هڅونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

که مزدور شوې، حوصله به زده کړې. که غریب شوې، خلک به وپېژنې. که ناروغ شوې، د روغ صحت قدر به وپیژنې. که دوکه دې وخوړه، هوښیار به شې. که ولوېدې، د پورته کېدو احساس به درته پیدا شي. که مسؤل شوې، د پلار قدر به درمالوم شي. که خلکو پرېښودې، اخر به د ځانته پاتې کېدو هنر تر لاسه کړې. که سخت کار ته دې مخه شوه، زړه به دې غټ شي. که بې وسه او ناتوانه شوې، خپل خالق به درپه یاد شي. لنډه دا چې د ژوند هره نادوده او ناخواله مونږ ته ضرور یو څه په لاس راکوي. نو مه غمجن کېږئ او مه ناهیلي کېږئ. په هر حالت کې سخت کار وکړئ او په ذهن مو د خفګان ګرد مه پرېږدئ. لرې نه ده چې یو وخت به هر څه چې تاسې یې غواړئ ستاسې ژوند ته راشي.!!