نيل ډاو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نيل ډاو
نيل ډاو
نيل ډاو

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۰ مارچ ۱۸۰۴[۱][۲][۳]
مړینه 2 اکتوبر 1897 (93 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک پوځي افسر
سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکې ژبه(ې) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام بريد جنرال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د امریکا کورنۍ جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
نيل ډاو
نيل ډاو

نيل ډاو (۱۸۰۴، مارچ ۲۰ – ۱۸۹۸، اکتوبر ۲) د مخنيوي يو امريکايي ګټندوی (مدافع وکيل) او سياستپوه و. نوموړي «د اعتدال ناپيليون» او «د مخنيوي پلار» وړ نومونه درلودل او د مېن په پورټلېنډ “Portland, Maine” کې د ملګرو ټولنې په غړې (کوېکر) کورنۍ کې وزېږېد. هغه د ځوانۍ له راهيسې د شرابو په اړه باور درلود، چې د ټولنې د زياتو ستونزو لامل دي او غوښتل يې د قانون له لارې پرې بنديز ولګوي. ډاو په ۱۸۵۰ ز کال کې د مېن د اعتدال اتحاديې “Maine Temperance Union” د رئيس او راتلونکی کال د پورتلېنډ د والي په توګه وټاکل شو. له دې څخه لږه موده وروسته په پراخه توګه د ډاو د هڅو له امله د ايالت مقننه قوې د هغه څه له مخې د شرابو پلور او توليد بند کړ، چې د مېن “Maine” قانون په توګه وپېژندل شو. نوموړي د پورتلېنډ د والي په توګه په دوه ځلې خدمت کولو سره ياد قانون په زور او پياوړتيا سره پلی يا تعميل کړ او د سرغړونکو لپاره يې په زياتېدونکي ډول د سختو سزاګانو غوښتنه وکړه. په ۱۸۵۵ زکال کې يې مخالفينو پر وړاندې پاڅون وکړ او ډاو ايالتي فوځي وزمه فوځ (ملېشې) ته پر ګنه ګوڼه باندې د ډزو کولو امر وکړ. يو تن ووژل او څو نور ټپيان شول او کله چې د تاوتريخوالي پر وړاندې ولسي غبرګون د ډاو پر ضد شو، نوموړي بيا ټاکنه غوره ونه ګڼله.

ډاو وروسته دوه دورو لپاره د مېن د استازو جرګې ته وټاکل شو، مګر له يوې مالي تور لګونې يا سپکاوي څخه وروسته يې له دندې څخه لاس واخيست. نوموړی په ۱۸۶۱ ز کال کې د امريکا د کورنۍ جګړې له پيل څخه لږه موده وروسته د اتحاديې لښکر “Union Army” سره يو ځای شو او په پای کې يې د ډګر جنرالۍ رتبه تر لاسه کړه. ډاو “Dow” د هډسن بندر “Port Hudson” په کلابندۍ کې ټپي او وروسته ونيول شو. په ۱۸۶۴ ز کال کې د يو بل لوړ پوړي فوځي مامور په بدل کې له خوشې کېدلو څخه وروسته يې له فوځي دندې څخه لاس واخيست او يو ځل بيا يې ځان مخنيوي [د شرابو] ته ځانګړی کړ. نوموړي په متحده ايالتونو، کاناډا او لويه بريتانيا کې د سبب په ملاتړ خبرې وکړې. هغه په ۱۸۸۰ ز کال کې د متحده ايالتونو د ولسمشر لپاره د مخنيوي ګوند “Prohibition Party” د ګوند د نوماندانو د لېست مشري وکړه. د ټاکنو له بايللو څخه وروسته يې د ۹۳ کلنۍ په عمر پورټلېنډ کې تر خپلې مړينې پورې د شرابو د مخنيوي خوځښت په استازولۍ ليکل او وينا کولو ته دوام ورکړ.

د ژوند لومړي وختونه او کورنۍ[سمول]

ډاو د ۱۸۰۴ ز کال د مارچ پر ۲۰ نېټه د پورټلېنډ په مېن سيمه کې وزېږېد، چې پلار يې جوسيا ډاو “Josiah Dow” او مور يې ډورکاس الين ډاو “Dorcas Allen Dow” نومېده. جوسيا ډاو د ملګرو د ټولنې “Society of Friends” (چې په عام ډول د کويکر په نوم پېژندل کېږي) غړی او يو بزګر و، چې په اصل کې له نوي هامپشاير “New Hampshire” څخه و. مور يې ډورکاس الين هم د ملګرو ټولنې او د مېن د يوې هوسا کورنۍ غړې وه، چې مشري يې نامتو پلار هېټ ايول هال “Hate-Evil Hall” کوله. دوی درې ماشومان درلودل، چې له ډلې يې نيل ډاو منځنی او يوازينی زوی و. د نوموړي له واده څخه وروسته د ډاو پلار په پورتلېنډ کې د اش پلورلو هټۍ پرانيسته، چې په لږه موده کې په بريالۍ سوداګرۍ بدله شوه. د ماساچوسټس په نيو بيډفورډ “New Bedford, Massachusetts” کې د ملګرو ښوونځي کې له ګډون او د ايډوارډ پېسن د پورتلينډ اکاډمۍ “Edward Payson’s Portland Academy” کې د ښوونځي له نورو زده کړو څخه وروسته، ډاو په ۱۸۲۶ ز کال کې د اش ورکوونې سوداګرۍ کې د خپل پلار پيروي وکړه. نوموړي ټيکنالوژي زده کړه او په ښار کې لومړنی شخص شو، چې د اش جوړولو په بهير يا پروسه کې يې د بخار له ځواک څخه ګټه واخېستله. [۴]کينډۍ:Sfnm[۵][۶][۷]

ډاو هڅه وکړه چې د خپل مور او پلار د کوېکر عقيدې سره د ځان برابرولو هڅه وکړه، ګرم مزاجه و او د ځوانۍ له عمره يې شخړې خوښېدې. همدا چې په وروسته ژوند کې شتمن شو، د ملګرو ټولنې (کويکر) ساده ډوله جامو د غوراوي خلاف يې له ښه جامو اغوستلو څخه خوند واخيست. د خپلې کورنۍ له ځينو ارزښتونو لکه له شراب او تمباکو څخه ځان ژغورل او ډډه کول يې د ژوند له لومړيو څخه منلي وو. کله چې اته لس کلن شو، د اړتيا وړ ملېشې د رابللو د مخنيوي هڅه وکړه. ياده ملېشه ډېری د شرابو د هغه نه څښاک له امله بې خونده وه، چې دوی ډېری وخت په سوله غوښتنه کې له کوېکر څخه د باندې عقيدې په پرتله په کې ښکېل وه. نوموړی يې پر ځای د اور وژنې د رضاکار يا خپلې خوښې څانګې سره يو ځای شو، چې غړي يې له راغونډولو يا رابلنې څخه معاف وو. ډاو په ۱۸۲۷ ز کال کې د مېن مقننه قوه د وينا له لارې وهڅوله، چې د د اور وژنې شرکتونو کې د هغوی د ګټورتوب زياتولو په موخه سمون (اصلاحات) راولي. په همدې کال يې د خپل اور وژنې شرکت پر وړاندې استدلال وکړ، چې د خپلې کاليزي په نمانځنه کې يې شراب وېشل. د شرکت غړو روغه وکړه او د سختو شرابو پر ځای يې يوازې د انګورو شراب ورکړل. د وخت په تېرېدلو سره ډاو په خپلو دندو کې د سياست لاسوهنې ته اجازه ورکړه. کله چې د اور وژنې د څانګې مشر شو، د سختو شرابو د مغازې ټول شراب يې پر ځمکه توی کړل. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

نوموړي راتلونکی کال له خپلې راتلونکې مېرمنې ماريا کورنيليا مينارډ “Maria Cornelia Maynard” سره وکتل، چې د ماساچوسټيس د يو سوداګر لور وه. دوی د ۱۸۳۰ ز کال د جنوري پر ۲۰ نېټه واده وکړ. په راتلونکو شلو کالونو کې يې نهه ماشومان درلودل، چې يوازې دوه زامن او درې لورګانو يې تر ځوانۍ پورې ژوندي پاتې شول [او نور ټول په کوچنيوالي کې مړه شول]. مېرمن يې ماريا يوه ټولنپاله وه او ډاو له نوموړې سره په ځايي دويمې کليسا “Second Parish Church” کې په منظم ډول ګډون وکړ، که څه هم هيڅکله يې غړی نه شو. د دوی کور چې په ۱۸۹۲ ز کال پورټلېنډ کې پر ۷۱۴ کانګرس کوڅه کې جوړ شوی و، د ډاو له مړينې څخه وروسته پر يو موزيم باندې بدل شوی دی او د نيل ډاو د کور “Neal Dow House” په توګه د ښځو د عيسوي اعتدال اتحاديې “Women’s Christian Temperance Union” د ځايي څانګې يا ډلې له لورې اداره کېږي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د اعتدال ګټندويي يا مدافع وکالت[سمول]

د شرابو د مخنيوي لومړنۍ هڅې[سمول]

په ۱۹ پېړۍ کې د بېلګې په ډول يو امريکايي نارينه د خپل عصر د سيال په پرتله په منځني ډول درې برابره زيات شراب څښل. ډاو په خپل يادښت کې يادونه وکړه، چې په پورتلېنډ کې د يو کارکوونکي شخص د اداينې د پام وړ برخه د ګني شرابو د ورځنيو لګښتونو په بڼه وه. نوموړی زياتوي چې: د څښاک په موخه له غرمې څخه مخکې په يوولس او له غرمې څخه وروسته په څلور بجو کار پرېښودل يوه قاعده وه. ... د خوراکي توکو په هر پلورنځي کې مايعاتو لپاره لوښي او د ګني شرابو د جوړولو مايع توکي وو، چې په سمدستي ډول به په ښانک کې جوړېدل او ځيني وختونه به شراب د سړک پر غاړه داسې ښکارېدل لکه اوس چې د جولای پر څلورمه “Fourth of July” باندې د ليمو شربتونه ليدل کېږي. ډاو الکول د وګړو، کورنيو او برخليکونو د له منځه وړنې ځواب ويونکي وګڼل او ډېری وختونه يې د ترتړي يا ړچېدونکي [د شرابو له څښلو څخه وروسته حالت چې پر انسان باندې راځي] کورنيو يا سوداګريو په اړه د هغوی کورنيو ته اشاره کوله او ويل به يې: «د ګني شرابو داسې وکړل». د خپل چاپيريال په سمولو سره د خلکو د سمولو په موخه يې غوښتنه د دويمې لويې بيدارۍ “Second Great Temperance” له مذهبي خوځښت څخه وده وکړه او لکه څرنګه چې تاريخپوه “Judith N. McArthur” وروسته وليکل: «د اعتدال سموونکو خپلو اورېدونکو څخه په ټينګه وغوښتل، چې له خپل ژوند څخه شيطاني شراب داسې لرې کړي، لکه څرنګه چې د پروتستانت کليسا اړوند يا انجيلي وزيرانو هغوی اړ کړل چې له خپلو زړونو څخه شيطان وباسي».  [۱۶][۱۹][۲۰][۲۱]

د ډاو په ګډون د پورټلېنډ د منځنۍ او پورته پوړ يا طبقې زياتو اتباعو باور درلود، چې شراب څښل د ښار د اخلاقي او مالي ښه وړالي پر وړاندې يو ستر ګواښ و. نوموړی په ۱۸۲۷ ز کال کې د مېن اعتدال ټولنې “Maine Temperance Society” بنسټګړ غړی شوږ يادې ډلې په لومړيو کې خپلې هڅې د چاڼ يا تقطير شويو څښاکو پر زيانونو باندې متمرکز کړې، مګر په ۱۸۲۹ ز کال کې ډاو اعلان وکړ، چې نوموړی به له ټولو الکولي څښاکو څخه لاس اخلي. نوموړي په ورته وخت کې خپل ځان د د فري ماسون ډلې ضد “Anti-Masonic” او غلامۍ ضد “Anti-Slavery” لاملونو سره مل کړ او په عمومي ټول په سياست کې يو څه زيات ښکېل شو. د ۱۸۳۲ ز کال په ولسمشريزو ټاکنو کې چې له اندريو جېکسن “Andrew Jackson” او هنری کلی “Henry Clay” دواړو څخه ناخوښ و، د يو کوچني ګوند يا ډلې د نوماند ويليم وايرټ “William Wirt” ملاتړ يې وکړ. [۱۱][۲۲][۲۳]

په ۱۸۳۷ ز کال د اعتدال ټولنه پر دې موضوع سره بېله شوه، چې ايا دوی بايد په شرابو او همدرانګه الکولي څښاکو باندې بنديز ولګوي او که نه. ډاو د شرابو ضد ځواکونو ننګه وکړه، چې د مېن اعتدال ټولنې “Maine Temperance Society” په نوم خپله اداره يې جوړه کړه. په همغه کال د جيمز اپليټن “James Appleton” په نوم د دولت مقننه قوه کې د وېګ ډلې استازي د شرابو د مخنيوي يو قانون وړاندې کړ او ډاو زياتره او په لازمي يا جبري ډول د يادې هڅې په ګټه خبرې وکړې، چې بريالۍ نه وې. اپلېټن په ۱۸۳۸ او ۱۸۳۹ ز کالونو کې ورته قانون وړانديز کړ، مګر د هغه او ډاو د غوره هڅو سره سره يې پرله پسې ماتې وخوړې. [۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Neal-Dow — subject named as: Neal Dow — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6th8pwd — subject named as: Neal S. Dow — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/20375 — subject named as: Neal S. Dow — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Babcock 1990، ص. 25.
  5. Dow 1898، ص. 19.
  6. Kobler 1993، ص. 78.
  7. Byrne 1961، صص. 2–3.
  8. Byrne 1961، صص. 5–7.
  9. Babcock 1990، ص. 20.
  10. Kobler 1993، ص. 79.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Byrne 1961، ص. 13.
  12. Byrne 1961، ص. 10.
  13. Byrne 1961، ص. 8.
  14. Neal Dow House 2016.
  15. Byrne 1961، ص. 20.
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Byrne 1961، ص. 18.
  17. Dow 1898، ص. 82.
  18. Byrne 1961، ص. 17.
  19. McArthur 1989، ص. 528.
  20. Dow 1898، ص. 159.
  21. Okrent 2010، ص. 8.
  22. Byrne 1961، صص. 15–16.
  23. Byrne 1961، ص. 21.
  24. Byrne 1961، ص. 24.
  25. Byrne 1961، صص. 24–26.