نجيبه شريف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نجيبه شريف

نجيبه شريف د دكتور سلطان الله يار لورپه 1342هجري لمريز كال كې دكابل په ولايت كې زيږيدلې ده ، اصلي ټاټوبى يې دكاپيساولايت د تگاب ولسوالۍ ده ، اوسنى ټاټوبى يى دكابل ښاردى .

زده كړې[سمول]

دكابل پوهنتون دساينس د پوهنځۍ لېسانسه .

دندې[سمول]

دافغانستان د راډيوټلويزيون پخوانۍ ويانده پاتې شوې په راډيوټلويزيون کې ېې دهنراوادبياتوپه څانگه کې کار کړی، دكابل ښاردالفتح په ليسه كې ښوونكې ،ديونسكودښوونې اوروزنې دكميسيون غړې اوسكرترې، دروزنې دمجلې مسوول مديرې اودښځوچارووزارت دمالي اواداري معينې په توگه ېې هم دندې ترسره کړي.اوسمهال د کابل ولسي جرگې کې د وکیلې په توگه دنده ترسره کوي.

چاپ شوي آثار[سمول]

آغلې نجیبه شریف د دې ترڅنگ چې په ټولنه کې يوه گړندۍ کارکونکې پاتې شوې په څنگ د خپلو بوختياؤ ېې ټولنې ته لیکني چوپړ هم کوي له دې جملې څه ېې ځينې چاپ شوي اثار په دې ډول دي.

  • لس گونې علمي مقالې دهغې له جملې څخه (تعليم و تربيه اناث)
  • سواد حياتي، مسلكي و سواد آموزی برای زنان
  • ښځه دافغانستان د تاريخ په اوږدوكې
  • ښځه او قانون او ښځه او سياست

شخصي ژوند[سمول]

آغلې نجیبه شریف واده كړی ،او د واده ثمره ېې يوه لور او درې ځامن دي .