نكل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

موږ ټول لږ و ډېر له نكل سره بلد يو، د نكل څرنگتيا د هغه لنډوالى دى. نكل (حكايت) په حقيقت كې له يوې پېښې څخه گزارش دى، چې كېدى شي حقيقي يا خيالي نه وي. طبيعي خبره ده، چې نكل د خپل لنډوالي په خاطر نه شي كولاى پېچلې بڼه ولري. په ايران كې د عبيد زاكاني نكلونه لنډ، خو طنز ته ورته دي، چې زيات ښكلي او عالي دي. دغه راز د شيخ سعدي حكايتونه هم خواږه او په مانا كې لوړ دي. د نكلونو په ترڅ كې كولاى شو زيات سياسي، مذهبي، ټولنيز، پوهنيز او نور مسايل وروزو. د مشرانو د ژوند له ډول څخه خبر شو او د هغوى د تجربو له زېرمو څخه گټه پورته كړو. نكلونه پر اروايي خوند سربېره د يوه ښه ژوند لپاره، ډېر عبرتناك هم كېدى شي.