځ ( يونان ) تاثيرات پکښي زيات دي ؛ دا نظريه د ټرن ( Tarn ) رولاند ( Rouland ) او هاکن ( Haken ) فرانسوي لرغونپوهانو له خوا تائيد او ومنل سوه الماني لرغونپوه شميت ( Shmet Ald ) په 1930 ميلادي کال د دي نظريې ملاتړ وکړ چي د بودا لومړۍ مجسمه گندهارايانو په وسيله جوړه سويده ،او دا وړانديز يې هم ورسره مل کړ چي دا گندهارايې هنرمند هغه څوک دۍ چي په مجسمه جوړولو کي يې د يوناني مجسمه جوړونکو څخه زدکړه کړيده . يوشمير افغاني لرغونپوهان اوله هغي جملې علامه حبيبي ، شاهي باې مستمندي ، احمد علي کهزاد هم د دي نظريې ملاتړ کړۍ او تر څنگ يې دهم هاغه گندهارايې هنر مند عقيدتي لورۍ هم په گوته کړيدۍ .
لنډه داچي په هډه کي د علمي سپړنو کار د 1923 ميلادي کال را وروسته پيل او په بيلا بيلو پړاونو کي د بيلا بيلو کورنيو او بهرنيو لرغونپوهانو په وسيله تر 1979 ميلادي کال پوري يې دوام وموند . د دي سپړنو له لاري په لاس راغلي اثار په منظم ډول د افغانستان ملي موزيم ته وه ليږل شوه ، چي تر 1991 ميلادي کال پوري دافغانستان ملي موزيم د ماڼۍ په دوهم پوړ کي د ارزښتمنو ننداريزو کوټو څخه يوه کوټه د هډې نندارتون په نوم پرانيستي ساتل سوي وه ، له بده مرغه د تنظيمي جگړو او پر کابل کي د برهان الدين رباني او احمدشاه مسعود د واکمنۍ پر مهال د افغانستان ملي موزيم چور او تاراج شو چي په ترځ کي د هډې هغه لرغوني اثار چي زموږ د هيواد د تاريخي برم نښانې او د وياړ بيلگي وي ، د وخت واکمنو پر بهرنيانو وپلورل .

  1. لیکنه: پوهاند رسول باوري

انځوریز البوم