نصير احمد احمدي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نصير احمد احمدي

نصير احمد احمدي (په انگرېزي: Nasir Ahmad Ahmadi) يو ځوان ليکوال او خبريال دی. نوموړی په کيسه او ناول ليکنه کې ډېر برلاسى دى او يو شمېر کتابونه يې چاپ شوي هم دي.

مخينه

نصير احمد احمدي د فتح الله احمدي زوی په ۱۳۵۳ لمريز كال غزني ولايت په کره باغ کې زېږېدلى وه.

زده کړې

د نصير احمد احمدي په سيمه کې د زده کړې امکانات ډېر کم وو. د گڼو نورو پښتنو په څېر يې د زده كړ و پيل له الف نه د خپل كلي په جومات كې وكړ. دى لا كوچنى و چې په افغانستان کې سياسي بدلون راغى ا و حالات د هيواد په گوټ گوټ كې ترينگلي شول. دده كورنۍ دخپل كلي پريښ ودو ته اړ وتله ا و كابل ته يې كډه وكړه. په كابل كې يې د حبيبې له ليسې څخه په ښو نومرو بريليك تر لاسه كړ. دده ډيره هيله وه چې ور تر وره خپلې لوړې زده كړې هم بشپړې كړي خو حالاتو اجازه ورنه كړه.

د طالبانو د حكومت پر مهال ايله په دې بريالى شو چې د كانكور په ازموينه كې برخه واخلي . د ازموينې په پايله كې د كندهار پوهنتون د كرنې پوهنځي ته بريالى شو خو د يو لړ ستونزو له امله يې زده كړې نيمگړې پاتې شوې.

ليکوالي

احمدي له مطالعې سره له پخوا مينه درلوده.ده به د ښوونځي پر مهال خپل ډېر وخت د ليسې په كتابتون كې تيراوه. په دې وخت كې احمدي له رسنيو سره كار پيل كړ او د يو خبريال په توگه راڅرگند شو. د خبريالۍ په ډگر كې يې د بي بي سي راډیو له تعليمي برخې سره كار پيل كړ، اوس هم په همدې اداره کې کار کوي. نصير احمد احمدي د خوږ ژبي كيسه ليكوال په توگه شهرت لري ا و لنډو كيسو او ناولونو يې د ډيرو كره كتونكو پام وراړولى دى. د احمدي د کيسو او ناولونو يوه ځانگړنه دا ده چې ډېر انځورونه په کې دي او کليوالي رنگ لري.

چاپ شوي نښيرونه يې

  1. سړه سيلۍ (د لنډو کيسو ټولگه) د ۱۳۸۳ ل کال چاپ.
  2. مينه (د لنډو کيسو ټولگه).
  3. په فلسفه کې تلپاتې پيښې (ژباړه).
  4. بوډا او د لېوانو پلونه (ناول) د ۱۳۸۷ ل کال چاپ.
  5. د واورې سړى (لنډې کيسې) د ۱۳۸۸ ل کال چاپ .
  6. رڼا (ناول) د ۱۳۸۷ ل کال چاپ .
  7. بړبوكۍ (ناول) د ۱۳۸۸ ل کال چاپ.
  8. خونکار (ناول) د ۱۳۸۹ ل کال چاپ.
  9. راځئ کيسه وليکو (تيوريکي نښير) د ۱۳۹۰ ل کال چاپ .
  10. يوه خبره درته وکم ؟ (ناول) د ۱۳۹۱ (۲۰۱۲) ز کال چاپ .
  11. اغزن سيم (ناول) د ۱۳۹۱ ل کال چاپ .
  12. جوجو (ناول) د ۱۳۹۲ ل کال چاپ .

مړینه:

نوموړی د جولای پر ۱۰ مه نیټه کال ۲۰۲۱ میلادې کې د کرونا له ناروغۍ ومړ.

اخځونه

  1. http://www.bbc.com/pashto/interactivity/2013/02/130223_ns_ahmadi_naovel.shtml
  2. http://www.larawbar.net/6701.html Archived 2015-06-20 at the Wayback Machine.
  3. http://www.larawbar.net/28048.html Archived 2015-06-26 at the Wayback Machine.
  4. http://kitabtoon.com/kitabona/zhwandpexe/author/24‎