نېكولو مكياوېلې

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د لوېديز فيلسوف
Santi di Tito - Niccolo Machiavelli's portrait headcrop.jpg
نوم: نېکولو مکياوېلې
زېږېدنه: ۵، ۳، ۱۴۶۹ ز.پ
مړينه: ۶، ۲۲، ۱۵۲۷ ز.پ
ښوونځی/دود:

نېکولو مکياوېلې د ۱۴۶۹ ز کال د مې د مياشتې پر درېيمه نېټه په فلورېنس کې زېږېدلى دى. هغه د برنارډو دي نېکولو مکياوېلې دويم زوى دى. پلار يې يو وتلى او منلى قانونپوه او د قضاوت په دنده بوخت و. مور يې بارټولوميا دي سټيفانو نيلي نومېده او هغوى دواړه د پخواني فلورېنس له اشرافيانو څخه وو.

اصلاً د نوموړي ژوند په درې دورو وېشل شوى چې هره دوره يې په يوازې سر د فلورېنس په تاريخ کې يوه څرگنده او ارزښتناکه دوره شمېرل کېږي. د هغه د ځوانۍ دوره د اعليحضرت لورينتسو تر واکمنۍ او مشرۍ لاندې د فلورېنس له سترتوب سره يوځاى تېره شوې ده چې په ايټاليا کې يې د يو ستر زبرځواک حيثيت درلود.

په فلورېنس کې د مېديچيانو واکمني په ۱۴۹۴ز کال راوپرځېده او مکياوېلې په همدې کال کې په سياسي خدمت بوخت شو. د ماموريت پر مهال يې فلورېنس تر يو جمهوري حکومت لاندې خپلواک و، چې دغې ادارې تر ۱۵۱۲ز کاله پورې دوام وکړ او په ۱۵۱۲ز کال کې مېديچيان بيا واک ته ورسېدل او مکياوېلې خپله دنده له لاسه ورکړه. مېديچيانو په دويم پېر کې له 1512ز کال څخه تر ۱۵۲۷ز پورې حکومت وکړ او يو ځل بيا راوپرځول شول، چې دا وخت د مکياوېلې د ادبي فعاليت او زيات نفوذ پېر شمېرل کېږي. خو هغه د مېديچيانو تر دويم ځل ايستلو وروسته د ۱۵۲۷ز کال د جون پر ۲۲مه نېټه، د ۵۸ کلونو په عمر، پرته له دې چې خپله دنده بېرته ترلاسه کړي، له دې نړۍ څخه سترگې پټې کړې.

د زلميتوب دوره

که څه هم د مکياوېلې د زلميتوب په اړه دومره څه نه دي ويل شوي، خو فلورېنس په دغو ورځو کې دومره مشهور و چې کولى شو د دې نوميالي او وتلي ښاري مخکنى چاپېريال په اسانۍ نظر ته راولو.

فلورېنس يو داسې ښار بلل شوى چې دوه ډوله ټولواکيو پرې واکمني کړې ده؛ يو ډول يې د يوه توندخويه واکمن ساوونارولا (Savonarola) تر مشرۍ لاندې او بل ډول يې د ښکلا او برم مينه وال لورينتسو (Lorenzo) تر مشرۍ لاندې تېره شوې ده. که څه هم ساوونارولا يو ځل د فلورېنس پر خاوره ډېره اوږده واکمني درلوده، خو پر مکياوېلې يې اغېز ډېر لږ و او په دې کتاب کې يوازې د يوې بېلگې په توگه ورته پکار شوى دى. خو د لورينتسو د واکمنۍ پر مهال د مېديچيانو شان او شوکت مکياوېلې په کلکه اغېزمن کړى و. ځکه هغه په خپلو ليکنو کې د دې واکمن زياته يادونه کړې او دا هم د لورينتسو لمسى و چې مکياوېلې خپل کتاب ټولواک ورته ډالۍ کړى دى.

مکياوېلې په خپل اثر ((د فلورېنس تاريخ - The History of Florence)) کې د يو شمېر زلميانو ژوند انځور کړى، چې د زلميتوب دوره يې ورسره تېره کړې ده. هغه ليکي چې هغوى د جامو په اغوستلو او د ژوند په تېرولو کې تر خپلو نيکونو ډېر خپلواک و. خپل وخت يې په لوبو او پيسې يې بېځايه پر ښځو لگولې، د هغوى بنسټيز هدف دا و چې وښيي ترټولو ښې جامې يې پر ځان دي. هغوى به په ډېر هنر غږېدل او پر يو- بل يې ټوکې ټکالې کولې. د هغوى په منځ کې چې به چا پر نورو مسخرې وکړې او هغه به يې سپک کړ، تر ټولو هوښيار به بلل کېده. مکياوېلې خپل زوى گيډو Guido ته په يو ليک کې څرگندوي چې ولې بايد زلميان د خپل ليک- لوست له لرلي فرصت څخه پوره گټه پورته کړي او موږ دې پايلې ته رسوي چې مکياوېلې پخپل زلميتوب کې ډېر بوخت و.

هغه کاږي چې ما ستا ليک ترلاسه کړ، ډېر خوښ يم، په تېره بيا چې ته روغ- رمټ يې او زما لپاره تر دې بل ښه زېرى نه شته. که پاک خداى موږ دواړو ته ژوند راکړى و، زه به له تا يو ډېر اوچت شخصيت جوړ کړم، خو په دې شرط چې ته دې خپله ونډه ترسره کړې. بيا يې په يوې نوې خبرې تشويقوي او کاږي چې دا به ستا لپاره ښه وي، خو اړينه دا ده چې لوست وکړې او د دې لپاره چې له ناروغۍ د تل لپاره خلاص شې، د ليک- لوست او موسيقۍ د زده کړې دردونه او ستونزې پر ځان تېرې کړه. ځکه که ته ماته وگورې، د يو ډېر بې ارزښته مهارت په لرلو زما څومره درناوى کېږي.

زويه! که غواړې چې ما له ځانه خوښ وساتې، ځانته برياوې او وياړ وگټې، تل رښتينى اوسه او زده کړه وکړه. ځکه نور خلک به هغه وخت ستا مرستې ته تيار وي چې ته د خپل ځان مرسته وکړې.

د سياسي ژوند دوره

د مکياوېلې د ژوند دويم پېر د فلورېنس د خپلواک جمهوريت په چوپړ کې تېر شوى، چې په ۱۴۹۴ز کال کې د مېديچيانو له راپرځېدو څخه تر ۱۵۱۲ز کاله پورې، چې د هغوى د بياراتگ کال دى، دوام وکړ.

مکياوېلې په يوه دولتي اداره کې تر څلور کاله خدمت وروسته د فلورېنس د جمهوري دولت د خپلواکۍ او سولې د لس کسيزې شورا د دارالانشا مشر وټاکل شو او هغه په دې وخت کې د جمهوريت د چارو په پر مخ بېولو کې ډېره ونډه درلوده او په دې اړه موږ د هغه گڼ شمېر فرمانونه، لاسوندونه، صادره او وارده سياسي مکتوبونه او د هغه خپلې ليکنې لرو، هغه زيات شمېر مهم سياسي ماموريتونه ترسره کړي او د فلورېنس د ملي لښکرو په جوړولو کې يې زياتې هلې ځلې کړي دي. د هغه لومړى ماموريت په ۱۴۹۹ز کال کې د کاترينا سفورتسا Catherina Sforza() دربار ته و، چې په ټولواک کې يې د (My lady of Forli) په نامه ياده کړې او د هغې له چلند څخه يې زده کړل چې پر کلاگانو له ډډې وهلو څخه ښه دا ده چې سړى د ملت اعتبار ترلاسه کړي، چې دا د مکياوېلې يو له مهمو اصولو څخه و او په مختلفو لارو يې پر دې ټکي ټينگار کړى دى، او ښوولې يې ده چې دا موضوع د ټولواکو لپاره حياتي ارزښت لري.

په ۱۵۰۰ز کال کې د پيزا پر ښار د جگړې د دوام په اړه د خبرو اترو لپاره د فرانسې د پاچا دوولسم لوېي دربار ته لاړ او دا هغه پاچا دى چې په ايټاليا کې يې پنځه سترې تېروتنې کړې وې او په پاى کې له ايټاليا څخه بهر وشړل شو، چې په ټولواک کې يې په لنډه توگه يادونه شوې ده. د مکياوېلې د سياسي ژوند ډېرى برخه پر هغو پېښو بوخته وه چې د شپږم پاپ الکسانډر او د هغه د زوى سيزار بورجيا (Cesar Borgia) ((ډيوک ولنټينو)) له ځانپالنې او واکپالنې څخه رامنځته کېدې او د همدې دواړو اعمال د ټولواک زياتره برخه جوړوي.

مکياوېلې يو نيواکگر ته چې غواړي يو هېواد تر نيولو وروسته پخپله ولکه کې وساتي د ډيوک اعمال د تقليد لپاره وړاندې کوي. بې له شکه هغه د ډيوک د اعمالو له بېلگې څخه پرته د تقليد لپاره بله ښه بېلگه نه شوه پيدا کولى. له دې کبله د ځينو گوت نيوونکو له خوا سيزار بورجيا د ټولواک اتل بلل شوى دى. خو ډيوک په ټولواک کې د يوې داسې څېرې په توگه ښودل شوى چې د نورو د بخت په راختلو ټولواکۍ ته رسېږي او د هغوى د بخت په پرېوتو راپرځېږي. يوه داسې څېره چې ټول هغه تدابير يې ونيول چې له يو هوښيار واکمن څخه يې تمه کېده، پرته له هغه يوه څخه چې هغه يې بايد ژرغولى وى. چا چې د هرې کېدونې ناوړه پېښې لپاره تيارى نيولى و، پرته له هغې يوې چې پېښه شوه. داسې څېره چې کله يې ټول توان له کاره لوېږي، په جگ غږ واېي چې دا د هغه گناه نه وه بلکې له وسه پورته او داسې ويرناکه پېښه وه چې هغه يې وړاندوينه نه وه کړې.

په ۱۵۰۳ز کال کې د درېيم پيوس (Pius III) يا پاپ الکسانډر د مړينې پر مهال مکياوېلې روم ته واستول شو، چې د هغه د ځايناستي ټاکنه وگوري او هلته د سيزار بورجيا په تېروتنه پوه شو چې د کارډينالانو ډلې ته يې د دې اجازه ورکړې وه چې دويم جوليوس د پاپ په توگه وټاکي.

پاپ جوليوس د هغو کارډينالانو له ډلې څخه و چې سيزار بورجيا ته يې د وېرې اسباب برابرولى شول. مکياوېلې په داسې حال کې چې پر دې ټاکنه تبصره کوي، واېي: "څوک چې په دې عقيده دي، چې نوې ښېگڼې او مرستې به له سترو او نامتو شخصيتونو څخه پخواني زيانونه هېر کړي، ځان تېرباسي" . او دا هم پاپ جوليوس و چې په ۱۵۰۶ز کال کې يې دربار ته مکياوېلې واستول شو، کله چې پاپ پر بولونا خپل جگړه ييز عمليات پيل کول، او ددې عملياتو پايله يې هم هماغسې بريالۍ وخته، لکه د هغه نورې کارنامې چې د هغه د چټکۍ او بې پروايۍ له امله بريالۍ ختلې. مکياوېلې د همدې پاپ جوليوس په حواله بخت له ښځې سره تشبيه کړى او زياته کړې يې ده چې يوازې زړور او توند سړى کولى شي پر دواړو برلاسى شي. که څه هم ممکنه نه ده چې د ايټالوي دولتونو مختلف برخليکونه دلته وڅېړو، چې په پايله کې يې په کال ۱۵۰۷ز کې د فرانسې، اسپانيا او جرمني تر لاس لاندې راغلي ول. خو موږ غواړو دلته يوازې د هغو پېښو او درېيو سترو لوبغاړو په اړه خبرې وکړو، چې د مکياوېلې پر شخصيت يې اغېزه لرلې ده. هغه د فرانسې له پاچا دوولسم لوېي سره بې شمېره کتنې کړي، چې مخکې مو ورته نغوته وکړه.

مکياوېلې د اراگون فرديناند د يو داسې شخصيت په بڼه انځوروي چې د مذهب تر نقاب لاندې يې سترې کارنامې ترسره کړي، خو په حقيقت کې يې رحم، وفا، خواخوږي، انسانيت، سپېڅلتوب او ايمانداري نه درلوده او که د دې ځانگړنو تر اغېز لاندې راغلى وى، نو راپرځېدلى به وى. امپراتور ماکسيميليان (Maximilian) چې د خپل پېر له په زړه پورې څېرو څخه يو و، شخصيت او مقام يې ډېرو لاسونو انځور کړى دى، خو مکياوېلې چې په کال ۸-۱۵۰۷ز کې د هغه دربار ته د سفير يا ځانگړي سياسي استازي په توگه تللى و، د هغه ډېرې نيمگړتياوې او عيبونه په ډاگه کوي او د يو ضعيف الاراده شخصيت په توگه يې معرفي کوي. يو داسې شخصيت، چې د نورو په وکالت د خپلو طرحو عملي کول، له نظره غورځوي او د خپلو هيلو په ترسره کولو کې دومره ټينگار نه کوي.

د مکياوېلې د ماموريت پاتې کلونه په هغو پېښو بشپړېږي، چې د کامبرې له تړون څخه راپورته شوي دي. دا تړون په کال ۱۵۰۸ز کې د پاپ او درېيو اروپايي زبرځواکونو تر منځ، چې پورته يې يادونه شوې، لاسليک شو، چې موخه يې د وېنېسانو د جمهوريت راپرځول و او د ويلا (Vaila) په جگړه کې دې موخې ته ورسېدل. هغه وخت چې وېنېسانو ټولې هغه سيمې په يوه ورځ له لاسه ورکړې، چې په اتو سوو کلونو کې يې ترلاسه کړې وې. په دې وخت کې فلورېنسيانو ته يو سخت رول ورپه غاړه وه. کله چې يې د داسې تربگنۍ او دښمنۍ پر غاړه شتون درلود چې د پاپ او فرانسې تر منځ راپورته شوه. ځکه فرانسې په دې ملگرتيا کې د فلورېنس د جمهوريت د ټولو تگلارو پلي کول پر غاړه اخيستي و.

کله چې په ۱۵۱۱ز کال کې دويم پاپ جوليوس د فرانسې په وړاندې سپېڅلى تړون جوړ کړ او د سويسيانو په مرسته يې فرانسويان له ايټاليا څخه بهر کړل، فلورېنس د پاپ په واک کې ولوېد او اړ و چې د پاپ شرايط ومني، چې له دې شرايطو څخه يو د مېديچيانو بيا واک ته رسېدل و. د ۱۵۱۲ز کال د سپټمبر پر درېيمه د مېديچيانو بياراتگ او د جمهوريت راپرځېدنه، له دندو څخه د مکياوېلې او د هغه د ملگرو د گوښه کېدو يوه نښه وه او په دې توگه د هغه سياسي ژوند پاى ته ورسېد. ځکه لکه څنگه چې څرگنده ده، هغه پرته له دې چې خپله دنده بېرته ترلاسه کړي ومړ.

ليکنې او مړينه

مکياوېلې د مېديچيانو له راتگ سره سم د يو څو اوونيو لپاره په دې تمه پاتې شو، چې د نوي واکمن په اداره کې به خپله څوکۍ بېرته ترلاسه کړي. خو دا هيله يې ترسره نه شوه او د 1512ز کال د نومبر پر اوومه د يو فرمان په ترڅ کې له دندې گوښه شو. لنډ مهال وروسته د مېديچيانو په وړاندې په يوه دسيسه کې د لاس لرلو په تور بندي شو، چې د شکنجو په ورکولو يې تر پوښتنو لاندې ونيو.

نوي مېديچي پاپ لسم ليو Leo x هغه له بند څخه خلاص کړ او خپلې کوچنۍ شتمنۍ ته چې فلورېنس ته نژدې په سان کاسيانو (San Casciano) کې پرته وه لاړ او هلته يې خپل ژوند ليکوالۍ ته ورکړ.

فرانسيسکو ويټوري (Francessco Vettori) ته په يوه ليک کې چې د ۱۵۱۳ز کال د ډسمبر پر ديارلسمه نېټه يې ليکلى، په دې پېر کې يې د خپل ژوند په اړه ډېرې په زړه پورې څرگندونې کړي، چې موږ ته د ټولواک د ليکلو په اړه د هغه ميتود او انگېرنې بيانوي.

وروسته تر دې چې له کورنۍ او گاونډيانو سره خپلې بوختياوې بيانوي، کاږي چې: کله چې شپه خپل تور څادر راغوړوي، زه کور ته راگرځم او د خپلې مطالعې خونې ته ځم، په ننوتځي کې د کروندگر جامې، چې گرد او چټلۍ پوښلې وي، له ځانه ليرې کوم، د درباري اشرافيانو جامې اغوندم او چې کله بيا په جامو کې پټ شم، د پخوانيو څېرو لرغوني دربار ته ورتېرېږم او هلته د هغوى له خوا په مينه منل کېږم، هلته هغه خواړه خورم چې زما لپاره ځانگړي شوي. په دې ځاى کې زه له هغوى سره د خبرو په کولو کې زړه نه وهم چې د هغوى د اعمالو لاملونه ترې وپوښتم. هغوى ماته په ورين تندي او لورېينه د دې پوښتنو ځوابونه راکوي، چې زه د څلورو ساعتونو لپاره د هېڅ ډول ستومانۍ احساس نه کوم، ټول دردونه هېروم، فقر ما نه مايوسه کوي، له مړينې څخه نه وېرېږم. ځکه زه په بشپړه توگه د دغو سترو څېرو په واک کې يم.

ما ټول هغه څه ليکلي چې د هغوى له خبرو مې اخيستي او د سلطنتونو په اړه مې يو کوچنى کتاب برابر کړى دى. د دې موضوع په اړه هومره پراخ غږېدلى يم، څومره چې زما فکر رسېږي او څېړلي مې دي چې سلطنت څه دى، څو ډوله دى، په څه ډول رامنځته کېږي، په څه ډول ساتل کېږي او ولې له لاسه ځي؟؟... که زما کوم تخيل تاسو خوشالوي، بايد دا يو مو هم زړه دربد نه کړي او يو ټولواک، په تېره بيا نوى هغه يې بايد تل هرکلى وکړي. له همدې امله يې د سترتوب او جلال خاوند گليانو (Guiliano) ته ډالۍ کوم. فليپو کاساويکيو (Flippo Casavichio) دا کتاب له وړاندې کتلى، هغه کولى شي تاسو ته وواېي چې په دې کتاب کې څه دي او په دې اړه مې له هغه سره بحثونه درلودل، خو غواړم لږ نور يې هم پر ادبياتو برابر او بډاى کړم. مخکې تر دې چې دا کوچنى کتاب هغه بڼه غوره کړي، چې زموږ په لاس کې دى، ډېر بدلونونه په کې راغلل او گڼ شمېر فکري متنفذين د دې کتاب د جوړښت او ترتيب لپاره په کار بوخت ول.

د دې کتاب سرليک او هغه چاته چې بايد ډالۍ شوى وى، بدل شول او په پاى کې د ناڅرگند لامل له مخې لورينتسو دي مېديچي (Lorenzo de Medici) ته ډالۍ شو. په ځينو کتابونو کې راغلي چې گليانو دي مېديچي په ۱۵۱۶ز کال کې د يوې دسيسې په ترڅ کې ووژل شو، له همدې امله لورينتسو ته ډالۍ شو. که څه هم مکياوېلې له کاساويکيو سره په دې اړه خبرې کړې وې، چې دا کتاب بايد ورولېږي او يا يې په خپله هغه چاته ورکړي چې ورته ډالۍ کوي يې. خو تر اوسه لا داسې شواهد نه دي موندل شوي چې لورينتسو به کله دا کتاب ترلاسه کړى او يا به يې لوستى وي. خو هغه مکياوېلې ته خپله څوکۍ بېرته ورنه کړه. که څه هم د هغه د ژوندون پر مهال د دې کتاب نظريې او ليکنې نورو په خپل نامه تېرې کړې وې، خو ټولواک د مکياوېلې په وسيله نه و چاپ شوى، ځکه يې متن تر مناقشې لاندې و.

مکياوېلې ويټوري ته په خپل ليک کې زياتوي چې که دا کوچنى کتاب څوک ولولي، نو ورته جوته به شي چې په دې تېرو پنځلسو کلونو کې، چې ما د سياست په مطالعه کې تېر کړي، نه مې خوب کړى او نه مې وخت بېځايه تېر کړى دى، چې يو ځل خلکو ته بيا د يو داسې شخصيت په توگه خدمت وکړم، چې د نورو په لگښت يې تجربه ترلاسه کړې او زما په وفا کې هېڅ شک نه شته. ځکه څرنگه چې مې تل وفا کړې او پر ژمنه درېدلى يم، زده مې نه دي چې څنگه يې مات کړم. ځکه څوک چې زما په څېر رښتينى او وفادار وي، خپل طبيعت ته بدلون نه شي ورکولى او زما نننۍ بېوزلي زما پر رښتنولۍ شاهدي ورکوي.

مخکې تر دې چې ټولواک پاى ته ورسوي، مکياوېلې د يو بل کتاب ((د ټيټوس ليويس د تاريخ د لسو لومړيو ټوکونو په اړه بحثونهDiscourses on the first decade of Titus Livius)) په ليکلو پيل وکړ، چې ټولواک هم د دې کتاب د موضوع يوه برخه ده. دې او بې شمېره نورو کوچنيو کتابونو هغه تر ۱۵۱۸ز کاله پورې بوخت وساته، چې تر دې وروسته يې د يو کوچني کميسيون مشري پر غاړه واخيسته ترڅو په جنوا (Genoa) کې د فلورېنسي سوداگرو چارې تر څارنې لاندې ونيسي.

په ۱۵۱۹ز کال کې مېديچي چارواکو د فلورېنس اوسېدونکو ته يو څه سياسي امتيازات ورکړل چې له مکياوېلې او يو شمېر نورو څخه يې د يوه نوي اساسي قانون د جوړولو لپاره سلا- مشورې واخيستلې، چې تر دې قانون لاندې يوه لويه جرگه (Great Council) رامنځته کړي، خو په دې او هغې پلمې يې رسمي بڼه ورنه کړه.

په ۱۵۲۰ز کال کې فلورېنسي سوداگر يو ځل بيا مکياوېلې ته راوگرځېدل چې له لوکا (Lucca) سره د هغوى ستونزې اوارې کړي. ۱۵۲۰ د فلورېنس ادبي ټولنې ته د مکياوېلې د بيا ورداخلېدو له کبله د يادونې وړ کال دى او په دې وخت کې ټولو د هغه شتون حس کاوه. همدارنگه د هغه بل کتاب "د جگړې هنر Art of war" لپاره يې هم اړتيا ورته درلوده. همداراز هغه په دې کال کې د کارډينال دي مېديچي په غوښتنه د يو بل کميسيون مشري پر غاړه واخيسته چې "د فلورېنس تاريخ the History of Florence" وليکي او دې کار هغه تر 1525ز کاله پورې بوخت وساته.

کېدى شي د مکياوېلې په وړاندې د خلکو مينې او علاقې مېديچيان دې ته چمتو کړي وي چې هغه په دې دنده بوخت کړي، ځکه يو لرغونى ليکوال په دې نظر دى چې يو وړ سياستپوه له دندې پرته د يو ستر کب مثال لري، چې که يې په يوې تشې جالې پسې په ټوپ وهلو بوخت ونه ساتئ، نو هڅه به وکړي چې بېړۍ واړوي.

کله چې "د فلورېنس تاريخ" بشپړ شو، مکياوېلې دغه کتاب روم ته له ځان سره يووړ، چې گليانو دي مېديچي ته، چې په دې ورځو کې د دويم کلمينټ (Clement II) تر لقب لاندې پاپ وټاکل شو، ډالۍ کړي.

د تعجب وړ ده چې مکياوېلې په ۱۵۱۳ز کال کې ټولواک د مېديچيانو د لارښوونې لپاره هغوى ته په داسې حال کې ډالۍ کړ، چې هغوى په فلورېنس کې نوي واک ته رسېدلي ول او په ۱۵۲۵ز کال کې يې د فلورېنس تاريخ د دې کورنۍ مشر ته په داسې حال کې ډالۍ کړ، چې راپرځېدل يې نژدې شوي و او په همدې کال کې د پيويا (Pavia) جگړې په ايټاليا کې د فرانسې واکمني له منځه يووړه او لومړى فرانسيس يې د بنديوان په توگه د خپل ستر سيال پنځم شارل په لاس کې پرېښود، چې دا کار د روم د لوټ او تالان سبب شو او د دې خبرې په اورېدو د فلورېنس ولسي گوند مېديچيان راوپرځول او بيا يې له هېواده وشړل.

مکياوېلې چې په دې وخت کې له فلورېنس څخه بهر و، په چټکۍ بېرته راوگرځېد، چې خپله پخوانۍ څوکۍ، چې هماغه د خپلواکۍ او سولې د لس کسيزې شورا د دارلانشا مشري وه، ترلاسه کړي. خو له بده مرغه فلورېنس ته تر رارسېدو لنډ مهال وروسته ناروغ شو، چې بيا وروسته د ۱۵۲۷ز کال د جون پر ۲۲مه نېټه يې له دې نړۍ څخه سترگې پټې کړې.

که څه هم څوک نه پوهېږي چې د مکياوېلې هډونه به چېرته پراته وي، خو فلورېنس هغه ته د سانټاکروس (Santa Croce) په کليسا کې يو ستر او مجلل منار جوړ کړى او د خپل دې نامتو زوى په څنگ کې يې د دې اعتراف کړى چې: "نورو "ولسونو" که هرڅه ترې زده کړي وي، خو ايټاليا د هغه په اثارو کې د يووالي نظر او په اروپايي هېوادونو کې د رېنېسانس پيل موندلى دى".