هندو ليکنې
| هندو متنونه |
د هندو مذهب ليكنې، چې د شاسترا په نامه هم پېژندل كېږي، په سانسكرېتي ژبه ليكل شوي دي. هندو مذهبي ليكنې په دوه كټګوريو وېشل كېږي: لومړې سروتي: د هندوانو پر وړاندې هغه ليكنې دي، چې د څښتن له لورې وحى كړاى شوې دي. دويم: سمېرېتي: هغه ليكنې دي، چې يادې كړاى شوې دي ( سمېرېتي هغه ليكنې په اصل كې د سروتي لنډيز دى، چې د هندو ملايانو يا ريشيانو په واسطه ليكل شوي دي).
ويدونه [سمول]
- آرنۍ ليکنه: ويدونه
له ويدا څخه د سروتي كتابونو موخه ده. د هندوانو په ګروهه دا هغه كتابونه دي، چې د څښتن له لورې وحى كړاى شوې دي. ويدا د ډېرې لرغوني پير مذهبي او فلسفي ليكنې دي، چې نن سبا موږ ته راپاتې دي. د ويدا د كتابونو اندواند په پيړيو، پيړيو له يوه نسل څخه و بل نسل ته د كيسو او نكلونو په ډول ورلېږدول كېده. نو په دې ډول دا مذهبي سرودونه د پيړيو، پېړيو لپاره د خلكو په سينو كې خوندي ول، او له پلار څخه به زوى ته، او له ښونكي څڅه به زده كوونكيو ته ورلېږدول كېدل.
اوپنېشادونه [سمول]
- آرنۍ ليکنه: اوپنېشاد
د اوپنېشاد مانا ده، نږدې كښېناستل، راز و نياز خبرې، په پوره پام سره غوږ نيونه، د هندوانو هغه مذهبي كتابونه دي، چې د ويدونو سرودونه او مذهپي ګروهې يې پكې په لنډ ډول يادې كړې دي. دې كتابونو ته د ويدونو پاى هم وايي. د اوپنېشادونو ښوونې ته ويدانت وايي.
په لرغونې پير كې به زده كوونكي د ښوونكي څنګ ته كښېناستل، او له هغه څخه به يې زده كړه كوله، د درس دې كړۍ كې چې كوم درس ويل كېده، هغې ته يې اوپنېشاد ويل. دا ويناوې او درس له ۸۰۰۹مخزيږ څخه نيولې تر ۵۰۰مخزېږ پېړيو پورې پير كې راجوړ شوي دي. ددې ويناؤ شمېره ۱۰۸ يا له دې څخه لږ و ډېر دي، چې له دې دلې څخه ۱۳ ويناوې ډېرې مشهورې دي. دا ويناوې د خبرو اترو په څېر دي، ځينې يې د نظم په څېر دي.