نيلي بلي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نيلي بلي
نيلي بلي
نيلي بلي

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه
نيويارک   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل [۱]  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای نيويارک [۱]  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
نيلي بلي
نيلي بلي

اليزابيت کوکران سيمېن (Elizabeth Cochran Seaman) د اليزابيت جېن کوکران په نوم د ۱۸۶۴ ز کال د می پر ۵ نېټه وزېږېده او د ۱۹۲۲ ز کال د جنوري پر ۲۷ نېټه مړه شوه. نوموړې چې د خپل قلمي نيلي بلي “Nellie Bly” په نوم پېژندل کېږي، چې يوه امريکايۍ ژورنالېسته، صنعتکاره، نوښتګره او مرستندويه کارکوونکې وه. بلي په ۷۲ ورځو کې د جوليس ويرني “Jules Verne” د افسانوي ځانګړتيا (Phileas Fogg) سره په سيالۍ او يو تر اغېزې لاندې راوستلو کې د نړۍ ګردچاپېر ريکارډ ماتونکي سفر له امله خورا پېژندل شوې وه، چې نوموړې په کې له دننه څخه د رواني تعامل په اړه د راپور ورکولو په موخه په پټ ډول کار وکړ. هغه په خپله برخه يا کاري ساحه کې مخکښه وه او د څېړنيز ژورنالېزم يو نوی ډول يې پيل کړ. [۳][۴]

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

اليزابيت جېن کوکران د ۱۸۶۴ ز کال د می پر ۵ نېټه د کوکران کارخانه “Cochran’s Mills” کې وزېږېده، چې اوس د پنسلوانيا د ارمسټرونګ سيمې د بوريل ښارګوټي د پېټسبرغ “Pittsburgh” په نوم کليوالي سيمې برخه ده. د نوموړې پلار مايکل کوکران نږدې ۱۸۱۰ ز کال کې وزېږېد او د ځايي کارخانې او د خپلې کورنۍ سره د نږدې ډېری ځمکو له پېرلو څخه مخکې يې د يو کارګر او د کارخانې د کارکوونکي په توګه کار پيل کړ. نوموړی وروسته د پنسلوانيا په کوکران کارخانه سيمه کې (چې د هغه په نوم نومول شوې ده) يو سوداګر، د ډاګخانې مشر او د عدالت مرستيال شو. مايکل دوه ځلې واده وکړ. له لومړۍ مېرمنې کترين مورفي “Catherine Murphy” څخه يې لس ماشومان درلودل او د ديارلسمې لور اليزابيت کوکران په ګډون يې پينځه نور ماشومان له خپلې دويمې مېرمنې ماري جېن کينيډي “Mary Jane Kennedy” څخه وو. د مايکل کوکران پلار په ۱۷۹۰ ز لسسيزه کې د ايرلېنډ له “Country Londonderry” څخه کډوال شوي وو. نوموړی په ۱۸۷۱ ز کال هغه مهال مړ شو، چې اليزابيت شپږ کلنه وه. [۵][۶][۷][۸][۹]

اليزابيت ته د يوې ځوانې نجلۍ په توګه زياتره وخت ځکه «ګلابي» ويل کېده، چې ډېره وختونه يې ګلابي رنګ کالي اغوستل. کله چې نوموړې پېغله شوه، ويې غوښتل ځان د يو څه زياتې ساده يا کليوالې په ډول انځور کړي او د همدې له امله يې خپل وړ نوم پرېښود او خپل تخلص يې کوکران ته بدل کړ. نوموړې په ۱۸۷۹ ز کال د يوې دورې لپاره په “Indiana Normal School” کې شامله شوه (چې اوس د پنسلوانيا د انډيانا پوهنتون دی)، مګر د مالي سرچينو د نه شتون له امله يې پرېښودلو ته اړ شوه. د کوکران مور په ۱۸۸۰ ز کال کې خپله کورنۍ “Allegheny City” ته وېوړه، چې وروسته د پيټسبرګ ښار “City of Pittsburgh” له لورې په ځان پورې وتړل شو. [۱۰][۱۱][۱۲]

مسلک[سمول]

د پېټسبرګ پيغام ورځپاڼه[سمول]

په پېټسبرګ پيغام “Pittsburgh Dispatch” ورځپاڼه کې يو کالم اليزابيت د «يوازينۍ يتېمې نجلۍ» په مستعار نوم د هغه ځواب ليکنې ته وهڅوله. ياد کالم د «نجونې د څه لپاره ښه دي» تر سرليک لاندې و، چې د کالم د راپور له مخې نجونې په اصل کې د زېږون او کور ساتلو لپاره وې. د ورځپاڼې مدير جورج ماددين “George Madden” د اليزابيت له لېوالتيا څخه اغېزمن و او يو اعلان يې خپور کړ، چې په کې يې له ليکوال څخه د ځان ورپېژندنې غوښتنه کړې وه. کله چې کوکران خپل ځان وروپېژانده، نوموړي ورڅخه ورځپاڼې لپاره د يوې مقالې ليکلو د موکې وړانديز وکړ، چې يو ځل بيا يې د «يوازينۍ يتيمه نجلۍ» تر سرليک لاندې وليکي. د “Dispatch” لپاره د نوموړې د لومړۍ مقالې سرليک «د نجلۍ معما» تر سرليک لاندې وه. ياد سرليک استدلال وکړ، چې ټولې ښځې ښايي ودونه ونه کړي او هغه څه چې اړتيا وه، د ښځو لپاره غوره دندې وې. د «لېوني ودونه» تر سرليک لاندې دويمه مقاله يې پر ښځو باندې د طلاق د اغېزو د څرنګوالي په اړه وه. نوموړې په دې مقاله کې د طلاق قوانينو د سمون لپاره استدلال وکړ. لېوني ودونه مقاله د يوازينۍ يتيمه نجلۍ پر ځای د نيلي بلي “Nellie Bly” تر سرليک لاندې خپره شوه. په هغه وخت کې د ښځينه ورځپاڼه ليکونکو لپاره د قلمي نومونو کارول دود وو. د ورځپاڼې مدير د سټيفن فوسټر له لورې د “Nelly Bly” په نوم نامتو سندره کې د افريقايي الاصله امريکايي سرليک د ځانګړتيا په وياړ د “Nellie Bly” نوم غوره کړ. کوکران په اصل کې اراده درلوده چې پټ يا مستعار نوم يې “Nelly Bly” اوسي، مګر مدير يې په تېروتنې سره د “Nelly” پر ځای “Nellie” وليکه او تېروتنه همداسې پاتې شوه. جورج ماددين يو ځل بيا له نوموړې څخه اغېزمن شو او د پوره وخت دندې وړانديز يې ورته وکړ. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

نيلي بلي د يوې ليکوالې ‎په توګه پيټسبرګ ډېسپېچ ورځپاڼې لپاره خپل لومړنی کار د فابريکې يا چارځای د ښځينه کارکوونکو په اړه د څېړنيزو مقالو د يوې لړۍ په ليکلو سره د کارګرو ښځو پر ژوند باندې متمرکز کړ. که څه هم لږه موده وروسته ورځپاڼې د فابريکې د څښتنانو له لورې د نوموړې د ليکنې په اړه شکايتونه تر لاسه کړل او نوموړې دا ځل د سينګار، ټولنې او باغوانۍ ته د پوښښ ورکولو په پار ورځپاڼه کې د ښځو اړوند پاڼو لپاره وګومارل شوه، چې د ښځينه ژورنالېستانو لپاره عادي ونډه ده. نوموړې د دې کار له امله خفه شوه. که څه هم يوازې ۲۱ کلنه وه، مګر د هغه څه د کولو هوډ يې درلود، چې وار له مخه بلې هيڅ نجلۍ نه وي کړي. دا مهال يې د باندنۍ خبريالې په توګه مکسيکو ته سفر وکړ، چې د مکسيکويي وګړو د ژوند او دودونو په اړه يې په کې نږدې يو نيم کال راپور ورکولو سره تېر کړل. د نوموړي پيغامونه وروسته د «مکسيکو کې شپږ مياشتې» په نوم کتاب په بڼه چاپ شول. نوموړې په يو راپور کې د مکسيکو حکومت د هغه وخت د “Porfirio Diaz” تر مشرۍ لاندې ديکتاتورۍ باندې د نيوکې له امله د يو سيمه ييز ژورنالېست د بند په اړه خواشيني څرګنده کړه. کله چې د مکسيکو حکومت د بلي د راپور په اړه وپوهېده، نوموړې ته يې د نيولو ګواښ وکړ او هغه يې د هېواد پرېښودلو ته وهڅوله. نيلي بلي په خوندي ډول بېرته خپل هېواد ته ستنه شوه او “Diaz” يې د ظالم تزار په توګه تورن کړ، چې مکسيکويي وګړي ځپي او مطبوعات په خپل واک اداره کوي. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د پناه غوښتل[سمول]

بلي ته يو ځل بيا د تياتر او هنرونو په اړه د راپور ورکولو چارې وروسپارل شوې، چې نوموړې يې له امله په ۱۸۸۷ ز کال کې د ورځپاڼې اداره پرېښوده او نيويارک ښار ته لاړه. نوموړې د دې له امله په پرله پسې ډول له رد سره مخامخ شوه، چې د خبرونو مديرانو به د ښځې ګومارنې ته زړه نه ښه کاوه. له څلور مياشتو تش لاسۍ څخه وروسته د نيويارک نړۍ “New York World” په نوم د جوزف پولېټزر ورځپاڼې دفتر ته لاړه او يوه پټه دنده يې تر لاسه کړه. نوموړې د يادې دندې لپاره د بلېکوېل “Blackwell” ټاپو (چې اوس روزوېلټ ټاپو “Roosevelt Island” نومول شوی دی) باندې د ښځو د ليوني پناه ځای “Women’s Lunatic Asylum” کې د ظلم او بې پروايۍ راپورونو د څېړلو په موخه د باندني لېونتوب هوکړه وکړه. [۲۴][۲۵]

پناه ځای ته دننه کېدل بلي لپاره اسانه کار نه و او لومړی يې پرېکړه وکړه، چې خپل ځان د «ښځينه وو لپاره د لنډمهالي کورونو» په نوم يوه ليليه کې شامل کړي. نوموړې ځان د ګډ وډې او حېرانې ښکاره کېدلو په موخه ټوله شپه ويښه پاتې شوه او تورونه لګول يې پيل کړل، چې د ليليې نور اوسېدونکي ټول لېوني دي. بلي ځايي مرستيال مشرې ته وويل: «دلته ډېر لېوني خلک دي او هيڅوک نه شي ويلی، چې دوی به څه وکړي». نوموړې بستر ته له تګ څخه ډډه وکړه او په پای کې يې د ليليې څو نور اوسېدونکي هم وډار کړل، چې له امله يې له پوليسو څخه وغوښتل شول چې نوموړې نږدې محکمې ته يوسي. بلي يو ځل د پوليس افسر، قاضي او ډاکتر له لورې له پلټلو څخه وروسته د بلېکوېل “Blackwell” ټاپو ته وېوړل شوه. [۲۶]

پناه ځای ته ژمنې بلي په لومړي سر کې ناوړه حالتونه وازمايل. له لس ورځو څخه وروسته پناه ځای د “The World” په امر خوشې کړه. وروسته يې د «په يو لېوني کور کې لس ورځې» په نوم د کتاب په بڼه راپور خپور شو، چې يو حساسيت يې رامنځته کړ، پناه ځای يې د سمونونو پلي کولو ته وهڅاوه او خپل تل پاتې نامتووالی يې تر لاسه کړ. نوموړې پر امريکايي کلتور باندې د پام وړ اغېز درلود او لکه څرنګه يې چې د حېرانوونکې نجلې ژورنالېزم په دوره کې لارښوونه وکړه، د پناه ځای د پولو تر شا د ګوښه شويو ښځو پر تجربو يې رڼا واچوله. [۲۷][۲۸]

بلي په ۱۸۹۳ ز کال کې له ادعا شوي لېوني پرله پسې وژونکي “Lizzie Halliday” سره د ځانګړې مرکې د مهال کولو په موخه له هغه نامتو دريځ څخه کار واخيست، چې نوموړې د پناه ځای د راپور ورکولو له مهارتونو څخه تر لاسه کړی و. [۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ https://www.radiofrance.fr/franceinter/qui-etait-nellie-bly-premiere-femme-grand-reporter-et-aventuriere-1849375
  2. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0231621 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  3. (په July 28, 2019 باندې). She went undercover to expose an insane asylum's horrors. Now Nellie Bly is getting her due..
  4. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  5. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  6. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  7. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  8. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  9. Kroeger 1994، ص. 3.
  10. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  11. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  12. Kroeger 1994، ص. 25.
  13. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  14. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  15. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  16. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  17. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  18. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  19. Kroeger 1994، صص. 43-44.
  20. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  21. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  22. کينډۍ:Cite wikisource
  23. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  24. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  25. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  26. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  27. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  28. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  29. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.