هغه ناروغي چې دفزيکي عواملو له امله رامنځته کيږي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

داچې کوچنيان دلويو په نسبت د فزيکي عواملو په وړاندې حساس او کمزوري وي لکه دلمر ،يخنى ،برق ، کورني زهرونه چاقوله بام کټ او زنګو لويدل او داسې نور نوبايد چې پدې پورې تړلو ناروغيو په باره کې معلومات ولرو تر څو داړتيا په وخت کې ورسره مرسته او لازمه درملنه ورکړو نو هغه ناروغي چې پورتنى عواملو له امله واقع کيږي او زياته برخه يي په کوچنيانو کې واقع کيږي په لاندې ډول بيانيږي . دګرمۍ وهل (جل زده ګي ) دګرمۍ يا جل وهل هغه ناروغي ده چې زياتې ګرمۍ له امله دبدن دتودوخې په تنظيم کې اختلال رامنځته کيږي داناروغي په ګرمو منطقو کې رامنځته کيږي کله چې بدن خولې کيږي ډير په ورو ورو وچوالى کوي په دي توګه ژر نه وچيږي له بله پلو که چيرې دمحيط دتودوخې درجه او دبدن دتودوخې درجه يو برابر وي نو ګرمي نه شي کولى چې دلمر دوړنګو په ذريعه په يوه ډول دفع شي چې داهم په جل وهلو کې زياتوالى راولي ګرمي په هغه کسانو يا کوچنيانو کې زياته واقع کيږي چې جسماً ناتوان او کمزوري وي او يا دګرمې او مرطوبې هوا سره بلديت ونه لري .

دناروغۍ نښې[سمول]

داناروغي يو ناڅاپه واقع کيږي ناروغ بې هوشه کيږي او يا په تشنج باندې اخته کيږي تبه تقريباً ٤٢٫٥ سانتي ګريد ته رسيږي رنګ يي الوتې نبض ډک او چټک او پوستکى ډير وچوالى کوي .


(انذار)[سمول]

دناروغۍ پيش بيني وخيمه وي نيم ناروغان په راتلونکو ٢٤ ساعتونو کې دتبې دکموالي سره سره له منځه ځي بعضې وخت دزياتو خولو له امله دبدن مايعات او مالګې ضايع کيږي او ناروغ ضعيفه کوي او يا دتودوخې دتنظيم مرکز دلنډ وخت لپاره په اختلاف اخته کيږي او بعضې وخت مختلف عضلات خصوصاً دخيټې دجدار عضلات په انقباضاتو او دردونو اخته کيږي چې (Heats gramps )ورته والى په ناروغ سر ګرځې زياتې خولې کوي رنګ يي الوزي دوينې فشار يي کموالى کوي پوستکى يي يخ او عضلات يي درد کو ي .

درملنه[سمول]

بايد دبدن دحرارت درجه کمه کړل شي ددې هدف لپاره په ناروغ يخې اوبه اچول پکاردي ناروغ ته دي زيات مايعات او مالګه ورکول شي او په يخو اوبو يي معده منځل پکار دي دبدن دتودوخې درجه بايد له عادي حالت څخه کمه نه شي ځکه چې کولاپس به واقع شي نوبايد چې دناروغ دحرارت درجه تنفس او نبض په غور سره څارنې لاندې وي همدارنګه بايد ناروغ ته دوريد له لارې ډير په ورو ورو سيروم فزيولوژي (Normal saline ) تطبق شي تر څو مالګه او مايعات يي پوره شي هغه کسان چې په ګرمۍ کې کار او فعاليت کوي يا هغه کوچنيان چې په ګرمۍ کې مکتب ته ځي او يا په ګرمو منطقو کې اوسيږى بايد ډير ى اوبه وڅښې او يو ه اندازه مالګه هم پرې اضافه شي همدارنګه سيمو او شربتونه ورته فايده کوي له زياتو غوړو او ګرموخوراکونو څخه بايد ډډه وشي همدارنګه هغه مېوې چې ډيرې اوبه لري دهغو خوړل هم فايده کوي لنډه داچې دګرمۍ په موسم کې له هر څه مهم عبارت دزياتو اوبو له څښلو او په هغې کې يو اندازه مالګه اچولو څخه دې ميندې بايد خپلو کوچنيانو ته زياتې او ژر ژر شيدې ورکړي او نسبتاً غټ کوچنيان سر تور سور لمر ته ګرځيدل نه دي پکار .

ديخنۍ وهل[سمول]

دبدن هغه برخې چې له يخنۍ سره په تماس کې وي په دي ناروغي زيات اخته کيږي لکه غوږونه ، پوزه ، اورميږ ، لاسونه او پښې که چيرته ذکر شوي اندامونه يو دير وخت ديخنى سره مخامخ وي علاوه له دي چې مربوطه عضوه وموضعى اختلات سره مخامخ کيږي عمومي اختلاتات هم رامنځته کوي که څه هم بدن دلړزيدلو اوعضلاتو دکار او فعاليت په ډول سره ديخنى سره مقابله کوي خو بيا هم دبدن دحرارت درجه کميږي اوناروغ له ضعف او ستړتياسره مخامخ کيږى اوبلا اخره په اغما باندى دوچاريږى څومره چى د حرارت درجه کميږى دوينى په دوران کښى هم اختلال رامنځته کيږى او وينه په عروقو کښى منعقد کيږى ديخنۍ وهل په هغو سيمو کښى ډير واقع کيږى چه ډيري يخي او واورينى وي ډيرځلى داکثره دغټو کسانو پښى او پښوګوتى په ناروغى اخته کيږي سوزيږي اوداور دسوځيدو شکل اختياروي حتى زخمونه پکښى جوړيږى بي حسه کيږي اوبلا اخره پريکيږي

پيش بيني[سمول]

که چيري نا روغ بي هوشه شى او داغما په حالت کښى ولويږي انزار يى وخيم وي خو که چيري هغه په حرکت راوستل شى اوله خوب څخه منع شى پيش بينى يى ښه وي


درملنه[سمول]

ناروغ دي په يخه کوټه کښى ځاي پرځاي شى دهغه بدن دي مالش شي ترڅو دويني ګرځيدل په ښه توګه صورت ونيسي دضرورت په وخت دي مصنوعي تنفس ورکول شي وروسته له هغي څخه چي دناروغ پوستکي ګرم شي اورنګ يى عادي حالت ته راشى ناروغ دي په ګرمه کمبل کې وپوښل شي او ګرم مايعات دي پري وڅښل شي او يخنى وهلى هيڅکله په کرمه خونه کې مه کښينوي او هغه عضوه چې يخني وهلي هيڅکله مه ګرموي چې داعمل دپوستکې دخرابيدو ،ګوتو دکانګريت ، پوزې او غوږونو کانګرن کيدو باعث ګرځي او دامبولي له کبله حتى مرګ رامنځته کيږي ځکه چې يخ وهلى عضلى يا عضوي ګرمول دهغوي درګونو دناڅاپى پراخوالې باعث ګرځى او هغه وينه چې په رګونو کې منعقد شوي وي په دي رګونو کې پ ګرځيدو شورع کوي او وينه لخته شوي برخى هم ورسره ګرځي چې پو تعداد امبولىګان دوينې دوران ځنډ واقع کيږي دژمي او واورې په موسم کې هيڅکله خپل کوچنيان دکوره بهر ته بربنډ ايستل نه دي پکار .

دبرق نيول[سمول]

له بدن څخه دبرق جريان تيريدل امکان لري ديو ناڅاپي مرګ سوزيدنې شوک او وخيمو حوادثاتو باعث ګرځي دبرق نيولوحوادث او اختلال په لاندې عواملو پورې اړه لري

  1. ١ :

دبرق جريان امپير او دولټيج اندازه

  1. ٢ :

هغه وخت اندازه چې شخص دبرق له جريان سره مخامخ وي .

  1. ٣ :

دپوستکې رطوبت اندازه .

  1. ٤ :

دځمکې وچوالى او مرطوب والى چې دپښولاندې وي که چيرې ځمکه وچه وي خفيف شوک او که چيرې مرطوبه او لمده وي شديد اختلاليت او مرګ رامنځته کيږي .

دناروغۍ نښې[سمول]

په خفيفو مواردو کې دسوزيدو احساس او دبرق دانتقال په محل کې ناراحتي او درد موجود وي او په شديدو حالتونو کې برق نيوونکي په بيړه تلف کيږي او که تلف نه شي نو امکان لري چې په تشنج او بې هوشۍ په تنفسې فلج او يا په پراخه سوختګى باندې اخته شي ناڅاپي په مړينه دزړه دارتعاش او لړزيدنې له امله رامنځته کيږي .

درملنه[سمول]

که چيرې برق نيونکې ساه نه باسي بايد په بيړه ورته مصنوعي تنفس چالان شي او نيم ساعت بايدادامه ورکول شي که چيرې يي دزړه ضربانات ودريږي نيونکې بايد بطني لرزشVentricular fibrillation درملنه اجراء شي که چيرې دبرق نيونکي عمومي حالت ښه وي درملنى ته ضرورت نه ليدل کيږي يوازې بايد هغه ګرم وساتل شي او يوازې کړاي شي دبرق څخه رامنځته کيږي سوزيد نه بايد داور دسوزيدنې په ډول درمل کړل شي او هغه کوچنيان چې ښاپوړې کوي او ګرځي مه يي پريږي چې دبرق دوسايلو ته لاس وروړې او برقي وسايل په داسې ځاى کې کيښودل نه دې پکار چې هلته کوچنيان ورسره تماس کې شي .


ددرياب او نقليه وسايلو دحرکت ناروغي[سمول]

ځينې وخت دو مکرر حرکتونه لکه دکشتۍ او موټر حرکتونه دغوږ دداخلي کانال په برخه کې ځينې اختلالاتو او عوارضو دمنځته راتلو باعث ګرځي لکه دزړه راجيګيدل ، کانګې ، سرګرځيدل او رنګ الوتل يخني خولى او په خوله کې داوبو زياتوالى په درياب کې دحرکت له کبله دموټر څخه دحرکت په نسبت داناروغي زياته وي هر عمر په کسانو کې ليدل کيږي او ټول سفريه اوږدوالى کې موجودوي چې له سفر وروسته په دوه درى ورځو کې پخپله له منځه ځي .

درملنه[سمول]

هغه کسان چې هغوي کې ددي ناروغۍ سابقه موجود وي مخکې له دي چې په کشتۍ يا موټر کې په سفر کولو پيل وکړى بايد چې tab dramamin يا Tab gravrnate او Tab avaminيا syp او يا بل هستامين ضد دوا له حرکت څخه نيم ساعت مخکې وخوروي او کله چې په سفر پيل وکړو لويان يو دانه او کوچنيان نيم دانه يو ساعت وروسته له سفر څخه وخوروي نو دناروغۍ دواقع کيدو څخه به ونيسې او که چيرته دناروغۍ نښې ښکاره شي نو دادوباره چندان تاثير نه کوي تر څو يي چې مقدار زيات شي نو بيا يو څه تاثير کوي که چيرې په ناروغ دخولې له لارې دارونه شي اخيستى کولى شو دعضلى له لارې يي زرق کړو او يا يي په کوچنيانو کې دريکتوم دلاري تطبيق کړو .


دغره نيول[سمول]

داچې په لوړه ارتفاع کې هوا رقيقه او جوي فشار کميږي نو څنګه چې په سږو کې دوينې جريان ته اکسيجن داخليدل په زياته اندازه دجوي فشار کم وي ددي باعث ګرځي چې بدن پوره اندازه اکسيجن وانه خلى او دمسله په هغو کسانو کې رامنځته کيږي چې له ټيټې سطحې څخه لوړې سطحې يا دغره څوکو ته وخيژې ځکه چې هلته اکسيجن کم او بدن ته پوره نه رسيږي .

دناروغۍ نښې نښانې[سمول]

دناروغۍ نښې له عصبانيت ، سيړتيا ، دسرګرځيدل ، ساه تنګي له دماغ څخه وينه راتلل اکثره دپوزې لارې او دسترګو ديد تار تار کيدل کيدو څخه عبارت دي انسان په دوه درې ورځو کې له رقيقې هوا څخه سره عادت کيږي هغه کسان چې قلبي يا دزړه ناروغي لري که چيرته دغره په نيولو اخته شي کيداي شي ومرې .

درملنه[سمول]

په خفيفو موادو کې بايد مبتلا شخص استراحت وکړې له ګرځيدو راګرځيدو دي ډډه وکړي په شديد حالتونو کې بايد ناروغ ته اکسيجن ورکول شي او هغه اشخاص او کوچنيان چې جسماً کمزوري وي هيڅکله بايد لوړ ارتفاعاتو ته ونه خيژي که په لوړه څوکو کې څوک دايمي اوسيدو اراده نه لري او يوازې دساعت تيرې او سيل لپاره خيژې کوچنيان دي دځان سراه نه بيايي او که دايمي استوګنه اختياروي لکه کوچنيان او مالداران نو ورو ورو ورسره عادت کړي که چيرې څوک ٣٥٠٠ -٤٥٠٠ متره ارتفاع ته لوړه شي نو دتنفس مقداري زياتوالى په دقيقه کې وي او بعضې وخت خوب راتلل او سردردي پيداکوي لدې څخه لوړه ارتفاع زړه راجيګيدل او کانګې پيداکوي پو په بعضې اشخاصو کې هيڅ تغيرات نه رامنځته کيږي له ٦٠٠٠ متره څخه په لوړه ارتفاع کې بې هوشى رامنځته کيږي او په معدي او کولمو کې موجوده ګازات انبسا ط کوي چې دخيټې درد او ناراحتي باعث ګرځي او که چيرته دطيارې په ذريعه لوړې ارتفاع ته ختل وي نو داکوم تاثير ځکه نه وار دوې چې دوي دطياري داخلي هوا مصنوعاً دځمکې فشار له سره برابر ساتل کيږي .

دکاربن مونو اکسايد په ګاز مسموميدل[سمول]

داچې دکاربن مونو اکسايد ګاز دلرګو او سکرو له سوزيدو څخه رامنځته کيږي چې دکوټې دګرمولو او يا پخلى په وخت کې صورت نيسې همدارنګه دلوګو لکه دموټرو لوګى او داسې نوروکې دکاربن مونو اکسايد موجود وي داچې کاربن مونو اکسايد ګاز له هيمو ګلوبين سره ترکيبيدو خاصيت لري کله چې داګاز په زياته اندازه تنفس شي نو دوينې په سروکروياتو کې داکسيجن ځاى نيسې چې په حجراتو کې اکسيديشن دعمل چې ژوند لپاره ضروري دي مخه نيسې چې په نتيجه کې تسمم واقع کيږي داچې کاربن مونو اکسايد ګاز بي رنګه او بي بويه وي نو انسان فکر ځانته نه اړوي چې له همدې امله يي خطر لاپسې زيات وي .

دناروغۍ نښې[سمول]

داکاربن مونو اکسايد په ګاز دمسموميدو نښې دبدن په مقاومت عمر ګاز په غلظت او دهغه سره په تماس په وخت پورې اړه لري يعنې څومره چې مقاومت او عمر کم وي او دګاز غلظت زيات وي نو انسان پرې زيات مسموم کيږي او ژر له منځه ځي که چيرته دګاز غلظت کم وي نو ناروغ په سر درد سر يي ګرځي او تنفس بطي کيدو اخته کيږي وروسته کلاپس Collapse اغما او بلاخره مرګ واقع کيږي .

درملنه[سمول]

ناروغ ته تر هغه وخته پورې اکسيجن ورکړي تر څو چې په هوش نه وي او تنفس يي عادي حالت ته نه وي راغلى که تنفس نه شي کولى نو بايد مصنوعي تنفس ورته شروع کړي هغه خونه چې تسمم په کې واقع شوي وي بايد دروازې خلاصې او ناروغ ورځينې بل ځاى ته نقل کړي . ميندو ته پکار دي چې خپل کوچنى دلوګي او اور بلولو ځاى ته پريږدي او هيڅکله دي په خونه کې دسکرو منقل ته تازه کوي او هغه کوټه چې په هغې کې منقل ايښې وي بايد کړکۍ او دروازې يي تر يوه وخته خلاصه پريښودل شي او که چيرې سر معمولى درد وکړي نو منقل دي داطاق څخه وباسي دروازې او کړکۍ خلاصې کړي تر څو نوى اطاق ته داخل او زهرې هوا خارج شي .

دکوچنيانو لخوا دخزنده وژونکو دواګانو خوړل[سمول]

يو شمير دواګانې چې اصلاً په کور کې دحشراتو او خزنده ګانو دوژلو لپاره ساتل کيږي لکه Ovotran Neotran D F D T , D T E , D D T او داسې نور چې ماشومان ، سپږو ، وينو ، مچانو او موږکانو دوژلو لپاره پکار راځي دلويانو او کوچنيانو لخوا قصداً ځان وژنې او يا سهواً په غلطي کې خوړل کيږي چې خطرناک واقعات رامنځته کوي . که چيري ذکر شوي مواد چې په جامد او مايع شکل پيداکيږي په زيات مقدار وخوړل شي نو انسان له منځه وړي او که چيرې په لږ مقدار وخوړل شي نو يو شميراختلالات او ګډوډي رامنځته کوي . D. D. T تر ټولو زيات سمي خاصيت لري که چيرته ٢٠ ګرامه دغټانو لخوا وخوړل شي نو شديد عوارض رامنځته کوي چې دپنځو هفتوپورې دوام پيداکوي. D.D.T په مغزوکې په حرکې قشر تاثير کوي او لرزش دعضلاتو ضعف او بلاخره تشنج رامنځته کوي. Ovotraoan دپوستکي دحساسيت او تحريک باعث ګرځي T.P.E دفوق الکلى غدې دفعاليت کميدو باعث ګرځي دمسموميت اصلي نښې چې دپورتنيو تر کيباتو څخه رامنځته کيږي چې عبارت دي له کانګو ، لرزش او اغماء څخه.

درملنه[سمول]

که چيرته دکومو کوچنيانو او ياغټانوله خوا حشره وژونکى مواد وخوړل شي لاندې اقدامات په نظر کې ونيسې .

  1. ١ :

دمعتدلو اوبو په واسطه دمعدې منځل

  1. ٢:

که چيرته دمعدې منځلو شرايط برابر نه وي نيم ليتر معتدلې اوبه پري وڅښې اودهغې وروسته ناروغ کانګو کولوته تحريک کړئ .

  1. ٣:

سهل مواد لکه سوډا سلفات ٣٠ګرامه په ٢٥٠ملى اوبو کې حل کړي او په ناروغ شخص يي وخورئ .

  1. ٤:

دناروغ پوستکى دصابون او اوبو په ذريعه ومنځي ،

  1. ٥:

که چيرته دتنفس په تعدادکې کموالى راغلى وي مصنوعي تنفس ورکړي.

  1. ٦:

که چيرته تشنج واقع شوي وي نو ١٠٠ ملي ګرامه Phenobarbitat دپوستکي لارې ته زرق کړي ترڅو چې تشنج نه وي رفع شوي هر يو ساعت وروسته دي ورته دپوستکى لاندې زرق ته ادامه ورکول شي .

  1. ٧:

او يادوريد لارې ١٠فيصده کلسيم ګلوکونات Calcium Gluconate ١٠ ملى. بايدزرق شي چې حجراتو بهترين محافظ ګڼل کيږي ناروغ ته بايد هيڅکله محرک داروګان لکه Adrenalin يا Epheneprin ورنه کول شي ځکه چې زيات خطر لري بايد خزنده وژوکى درمل په کور کې دميندو لخوا په مناسب ځاى کې وساتل شي تر څو هلته کوچنيان په کې لاس وهنه نه شي کولى که چېريه دځګر ضايعات رامنځته شوي وي نو ناروغ ته دي ويټامينونه او قندي مواد ورکول شي همدارنګه که چيرته W.B.C تعداد په وينه کې په هر ملى ليتر مکعب کې له ١٠٠٠ څخه کم وي نو دعضويت له منځه وړلو لپاره انتي بيوتيک ورکول ضروري دي . که چيرته تشنج شديد وي اوزيات دوام وکړي دناروغ په مړينه تماميږي په نورو حالاتو کې ناروغ ورو وروتر ٢ مياشتو پورې روغوالى مومي .

دکوچنيانو لخوا دتيلو بنزينو اونفتو څښل[سمول]

اکثره کوچنياو دناپوهي له کبله دخاوروتيل پطرول او نفت چې په کور کې درڼا بلولو او اوربلولو لپاره استعماليږي څـښې او ډول ډول ستونزې منځته راوړي .

نښې[سمول]

دتيلو دڅښلو وروسته لاندې نښې رامنځته کيږي زړه راجيګيدل ، کانګې کول ، سردرد، نبض سريعوالى اونامنظم کيدل ،سرګرځيدل ، بي قراري ،هيجان اوبلاخره عصبي تشوشات (دپرسيون) رامنځته کوي په مزمنو مسموميتونو کې کم خونې ماکروسيتر دګرانولوسيتونو دتعداد کموالى او خون ريزې رامنځته کيږي .

درملنه[سمول]

که چيرته دکوم شخص ذکر شوي ماده خوړلى وي معده يي ومنځل شي او ياکانګې دواستونکې دوا او تاکتيکونه په کار واچول شي او له کولمو څخه دي او ددي موادو دايستلو لپاره مسهل لکه پارافين مايع ورکول کيږي داعصابو تحريکولو لپاره بايد په احتياط سره دامونياک ګازونه استنشاق شي که چيرته ذکر شوي نفت په استنشاق شوي وي نو ناروغ دياازادي هوا ته بوتلل شي او دضرورت په وخت کې بايد مصنوعي تنفس ورکول شي که چيرته دتيلو مقدارکم وي هيڅ ډول عوارض نه رامنځته کوي ددي موادومسموميت دومره خطر ناک نه وي په ډيرو کمو واقعاتو کې مړينه رامنځته کيږي د درد تسکين لپاره دپوستکي لاندې ١٥ګرام مورفين ورته زرق کيږي دعصبي وقفې دمبارزې لپاره ناروغ ته محرک داروګان ور کول کيږي .

ترخه بادام او ترخه زړې او دهغوي خوړل[سمول]

بعضې وخت کوچنيان او دمکتب دعمر هلکان دبادامو ، زردالو او داسې نورو ترخه زړې خورې که چيرته ذکر شوي زړې په ډير مقدار کې وخوړل شي لاندې عوارض رامنځته کوي . دناروغ له خولى خولى څخه دترخو بادامو بوي راتلل په شعور کې خلل راتلل خوب راتلل او دسرګرځيدل ، سردرد، زړه راجيګيدل ، کانګې کول اتاکسي ، ميتيازو مخصوص بوي او قهوي رنګ اختياروې تشنجې حرکتونه تنفس ضعيفوالى ، سترګو نامنظم کيدل ،نفس تنګې هذيان ، سيانور ، اغمااو بلاخره ، تنفس توقف دناروغې له نښو څخه عبارت دي .

درملنه[سمول]

که چيرته داسې شخص وګورې چې ترخه بادام او يادهغه غوړى خوړلى وي نو لاندې اقدامات بايد اجراکړل شي .

  1. ١:
معدې منځل يا کانګې رواستونکى دوا ورکول .
  1. ٢:

ناروغ ته Ammonium carbonate ٠.٦ ګرامه ٠.١٢ ګرامه ورکول .

  1. ٣:

ناروغ ته محرک دوا ورکول .

  1. ٤:

دناروغ سينې ته ګرم او يخ کمپوس ورکول که چيرته سمې ماده استنشاق شوي وي پورتنې دقدامات بايد صورت ونيسې خو دمعدې منځل ضرر نه لري او که چيرته سمې ماده له پوستکې سره تماس ولري بايد ککړ شوي جامې له ناروغ څخه وايستل شي او دناروغ پوسيکى په اوبو او صابون پاک ومنځل شي ناروغ ته ضرورت په وخت کې اکسيجن او يا مصنوعي تنفس ورکول هم ضروري ګڼل کيږي .

کوچنى ته تر ياک ( Opium ) ورکول[سمول]

بعضې ميندې خپل کوچنې ته دخوب ورکولو تر ياک ورکوي تر څوچې ونه ژاړې او يا دزکام او ټوخې درفع کولو لپاره سرته رسوي چې لږ مقدار سره کوچنى مسموم کولى شي او زيات خطر رامنځته کوي همدارنګه په لويانو کې هم دترياکو خوړل تسمم رامنځته کوې ځينې ميندې دکوکنارو غوړي جوش کوي او اوبه يي کوچنيانو ته ورکوي چې داکار هم دخطر څخه خالي نه وي .


دناروغۍ نښې[سمول]

اول کوچنې په راحت او نشه کې وروسته سردرد کوي سستي په کې ليدل کيږي سر پرې ګرځې او دسترګو کسې په شديد ډول تنګوالى کوي (pinpoint pupils ) اول نبض چتک او قوي وي خو وروسته ورو او ضعيفه کيږي خوله او ستونى وچوالى کوي او په تدريجي ډول خپل هوش دلاسه ورکوي اول وخت ناروغ په مشکله له خوب څخه رابيدارولي شو چې وروسته خوب او بي هوشي دومره شدت اختياروي چې ناروغ نه بيداريږي دبدن عضلات شل والى کوي دناروغ لاندې ژامه دعضلاتو دستوالى له امله زوړنده وي وتنفس حرکتونه ډير ورو په يوه دقيقه کې ٣-٤ حرکتونه کيږي تنفس يي نامنظم سطحې او خر خر ورسره ملګري دبدن دتودوخې درجه اودوينې فشار کميږي همدارنګه ځينې نورې نښې لکه پوستکى راشونه قبضيت ميتيازو بنديدل سيانور ضعف رنګ الوتل او په بدن کې يخې خولې راتلل هم ليدل کيږي په اخر وخت کې په کوچنيانو کې تشنج واقع کيږي دسترګو کسې پراخه کيږي او داغما حالت رامنځته کيږي چې په مرګ تماميږي .

درملنه[سمول]

دناروغ معده بايد ١\١٠٠٠ پوتاشيم پرمنګنات په محلول ومنځل شي او دمعدې دمنځلو وروسته بايد ٣٠ګرام مګنيزيم سلفات هم معدې ته ورسول شي همدارنګه ناروغ ته دي فعال کاربن پوډر په زيات مقدار ورکول شي که چيرته تنفس له توقف سره مخامخ شوي وي نو دوريد ل لارې دي ناروغ ته ١٠-٥ ګرام پورې نالو رفين (Nalorphine ) ورکول شي او دضرورت په وخت کې دي ١٠-١٥ دقيقې وروسته بيا ورته تکرارشي همدا ډول دوريد له لارې ٠.١٥ ګرام کافين او بنزوات دوسو ورکول هم فايده کوي او يا دي غليظ قهوه ورکول شي . همدارنګه Ephedrine suphate ٣٠ګرام دعضلې له لارې زرق کول اويا ٤٠ ګرام سلفات مفتامين دوريد له لارې ورکول کيږي چې ذکر شوي زرقيات هر يو نيم ساعت وروسته تکراريږي تر څو ناروغي له بي هوشي څخه راووځي او تنفس عادي حالت اختيار کړي ناروغ ته بايد ٩٥فيصده او اکسيجن او کاربو ليک ګاز سره مخلوط ور کول شي ناروغ بايد بيدار او په هوش کې وساتل شي او يا له نورو لارو چارو کار واخيستل ش دناروغ وضعيت ته بايد ژر ژر تغير ورکول شي تر څو پنومونې هيپو ستاتيک واقع نه شي که چيرته داغما حالت اوږدوالى وکړي دناروغ مثانه دي له ميتيازو څخه دسوزيدو په ذريعه خالې کړل شي .

دايتانول يا Ethyl Alcohol خوړل[سمول]

ايتايل الکول چې عامه اصطلاح کې ورته شراب يا براندي او ويسکى ويل کيږي بعضې بد بخته او عياش کسان يي له خوړلو سره عادت لري چې په بازارونو او هوټلونو کې يي خوري او ځينې بي تميزه او رزيل اشخاص يي له ځان سره کورته وړې چې هلته يي خورې نو ځينې کسان او کوچنيان يي هلته په غلطي او سهوې سره دنورو شربتونو په ګمان او اشتباه سره خورې . او پري مسموم کيږي او که بد بخته او ګناه ګار معتادين يي له حد څخه زيات استعمال کړي هغوې پري هم مسموميږي بايد وويل شي چې ايتايل الکول په طبابت کې په مختلفو فيصدو ديو محلول او انتي سيپتک په توګه استعمالوي .

دمسموميت نښې[سمول]

دايتايل الکولو دمسموميت نښې عبارت دي دحرکتونو دهماهنګۍ له نشتوالى خوسحالي او هيجان چې وروسته په پريشانې او پرسيون تماميږي دزړه درد، دزړه راجيګيدل کانګې کول سردرد عضلاتو ضعف ګرځيدل ، اتاکسې ، هذيان ، نبض تيزوالى او ضعيفتيا دبدن دتودوخې تنفس تنګي ، سيانور له هوش څخه تلل دوينې دوران کلاپس او اغما څخه چې مرګ هم لدي مسموميت څخه هغه وخت واقع کيږي کله چې تنفسي سيستم په فلج باندې اخته شي .

درملنه[سمول]

ددې مسموميت درملنې لپاره بايد معده ١-٣ فيصده سوديم سترات يا سوديم باي کاربونيتor sodium citrate Na (HCO2)3 او يا مګنيزيم اکسايد محلول او دصابون داوبو په ذريعه منځل کيږي له قي راوستونکو دواګانو خصوصاً اپوموفين څخه دي ډډه وشي ځکه چې دعصبي مرکز سيستم دلازياتې وقفې او ضعف باعث ګرځي . ناروغ ته وسهل په توګه بايد Magnesium sulphat په ٦٠ ګرام مقدار سره ورکول شي همدارنګه دعصبي مرکز محرکى دواګانې لکه کافين او يا ٠.٥ ګرام کافين او بنزوات دوسو دعضلې له لارې بايد ورته ترزيق شي او يا دي ٠.٢٥ګرامin ephedrine دعضلى دننه او يا دپوستکې لاندې ورته زرق کړي شي دامونياک محلول دي وريوي او استنشاق کړل شي همدارنګه بايد مسموم شوي شخص ته مخصوص تنفس د٩٥ فيصده اکسيجن او ٥ فيصده په اندازه کاربونيک سره مخلوط ورکول شي . ناروغ بايد ګرم وساتل شي او وضعيت ته دي وخت په وخت تغير ورکول شي تر څو دپنومونې څخه وژغورل شي .

تنباکو نصوارو اوسګرټو مسموميت[سمول]

داچې په تنباکو کې يوه ډيره زهري ماده چې Nicotine ورته وايي موجود دي که چېرته دهغې ٢ ګرامه وخوړل شي دمړينې باعث ګرځي چې يوازې له دوه دانو سګرټو څخه حاصليداي شي چې ځينې کوچنيان يي چې خپلو پلرونو دعادت ځينې تقليد کوي او يا په غياب کې استعماليږ يچې لدې امله ذکر شويو مادو په تنظيم اخته کيږي .

دتسمم نښې[سمول]

که چيرته سګرت او يا نصوار په زيات مقدار استعمال شي او يا دکوچنيانو لخوا په کم مقدار هم استعمال شي نو تسمم واقع کيږي چې نښې په لاندې ډول دي هيجان ، فکر ،ګډوډوالى ، ناقراري ، دعضلاتو انقباضات او ضعف واقع کيږ ي دخولې لاړې زياتيږي دزړه راجيګيدل کانګې او اسهال هم واقع کيږي او پوستکې يخ او مرطوبيږي او رنګ يي الوزې دناروغ بدن خولې کوي دنبض ضربانات کله سريع او کله بطي کيږي ان نامنظم شکل اختياروې دوينې فشار اول لوړ او وروسته ټيټيږي تنفس چټک او ژور کيږي که چيرته دسم مقدار زيات وي پورتنې ترتيب ګډوډيږي . چې مسموميت دزياتوالى په صورت کې لاندې نښې ليدل کيږي لړزيدل دزړه ټکان سترګو کسى اول تنګ او وروسته پراخه کيږي سردرد ،سرګرځيدل ، اودليدلو په حس کې اختلال واقع کيږي او بلاخره دفکر اغتشاش کلاپس او اغمامنځته راځي . که چيرته دسمې مادي مقدار له دي هم زيات وي نو دعصبي مرکزي سيستم فلج او دزړه دضرباناتو اختلال منځته راځي اوناروغ دتنفسي سيستم دفلج له امله په حق رسيږي .

درملنه[سمول]

  1. ١:

اول بايد ناروغ ته اسيدتانيک ورکول شي او وروسته يي معده ومنځل شي .

  1. ٢:

فعال کاربن ورکول شي .

  1. ٣:

مصنوعي تنفس ورکول يا دمصنوعي تنفس له دسيګاه څخه استفاده کول په هغه وخت کې چې تنفسي عضلات فلج شوي وي .

  1. ٤:

اکسيجن ورکول کيږي .

  1. ٥:

ناروغ ته ٤-٨ سانتي متر مکعب نيتريت اتيل ورکول .

  1. ٦:

دعضلى له لارې Ephecrine sulphate In په ٣٠ ملى ګرامه زرق کول او يا دوريد لارې Ing Amphelamin 40mg زرق کول .

  1. ٧:

دسر له پاسه يخه مشکوله کيښودل او يا په سر يخې اوبه اچول .

  1. ٨:

بدن ګرم ساتل . له پورتنيو اقداماتو سره ناروغ په تسمم کې ښه والى راځي او ناروغ ورو ورو عادي حالت ته راګرځي پلار او مور او نور نژدې کسانو ته پکار دي چې دخپلو کوچنيانو په مخ کې سګرټ او نصوار استعمال نه کړي او ميندې بايد چې ذکر شوي مواد دخپلو بچيانو څخه په خوندي ځاى کې وساتي کوچنيان له دي مصيبت څخه په امن کې پاتي شي نو يا خوبه مسموم او يا کم تر کمه به ورسره عادت شي .

سوځيدل Borne[سمول]

تعريف که نسج يو سوځونکې جسم سره په تماس کې شي سوځيدل منځ ته راځي لکه حرارتي سوځيدل برورتي ولمر وهل دراديو اکتيف شعاع په واسطه سوځيدل برق نيول او صاعقي يا الماسک يا تندر Lightennning وهل او همدارنګه په کيمياوي موادو باندې سوځيدل .

حرارتي سوځيدل[سمول]

           هر هغه وخت چې جسم تور يا ګرم شى سره په تماس راشي سوځيدل منځ ته راځي کيداي شي چې سوځيدونکى شى چې دګاز په شکل مايع په شکل او يا دجامد په شکل وي لکه سره اوسپنه ،جوش شوو اوبو بخار او جوش او به غوړي تيل او داسې نور سوځيدل دانساجو دتخريب سبب ګرځي او کيداي شي چې دغه کم او يا زيات وي او بعضې وخت دمرګ سبب هم کيداي شي حرارتي سوځيدل په دوه ډوله دي .
  • ١:
وچ سوځيدل 
  • ٢:

لوند سوځيدل .

١: وچ سوځيدل :[سمول]

دغه قسم سوځيدل داور لمبې پواسطه پيداکيږي او دغه قسم سوځيدل مختلفې درجې لري .
  • اوله درجه : چې دغه قسم سوځيدلو کې پوستکې سور والى پيداکوي .
  • دوهمه درجه : په دي قسم کې Epidermis په طبقه کې تڼاکې ليدل کيږي .
  • دريمه درجه : په دي قسم کې انساج سوځول کيږي .
  • څلورمه درجه : په دي قسم کې انساج له سکر بدليږي .

٢: لوند يا مرطوب سوځيدل :[سمول]

دغه قسم سوځيدل دمايع شيانو په واسطه منځ ته راځي او په دي قسم سوځيدو کې اوله درجه دوهمه درجه او دريمه درجه ليدل کيږي 
               او همدارنګه په دي قسم سوځيدلو کې ويښته نه سوځي بلکه دخپل ځاى څخه وتلى شي که په دوهمه درجه دسوځيدو کې دوجود کمه برخه سوځيدلى وي شايد دمړينې سبب وګرځي او که په دريمه درجه کمه برخه سوځيدلې وي بيا هم دمرګ سبب کيږي 
        او په ماشومانو کې مرګ ژر پيداکيږي په سوځيدو کې عصبي تاثيرات او تو کسيکي تاثيرات دواړه ليدل کيږي  نبض بطي وي ناروغ سطحې تنفس کوي  دحرارت درجه يي ښکته وي دوينې فشار يي هم ښکته کيږي نارامي،کوپيس ، استفراقات ، تنده ، دشعور نشتوالى او هزياناتو ويل په کې ليدل کيږي که په کې Anuria  وليدل شي انزار يي خراب وي په سوځيدوکې دمرګ سبب په صحيح ډول ندي معلوم مګر پدي باره کې مختلفې نظرې موجود دي که مرګ ژر رامنځته شي هغه سبب شاک ګڼي دغه قسم زياتوالى هم دمرګ سبب ګڼي ځکه چې دسوځيدو په حادثه کې دوينې او په پلازما ډيره ضايع کيږي خصوصاً په دوهمه درجه سوځيدو کې همدارنګه داعضاو تنفسي Cation intoxi  پروتين له زيات تخريب څڅه پيداکيږي هم مرګ منځته راځي په دي باره کې يوه بله نظريه موجوده ده چې هغه Histamine  له زياتوالي څخه منځته راځي چې Cholinestras  او Acetylcholine  سيستمونه تنبه کيږي چې دغه کيفيت دوينې فشار ښکته کوي او بلاخره محافظي تشوشات هم رول لري څه وخت چې صوځيدو په اثر کليه ماوفه شي اطراحيه تشوشات منځته راځي چې په دي وخت کې نايتروجن زياتيږي چې دغه حادثه په ناروغ کې کوپس منځته راوړي چې اخر کې دمرګ سبب کيږي همدارنګه Anaphatic shock  هم دوروستيو دمرګ سبب کيږي چې ددولسمې ورځې څخه وروسته دپروتين تخريب اثر پيداکيږي او دمرګ سبب کيږي .


اتوپسي[سمول]

          په اوله درجه سوځيدوکې په اتو پسي کې څه نه ليدل کيږي ځکه چې هغه سورالى چې دسوځيدو په اثر پيداکيږي دمرګ څخه وروسته خپل رنګ ته تغير ورکوي او په خاثف شکل ښکاري او همدارنګه هغه قسمت چې په کاليو پورې پوښل شوي وي هغه تقريباً په اوله درجه سوځيدو کې دومره نه ماوف کيږي مګر په دوهمه درجه سوځيدوکې پوستکې تڼاکې کيږي چې دغه تڼاکې دهغه تڼاکو سره چې پو ستکى دناروغيو په سير کې پيداکيږي تشخيص کړو هغه تڼاکې چې دسوځيدو په واسطه منځته راځي دالبومين او لوکوسيټ مقدار لرونکې وي په دي وخت کې په اکثره کسانو کې داپيدرم برخه بيليږي او دپوستکى قرني طبقه ازاده پاتي کيږي دمرګ څخه وروسته دڅرمن په شکل معلوميږي او نصواري رنګ ځانته نيسي په دريمه درجه سوځيدو کې عضلات په ازيمايي ډول وي او سپين خاکستري رنګ ځانته اختياروي همدارنګه داخلي اعضاو کې دناروغ دماغ ازيما دوينې غلظت دفوق الکلي محافظتي نزمونه او داسې نور حالات ليدل کيږي په څلورمه درجه سوځيدوکې علاوه په پورتنى تظاهراتو او په بعضې نور شيان هم ليدل کيږي دحرارت په واسطه دسر هډوکى ديو څخه بيليږي او له هغو څخه وينه او شحمي مواد خاجيږي همدارنګه ټول رښه اقسام غونجې کيږي او ل دي سببه په پوستکې کې انشعابات پيداکيږي او داور دلمبو په اثر په اوږدو هډوکو کې انفلاقي کسرونه ليدل کيږي دحرارت په اثر په عضلاتو کې شحم پيداکيږي او په مفاصل په يخ ډوله جسد داور په مرکز کې پيداکيږي نودجسد تمام نهايت په سکرو بدليږي او دجسد پاتي برخه Torse  دسوځيدو په نامه ياديږي دسوځيدو اکثره اساب تصادفي وي خصوصاً دمايع شيانو پواسطه سوځيدل اکثره په ماشومانو په تصادفي ډول ليدل کيږي انتصاري ډير لږ ليدل کيږي ددي مسلى دروښانولو لپاره چې ايا شخص دژوند په وخت کې شوي دي او يا دمرګ څخه لاندې مشاهدات په نظر کې وي پوستکى کې سوروالى چې دغه سوروالى دمرګ سره تشخيص شي .

دسوځيدو تڼاکې[سمول]

          که دژوند په وخت کې تشخيص شي نوددي تڼاکو په منځ کې البومين او لوکوسيت مقدار زيات وي وعاي شبکې دسوځيدو په ناحيه کې ليدل کيږي مګر دمرګ دلکو په ناحيه کې نه ليدل کيږي .

د دودتنفس[سمول]

دقصبو په تړلو شعباتو کې د دود تاثيرات ليدل کيږي دکاربن مونو اکسايد زيات مقدار په وينه کې ليدل کيږي . دغه مقدار بايد دعضويت په عميقه دوينې په ناحيو کې تثبيت شي ځکه چې په هغه جسد کې چې دمرګ څخه وروسته دCo په فضا کې ښودل شوي او هم په سطحې ناحيو کې يو اندازه Co ګاز نفوذ کولاي شي چې شعلي په اثر په عکسوي ډول سترګې پټيږي او وروسته په زاويو کې التولت پيداکيږي چې داور دلمبو په اثر سوى نه وي . <1. احمدزى ،ديدار ،دکوچنيانو ځانګړې ناروغۍ اريانا پوهنتون دطب پوهنځى چاپ کال ١٣٨٢ هـ ش . /> <2. الله يار،محمد ظاهر ،عدلي طب ،ننګرهار پوهنتون دطب پوهنځى چاپ کال ١٣٨٦ هـ ش /> <3. ضيا، ضياالدين،حيواني فزيولوژى ،کابل پوهنتون د ښوونى او روزنى پوهنځى ،چاپ کال ١٣٧١هـ ش />

تړلې لیکنې[سمول]

روغتیا انسان