ميږی ډوله چرچرک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Myrmecophilidae
ميږی ډوله چرچرک
مملکه ژوی
شاخه بند پښه لرونکې ژوې
څېرمه شاخه شپږ پښې لرونکی ژوي
کلاس خوځندکې
څېرمه کلاس وزر لرونکی خوځندکې
طايفه سيخ وزري خوځندکې
څېرمه طايفه اېنسیفېرا
کورنۍ ميږی ډوله چرچرک

ميږی ډوله چرچرکان (علمي نوم: Myrmecophilidae) د اېنسیفېرا څخه یوه کورنۍ ده چې ۷۱ ډوله ژوې لري او په ۵ جنسو تقسیمېږي. د هغو ژويو څخه د Myrmecophilus جنس تر ټولو مشهور دی چې ۵۷ ډوله ژوې لري.

توصيف[سمول]

مېږی ډوله چرچرکان کوچنۍ ژوې دي چې اوږدوالی یې ۲ - ۱۲ میلیمتره دی. رنگ یې ژیړ یا نسواري وي. ددی ژويو هر ډول هېڅ وزرونه نه لري. نوموړې ژوې دوې سترگې، دوه اوږده انتینونه، او قوي وروستۍ پښې لري.