نېمونيا
| نېمونيا ډلبندۍ او باندنۍ سرچينې |
|
| د ټټر د X-وړانګې يو انځور چې باکټېري نېمونيا په ښي سږي ښکاره کوي. | |
| ICD-10 | J12., J13., J14., J15., J16., J17., J18., P23. |
| ICD-9 | 480-486, 770.0 |
| DiseasesDB | 10166 |
| MedlinePlus | 000145 |
| eMedicine | topic list |
| MeSH | D011014 |
نېمونيا د سږو يو تسپودي حالت دی چې په ځانګړې توګه د سږو د پړپوکونو چې د تبې، او د ټټر په راډيوګراف کې د يو لړ موندونو له مخې پېژندل کېږي.[1][2] د سږو د پړپوکونو دغه ډول تسپود يا التهاب د يو ډول انفېکشن په سبب رامېنځ ته کېږي خو د انفېکشن نا اړونده هم يو شمېر لاملونه دي چې د نېمونيا ناروغي راپېښوي.[1] داسې انفېکشن رامېنځ ته کوونکو کې باکټېريا, ويروسونه، چڼاس, او پرازيتونه راځي.[3] د انفکشن نا اړونده نېمونيا بلونکو کې کيميايي توکي، فيزيکي ټپونه، درملي اغېزښندنې او د رګونو د ناروغيو پېچلتياوې شاملې دي.[4][5]
د نېمونيا د ناروغۍ د پېژندلو په نښو نښانو کې ټوخی، ټټرخوږی، تبه او په سختۍ سره سااخيستنه شامل دي.[6] د دغې ناروغۍ په پېژندلو کې د ټټر د X-وړانګې انځور او په آزمېښتون کې د ناروغ د بلغم کتنې اغېزمنې دي.[7] د نېمونيا د ځينې ډولونو د مخنيوي لپاره واکسينونه هم جوړ شوي. د نېمونيا درملنه د ورپېښو سببونو تر پېژندلو وروسته پېل کېږي چې په دغو کې باکټېريايي نېمونيا د انټيوبيوټيکو په درملو دملنه کېږي.
د دغې ناروغۍ د ښه کېدنې اټکل د نېمونيا د ډول، درملنې، نورو روغتيايي پېچلتياؤ او د ناروغ د روغتيايي حالت پورې اړونده دی. نېمونيا يوه عامه ناروغۍ ده او د هر عمر د ډلې خاوندانو کې پېښېږي. دا ناروي په ځوانانو کې، په بوډاګانو کې او په اوندن رنځ اخته ناروغانو کې د مړينې يو تر ټولو لوی سبب دی.[8]
نيوليک |
سرچينې
- ↑ 1.0 1.1 McLuckie, [editor] A. (2009). Respiratory disease and its management. New York: Springer. pp. 51. ISBN 9781848820944.
- ↑ Leach, Richard E. (2009). Acute and Critical Care Medicine at a Glance (2 ed.). Wiley-Blackwell. ISBN 1-4051-6139-6. http://books.google.co.uk/books?id=7u_wu5VCsVQC&pg=PT168. Retrieved 2011-04-21.
- ↑ Jeffrey C. Pommerville (2010). د الکامو د مايکروبيولوژي بنسټونه (9 ed.). Sudbury, Mass: Jones & Bartlett Publishers. pp. 323. ISBN 0-7637-6258-X. http://books.google.co.uk/books?id=RJNQwQB8IxIC&pg=PA323.
- ↑ Lowe, J. F.; Stevens, Alan (2000). Pathology (2 ed.). St. Louis: Mosby. pp. 197. ISBN 0-7234-3200-7. http://books.google.co.uk/books?id=AfVxLi4QTZQC&pg=PA197.
- ↑ Snydman, editors, Raleigh A. Bowden, Per Ljungman, David R. (2010). Transplant infections (3rd ed. ed.). Philadelphia: Wolters Kluwer Health/Lippincott Williams & Wilkins. pp. 187. ISBN 9781582558202. http://books.google.com/books?id=NWa4FJv-eBYC&pg=PA447.
- ↑ Ashby, Bonnie; Turkington, Carol (2007). The encyclopedia of infectious diseases (3 ed.). New York: Facts on File. pp. 242. ISBN 0-8160-6397-4. http://books.google.co.uk/books?id=4Xlyaipv3dIC&pg=PA242. Retrieved 2011-04-21.
- ↑ Thomas J. Marrie (2001). Community-acquired pneumonia. New York: Kluwer Academic / Plenum Publishers. pp. 35. ISBN 0-306-46432-2. http://books.google.co.uk/books?id=12k1sTIyp1kC&pg=PA35. Retrieved 2011-04-21.
- ↑ Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified (2008). Causes of death in neonates and children under five in the world (2004). World Health Organization..