نکاح او د هغې مسايل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نکاح او د هغې مسايل[سمول]

د نکاح تعريف :

نکاح په لغت کې پيوستون او يو ځای والي ته وايي او په اصطلاحي ډول نکاح يا ازدواج يو عقد دی چې د ښځې او نارينه ژوند د کورنۍ د جوړولو په موخه مشروع ګرځوي او دواړو خواوو ته حقوق او وجايب تنظيموي ( مدني قانون ۶۰ماده).

د نکاح لپاره يو بل غوره تعريف :

نکاح د ښځې او نارينه ترمنځ د همېشني ژوند د تېرولو تړون دی چې يو د بل څخه ګټه په ځانګړو شرايطو کې روا کوي.

مخکې له دې چې د نکاح عقد د اسلام په سپېڅلي دين کې و څېړو ، د نکاح عقد په پخوانيو اديانو او هېوادونو کې په لنډ ډو ل څېړو

په لرغونو زمانو کې :[سمول]

۱- په لرغوني مصر کې :[سمول]

په لرغوني مصر کې ښځې ته په درنه سترګه کتل کېده او حتی دهغه حقوق هم لکه نارينه په ډېرو مواردو کې داحترام وړ وو. خو په نکاح کې دغه مواردو په نظر کې نيول کېدل.

الف: دښځې او مېړه رضايت:

ب: مهر (اندازه يې نه څرګنده نه وه ).

ج : دښځې او مېړه دواکمنو خپلوانو ( وليانو )  رضايت.

همدارنګه په لرغوني مصر کې د زوجاتو تعدد رواج درلود، اما مصری سړی مسووليت درلود چې دخپلو ښځو تر منځ عدالت وساتي او حتی هر يوې ته بېل کور جوړ کړی.

۲-په لرغوني چين کې :[سمول]

په لرغوني چين کې دنظرياتو پر بنسټ ښځه دمالونو له جملی څخه شمېرل کېده، د عربو په څېر د نجلۍ زېږون يې شرم او  ننګ ګاڼه او د نکاح پر مهال د هغې رضايت ته نه کتل کېده او ولي او واکمن شخص يې کولای شو هغه وپلوري يا يې چاته ډالۍ او هبه کړي.په چيني مذاهبو کې تر ۱۳۰ تنو ښځو ته اجازه ور کړل شوې وه.

۳-په لرغوني يونان کې :[سمول]

په يونان کې په لرغونو زمانو کې د کورنۍ سرپرستي د نارينه او سړي په غاړه وه د کورنۍ مشر د هر څه صلاحيت درلود او د دواړه لوريو ( هلک او نجلۍ ) له رضايت پرته به هغوی يو بل ته په نکاح ور کول کېده  او د واده عقد پکې يو سپېڅلی عقد ګڼل کېده. که چېرې به يوې ښځې څو نجونې پرله پسې وزېږولې هغه به شنډه ګڼل کېده په مېړه يې طلاق واجب و.

د ښځو تعدد پکې رواج نه درلود، خو شتمنو کولای شول چې ډېرې معشوقې او مينځې ولري او د دوی اولاد به  د دغه شخص اولاد ګڼل کېده.

۴-د جاهليت پرمهال په عربو کې نکاح:

دعربو دجاهليت په دوره کې د نجلۍ زېږېدنه شرم و. نجونې به پرته د هغوی له رضايت په پام کې نيولو سره د کورنۍ د سرپرست له لوري په نکاح ور کول کېدې. که چېری کومی نجلۍ  په خپل رضايت سره خپل مېړه ټاکلی وای نو د هغه سزا داوه چې په عام محضر کې له نوموړی سړی سره جنسي مقاربت ترسره کړي

همدا راز مهر هم په دغه دوران کې مروج و، چې د نجلۍ  د باصلاحيت لرونکې شخص له خوا ټاکل کېده، دښځو د تعدد مسئله هم په اعرابو کې وو. په عربو کې د جهالت په وخت کې بېلابېلو نکاحګانو او د جنسي اړيکو بېلابېلو لارو شتون درلود لکه :

1-  استبضاع نکاح

2-  د بدل نکاح

3-  له يوې ښځې سره به له لسو څخه کمو کسانو سره جماع کوله

4-  زناکاري او نور

نکاح په اسلام کې[سمول]

نکاح په لغت کې دجمع او يوځای کېدو معنی لري، نکاح په اسلامي شريعت کې له يوه لوري عبادت دی او له بل لوري  عقد شمېرل کېږي او لکه څنګه چې په اسلامي روايتونو کې راغلي دي وايی چې (ادم عليه السلام) څخه يو عبادت چې مونږ ته پاتې دی هغه نکاح او ايمان دی او په جنت کې به هم وي او دحضرت رسول اکرم صلی الله عليه وسلم حديث دی چې وايي: ( نکاح زما موکده سنت دي، نو څوک چې زما په موکده سنت عمل نه کوی له ما څخه نه دی).

د نکاح اهميت[سمول]

لکه څرنګه چې مو وويل نکاح په خپله له يوې خوا عبادت دی او له بلی خوا يوعقد دی چې دهغی په نتيجه کې ډېرې ګټې نغښتې دي لومړی داچې دنکاح نتيجه دکورنۍ تشکيل دی چې د هغی په لمن کې چې په حقيقت کې لومړی کوچنۍ  ټولنه ده د انسانانو د ژوندانه حقيقي سمونځی ګڼل کېږي .

  کورنۍ زمو نږ دهېواد مدني قانون په خپله ۵۶ ماده کې داسی تعريفوي: (انسانی کورنۍ دهغو خپلوانو څخه متشکله ده چې ديوه اصل په وسيله سره جمع شوې دي ).

له بلې خوا لکه چې ثابته ده نکاح اساسا دزوجينو د ارادې د توافق څخه رامنځته کيږي او نظر په هغه خاص اهميت چې واده يې لري هم په فردي توګه او هم په ټولنيزه ساحه کې، نو د عادي عقودو له ساحې څخه وتلې ده، او په وتلې توګه يې تبارز کړی دی.

همدارنګه دنکاح له ګټو څخه يو هم دادی چې ځوانانو په مجموعی توګه  د ټولنې افراد د اجتماعي مفاسدو څخه ژغوری، او په اسلامي فقه کې دښځې دنفقی يو سبب هم نکاح ګڼل شوې ده او همدا راز د واده په نتيجه کې دانسان بقا هم تامينيږي، چې په لنډ ډول د واده يا نکاح اهميت د لاندې نقاطو له نظره ګڼلای شو:

لومړی – د بشري نسل د بقا په خاطر : ددې لپاره چې بشري نسل پاتې شي، نو نکاح ته اړتيا ده ځکه که چېرته په سم ډول نکاح ګانې شتون ونه لري، نو هيڅوک به د اولاد ساتلو ته زړه ښه نه کړي ځکه د هغې سرپرست به څوک نه وي.

دوهم - د جنسي او اخلاقي انحرافاتو له حيثه :که چېرته په سم ډول نکاح ګانې شتون ولري نو په دې ډول به د انسانانو جنسي غريضې مشبوع شي او د دې اړتيا به نه وي چې په ټولنه کې ناسالم او نامشروع لارې د خپلو شهواني غريضو د مشبوع کولو لپاره اختيار کړي چې په دې ډول به په ټولنه کې ټول غيراخلاقي کارونه له منځه ولاړ شي او ټولنه به په سکون او امن کې شي.

درېم – د ښځې او سړي ترمنځ د تعاون پيدا کول: د سمې او صحيح نکاح په پايله کې دغه دوه انسانان د خپل ژوند په ټولو ستونزو او مشکلاتو کې ځان شريک بولي او نتيجه دا کيږي چې دواړه له يو بل سره د ستونزو او مشکلاتو په له منځه وړلو کې همکاري او مرسته کوي او خپلې ستونزې په همغږۍ سره له منځه وړي.

د ازدواج سن[سمول]

د ازوداج سن د ۱۳۵۵لمريز کال د مدني قانون د ۷۰او ۷۱ ماده کې د نارينه لپاره ۱۸ کاله او د ښځينه لپاره ۱۶ کاله قيد شوی ، خو په استثنايي حالاتو کې هغه ښځه چې يوازې ۱۵ کاله عمر ولري د باصلاحيته محکمې يا د هغه د پلار له لوري په نکاح ور کول کېدای شي او له دې په کښته عمر کې د يو چا په نکاح ور کول د هيچا په صلاحيت کې نه راځي.

د نکاح حکم د اسلامي شريعت له نظره :

1- فرض حالت : چې يو سړی د نکاح کولو وس او توان هم لري او د نکاح نه کولو په صورت کې يقيناً د زنا مرتکب ګرځي نو په دغه شخص نکاح کول فرض دي.

2- واجب حالت ؛ چې يو شخص د نکاح کولو وس او توان لري او د نه کولو په صورت کې ور سره د زنا د احتمال وېره وي نو په دغه شخص نکاح واجب ده.

3- سنت چې يو شخص د نکاح کولو توان لري ، خو د نه کولو په صورت کې ورسره د زنا وېره نه وي په دغه حالت کې نکاح سنت ده.

4- مکروه : چې يو شخص د نکاح کولو علاقمند نه وي او نه ور ته رغبت لري او نه هم د زنا د احتمال وېره وي ، خو د نکاح په صورت کې ور سره د زوجيت د حقوقو د ضايع کېدو وېره وي په دې حالت کې نکاح مکروه ده.

5- حرام : هغه حالت دی چې يو سړی متيقېن وي چې له ده څخه د نکاح په صورت کې له ظلم او زياتی کيږي او د زنا احتمال هم نه وي نو د ده لپاره نکاح حرامه ده.

6- مستحب : چې شخص د زنا وېره هم نه وي او نکاح ته رغبت هم نه لري خو يوازې د ثواب او کورني ژوند د تامين په منظور نکاح کوي په دې حالت کې نکاح مستحب ده.

د نکاح ارکان:[سمول]

رکن په لغت کې د يو شي پياوړي اړخ، وقار ، عزتمندۍ او دفاعي قوت ته ويل کيږي او په اصطلاح کې رکن د شي هغه مهمه برخه ده چې د شي په ماهيت کې داخل وي او له هغې پرته هغه شی نشي بشپړېدای لکه په لمانځه کې قيام ، رکوع، سجده....

د امام ابوحنيفه رح له نظره د نکاح ارکان دوه دي : ۱- ايجاب ۲- قبول

د نورو علماوو له نظره د نکاح ارکان څلور دي : ۱- زوج ۲- زوجه ( يا د دوی وليان يا وکيلان) ۳-ايجاب ۴- قبول.

د ايجاب او قبول شرايط :

1-  ايجاب او قبول به سمدستي او په يو مجلس کې وي.

2-  قبول به د ايجاب مطابق وي.

3-  ايجاب او قبول به تر معلومې نېټې نه وي.

4-  د ايجاب او قبول الفاظ به په ماضي سره نه وي.

5-  دواړه لوري به د يو بل په ارادو پوهيږي.

په نکاح کې د جنس اختلاف[سمول]

د مدني قانون د ۶۰ مادې له مخې نکاح يا ازدواج يو عقد دی چې د ښځې او نارينه ژوند د کورنۍ د جوړولو په موخه مشروع ګرځوي او دواړو خواوو ته حقوق او وجايب تنظيموي دا چې د دې مادې له مخې د نکاح اصلي او اره موخه د کورنۍ جوړل وي دي چې دا حالت پرته د جنس د اختلاف څخه امکان نه لري، نو له دې څخه معلوميږي چې په نکاح کې د جنس اختلاف ضروري دی او همجنس نشي کولای يو له بل سره لکه څرنګه يې چې غربيان کوي ازدواج وکړي.

بل ځای د مدني قانون۱۱۵ ماده بيا وايي چې مېړه به د خپل مالي قدرت سره سم د خپلې ښځې لپاره د اوسېدلو مناسب ځای برابروي. همدارنګه په ۱۲۱ ماده کې وايي چې که چېرته مېړه غايب وي د ښځې نفقه د هغه له مال څخه ټاکل کيږي، چې له دې ټولو مادو څخه دا جوتيږي چې مدني قانون د جنس اختلاف په پام کې نيولی او د همجنسو نکاح ته يې اجازه نه ده ور کړې.