ناصر خسرو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حكیم ابومعین ناصر بن خسرو بلخي په کال ۳۹۴ هجري قمري په بلخ کې زیږیدلی دی بیا مرو ته تللی او هلته څلویښت کاله په دولتي او دیواني کارونو بوخت شو ی دی ددې اوږدې بوختیا وروسته په کعبې شریفي مشرف شوی دی او دهغه وروسته په سفر رهي شوی دی او په دې سفر کې یې چې اووه کاله يي نیولي هغه له : سرخس ،نیشابور، بسطام، سمنان، رى، قزوین، خرزویل، خندان، شمیران ، سراب ، سعیدآباد ، تبريز ، مرند ، خوى (په ایران کي)، بركراى ، وان ، وسطان ، اخلاط ، بتلیس ، ارزن ، میافارقین ، حران ، قرول ، سروج (په تركیه کې )، منبج ، حلب ، جند قنسرین ، سرمین ، معره النعمان ، كویمات ، حما ، عرقه ، طرابلس ، قلمون ، طرابرزن ، جبیل ، بیروت ، صیدا ، صور (په سوریه کې)، عكا، طبریه ، حیفا ، قیساریه ، رمله ، بیت المقدس ، بیت اللحم ، حبرون (په فلسطین کې)، عرعر ، القراى وادى ، مدینه او مكه او قاهره څخه لیدنه کړې ده.

هغه په دې مده کې بلخ په حسرت یادکړی او وایي:

ای باد عصر اگر گذری بر دیارِ بلخ

بگذر به خانه من و آن جای جوی حال

ای د مازیگر باده که تیرشی په دیار د بلخ

ورشه زما کورته د هغه ځایه وپوښته حال

ددې اوږد سفر په پای کې هغه بیرته بلخ ته تللی اود بده مرغه په (۴۵۲ ) کال کې د بلخ د فقهیانو په فتوای دهغه په کور شبخون وهل شوی دی او دهغه ټوله شته يې تاراج او غلا کړی دی هغه دبلخ د متعصبانو د لاسه نیشابور او مازنداران بیا دبدخشان تگمان ته اواره شوی دی هغه خپله په دي اړه وایي:

من گشته هزیمتی به یمگانم در

بـی هیچ گــنه، شـده به زنهاری

چون دیو ببـُرد خان و مان از من

به زین بـه جهان نیافتم غـاری

زه وتښتیدم یمگان ته

بیگناه شوم ،گناهکار

څرنگه چې شیطان یوړه ملک اومال زما

ښه ددې مې ونه موند په جهان بل غار