هوجينتاو
هو جين تاؤ د چين د خلکو جمهوري هېواد ولسمشر دی . دی د چين د مشهور ټبر هان څخه دی. او د ١٩٤٢ زکال په دسمبر کې د ان هوی ولايت په جی شي کې زيږيدلی دی.
نيوليک |
مخينه
هوجين تاؤ د ١٩٦٤ زکال په اپريل کې يې د کمونسټ ګوند غړيتوب تر لاسه کړی، او بيا يې د ١٩٦٥ز کال په جولايي کې په کار پيل وکړ. دی د چينګ هوا پوهنتون د اوبو لګولو پروژی څانګې د سيندونو دپاسه د بريښنا توليدولو په چارو کې تخصص لري .
زده کړې
له ١٩٦٤ کال څخه بيا تر ١٩٦٥ کال پوری يې د چينګ هوا پوهنتون د اوبو لګولو پروژی په څانګه کې لوړې زده کړې کړې او د سياسي لارښوونکي دنده يې پر غاړه درلوده.
دندې
هو جين تاؤ اوس د چين د کمونسټ ګوند د مرکزی کميټی د عمومی منشی، د چين د ولسی جمهوريت د دولت رئيس، د کمونست ګوند د مرکزی پوځی کميسيون مشر او د چين د ولسی جمهوريت د مرکزی پوځی کميټی د مشر دندې پر غاړه لري.
- له ١٩٦٥ کال څخه تر ١٩٦٨ کال پوری يې د چينګ هوا پوهنتون د اوبو لګولو پروژی په څانګه کې د علمی څيړنی کار تر سره کړی او د سياسي لارښوونکي دنده يې هم پر غاړه درلوده. (د کلتوری لوی انقلاب د پيل په وخت کې دغه دنده پای ته ورسيده)
- ښاغلي هو له ١٩٦٨ کال څخه تر ١٩٦٩ کال پوری د اوبو له لاری د بريښنا توليدولو وزارت د ليو جيا تنګی پروژه کې د کورونو جوړولو په برخه کې کارونه تر سره کړي دي.
- له ١٩٦٩ کال بيا څخه تر ١٩٧٤ کال پوری يې د اوبو له لاری د بريښنا توليدولو وزارت د څلورمې ادارې په ٨١٣ فرعی څانګه کې په جلا جلا توګه د فنی کارکوونکي، سکرتر او د ارګان د ګوندی عمومی څانګې د منشی مرستيال دندې پر غاړه درلودې.
- له ١٩٧٤ کال څخه تر ١٩٧٥ کال پوری يې د ګان سو ولايت د أبادی کميټې د سکرتر دنده تر سره کړې ده.
- له ١٩٧٥ کال څخه بيا تر ١٩٨٠کال پوری د ګان سو ولايت د أبادی کميټی د ډيزاينا او ادارې د مدير مرستيال و.
- هو جين تاو له ١٩٨٠ کال څخه بيا تر ١٩٨٢ کال پوری د ګان سو ولايت د أبادی کميټی د مرستيالۍ دنده تر سره کړې او هم يې د دغه ولايت د کمونستی ځوانانو ټولنې په اړه د منشی دنده پر غاړه درلوده.
- له ١٩٨٢ کال څخه تر ١٩٨٤ کال پوری يې د کمونستی ځوانانو ټولنې د مرکزی سکرتريت منشی او د ځوانانو د ملی ټولنې د مشر دنده تر سره کړې ده.
- له ١٩٨٤ کال څخه بيا تر ١٩٨٥ کال پوری د کمونستی ځوانانو ټولنې د مرکزی سکرتريت لومړی منشی و.
- له ١٩٨٥ کال څخه تر ١٩٨٨ کال پوری يې د ګوی جو ولايت د ګوندی کميټی منشی او د دغه ولايت د پوځی سيمی د ګوندی کميټی د لومړی منشی کارونه تر سره کړي دي.
- هو جين تاو له ١٩٨٨ کال څخه تر ١٩٩٢ کال پوری د تبت د خپلواکی سيمی د ګوندی کميټی د منشی او د تبت د پوځی سيمی د ګوندی کميټی د لومړی منشی دندې پر غاړه درلودې.
- له ١٩٩٢ کال څخه تر ١٩٩٣ کال پوری يې د ګوند د مرکزی کميټی د سياسی بيورو د دايمی غړي او د مرکزی سکرتريت د منشی کارونه تر سره کړي دي.
- له ١٩٩٣ کال څخه بيا تر ١٩٩٨ کال پوری يې د ګوند د مرکزی کميټی د سياسی بيورو د دايمی غړيتوب، د مرکزی سکرتريت د منشی او د مرکزی ګوندی ښوونځي د مشرتابه دندې پر غاړه درلودې.
- ښاغلي هو بيا له ١٩٩٨ کال څخه تر ١٩٩٩ کال پوری د ګوند د مرکزی کميټی د سياسی بيورو د دايمی غړي، د مرکزی سکرتريت منشی، د چين د ولسی جمهوريت د دولت رئيس مرستيال او د مرکزی ګوندی ښوونځي د مشر دندې تر سره کړې ده.
- بيا له ١٩٩٩ کال څخه تر ٢٠٠٢ کال پوری يې د ګوند د مرکزی کميټی د سياسی بيورو د دايمی غړي، د مرکزی سکرتريت د منشی، د مرکزی پوځی کميسيون د مشر مرستيال، د چين د ولسی جمهوريت د دولت رئيس مرستيال، د چين د مرکزی پوځی کميټی د مشر مرستيال او د مرکزی ګوندی ښوونځي د مشر کارونه تر سره کړي دي.
- له ٢٠٠٢ کال څخه تر ٢٠٠٣ کال پوری يې د ګوند د مرکزی کميټی د عمومی منشی، د مرکزی پوځی کميسيون د مشر مرستيال، د چين د ولسی جمهوريت د دولت رئيس مرستيال، د چين د مرکزی پوځی کميټی د مشر مرستيال دندې پر غاړه درلودې او دغه راز د ٢٠٠٢ کال تر دسمبر پوری يې د مرکزی ګوندی ښوونځي د مشر کار تر سره کړی دی.
- هو جين تاو له ٢٠٠٣ کال څخه تر ٢٠٠٤ کال پوری د ګوند د مرکزی کميټی د عمومی منشی، د چين د ولسی جمهوريت د دولت رئيس، د مرکزی پوځی کميټی د مشر مرستيال او د چين د مرکزی پوځی کميټی د مشر مرستيال دندې پر غاړه اخيستې دي.
- له ٢٠٠٤ څخه تر ٢٠٠٥ کال پوری د ګوند د مرکزی کميټی د عمومی منشی، د چين د ولسی جمهوريت د دولت رئيس، د مرکزی پوځی کميسيون د مشر او د چين د مرکزی پوځی کميټی د مشر د مرستيال دندې پر غاړه درلودې.
- له ٢٠٠٥ کال څخه بيا تر اوسه پوری د مرکزی کميټی د عمومی منشی، د چين د ولسی جمهوريت د دولت رئيس، د مرکزی پوځی کميسيون د مشر او د چين د مرکزی پوځی کميټی د مشر کارونه تر سره کوي.
د ژوندمخينه
په کمونسټي ګوند کې ېې بېلابېلې دندې
هو جين تاو د ګوند د دوولسمې دورې مرکزی کميټی د نومأند غړي، د ديارلسمی، څوارلسمی، پنځلسمی، شپاړسمی او اوولسمی دورې مرکزی کميټی د غړي، د څوارلسمی او پنځلسمی دورې مرکزی کميټی د سياسی بيورو غړي، دايمی غړي، د مرکزی سکرتريت منشی، د شپاړسمی او اوولسمی دورې د مرکزی کميټی د سياسی بيورو غړي او دايمی غړي او د مرکزی کميټی عمومی منشی پاتې شوی. دی د پنځلسمی مرکزی کميټی په څلورمه غونډه کې د مرکزی پوځی کميسيون د مشر د مرستيال په توګه وټاکل شو. د نولسم ملی ولسی کانګرس په لومړۍ غونډه کې د چين د ولسی جمهوريت د دولت رئيس د مرستيال په توګه وټاکل شو او دغه راز د نولسم ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټی په دوولسمه غونډه کې د مرکزی پوځی کميسيون د مشر د مرستيال په توګه وټاکل شو. بيا د لسم ملی ولسی کانګرس په لومړۍ غونډه کې د دولت رئيس په توګه وټاکل شو. نوموړي د شپاړسمی مرکزی کميټی په څلورمه غونډه کې د مرکزی پوځی کميټی د مشر دنده پر غاړه درلوده. د لسم ملی کانګرس په درېيمه غونډه کې د چين د مرکزی پوځی کميسيون د مشر په توګه وټاکل شو. ښاغلي هو د ګوند د اوولسمی دورې مرکزی کميټی په لومړی غونډه کې د مرکزی پوځی کميسيون د مشر دنده او د شپږم سياسی مشورتی کنفرانس د دايمی غړي دنده پر غاړه درلوده.
