مونټي ویډو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مونټي ویډو د یوراګوای پلازمېنه او تر ټولو ستر هېواد دی. د ۲۰۱۱ کال د احصائیې له مخې، دا ښار په ۲۰۱ کیلومتر مربع ځمکه کې ۱۳۱۹۱۰۸ وګړي لري (د ټول هېواد د وګړو ۱ پر درېیمه برخه). مونټي ویډو د هېواد په سویلي ساحل کې پروت ښار دی چې د ریو ډي لا دښتې له شمال ختیځې څنډې سره پوله لري.[۱]

دغه ښار په ۱۷۲۴ ز کال کې د یوه هسپانوي سرتیرې، برونو ماوریچیو ډي زبالا له خوا د پلاتین سیمې پر سر د هسپانې او پرتګال د شخړو پر مهال د یوه ستراتیژیک حرکت په توګه جوړ شو. همداشان په ۱۸۰۷ ز کال کې د لنډې مودې لپاره د بریتانیا تر کنترول لاندې راغی، خو بالاخره دا ښار د هسپانوي کریولونو په مټ بریتانیايي ځواکونه بیرته وشړل شول. مونټي ویډو د Mercosur او ALADI اداري مقر هم دی، دا دواړه په لاتینه امریکا کې پرمختلونکي سوداګریز بلوکونه دي، داسې بلوکونه چې په اروپا کې د بروکسیل له رول سره د پرتلې وړ دي.[۲]

په ۲۰۱۹ ز کال کې د ژوند د کیفیت په اړه د Mercer رپوټ، موڼټي ویډو په لاتینه امریکا کې په لومړي کتار کې راوست، چې دا مقام له ۲۰۰۵ ز کال راهیسې د دې ښار له خوا ساتل شوی دی. له ۲۰۱۰ ز کال راهیسې، مونټي ویډو په دغه قاره کې ۱۹ تر ټولو ستر اقتصاد درلود او په سترو ښارونو کې د ستر عاید د تر لاسه کوونکو په ډله کې په ۹م مقام کې و. په ۲۰۲۲ ز کال کې، اټکل کېږي چې دا ښار به ۵۳.۹ میلیارد ډالره GDP ولري، چې د سړي سر کلنی عاید به یې ۳۰.۱۴۸ امریکايي ډالر وي.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

په ۲۰۱۸ ز کال کې، دا ښار د بیټا نړیوال ښار په توګه ډلبندي شو چې په لاتینه امریکا کې یې اتمه درجه او په نړۍ کې په ۸۴ درجه راغلی و. مونټي ویډو په ۱۹۳۰ ز کال کې د فیفا د نړیوال لومړني کپ سیالیو په درشل کې د هر لوبې کوربه وه. مونټي ویډو د یوه له بیروباره ډک ځای په توګه چې د ژوند کولو بډایه کلتور لري او د تکنالوجۍ او د کارزېږونې د کلتور لرونکي ښار په توګه ستایل شوی دی. په ۲۰۱۳ ز کال کې د ماسټر کارت نړیوال مقصد لرونکو ښارونو د یوې سروې له مخې مونټي ویډو په لاتینه امریکا کې اتم مقام تر لاسه کړ.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په ۲۰۱۴ ز کال کې، په نړۍ کې د ګي-دوستانه (Gay-friendly) له اړخه پنځم او په لاتینه امریکا کې لومړی ښار وګڼل شو. دا ښار په یوراګوای کې د سوداګرۍ او لوړو زده کړو مرکز ګڼل کېږي. دغه ښار همداشان د یوراګوای کلتوري مرکز دی چې په میتروپولیټن سیمه کې یې د وګړو شمېر ۲ میلیونو ته رسیږي.[۱۵][۱۶]

ایتمولوژي[سمول]

د مونټي ویډو په اړه ګڼ شمېر تشریحات شته. ټول پر دې هوکړه لري چې د “Monte” اشاره Cerro de Montevideo ته ده، هغه غونډۍ چې د مونټي ویډو په خلیج کې موقعیت لري، خو د “Video” په اړه بیا اختلافات شته.[۱۷]

تاریخ[سمول]

لرغونی تاریخ[سمول]

له ۱۶۸۰ تر ۱۶۸۳ ز کلونو پورې، پرتګال د بوینوس ایریس د خلیج په سیمه کې د کولونیا ډو ساکرامنټو ښار جوړ کړ. دغه ښار تر ۱۷۲۳ ز کال پورې کله چې هغوی د مونټي ویډو د خلیج شاوخوا په لوړو سیمو کې د مورچو پر جوړولو لاس پورې کړ د هسپانویانو له مقاومت سره مخ نشو. د ۱۷۲۳ ز کال د نوامبر په ۲۲مه، د پرتګال فیلډ مارشال مانویل ډي فریټاس ډا فونسیکا د مونتیویو کلا جوړه کړه.

د برونو ماوریچیو ډي زبالا د ښار د هسپانوي والي له خوا له بوینوس ایریس څخه یوه هسپانوي لښکرکشي ولیږل شوه. د ۱۷۲۴ ز کال د جنوري په ۲۲مه، هسپانویانو وکولای شول چې پرتګالیان اړ کړي تر څو دا سیمه پریږدي او په دې ښار کې یې د خپلو وګړو پر زیاتوالي باندې لاس پورې کړ، په لومړي سر کې یې شپږ کورنۍ له بوینوس ایریس نه هلته یوړي او ډېر ژر له هغه وروسته د قناري جزایرو کورنۍ چې په ګوانچ یا قناري باندې مشهور وو، دې ښار ته ور دننه شول. همداشان په دې ښار کې له پخوا نه د خورخه بورګیس په نوم یو ایټالوي کس اوسېده.[۱۸]

۱۹مه پېړۍ[سمول]

د ۱۸۰۷ ز کال د فبروري په ۳مه، د جنرال سامویل اوچماتي او سمندرسالار چارلیز سټیرلینګ تر مشرۍ لاندې بریتانوي ځواکونو دغه ښار د مونټي ویډو د جګړې (۱۸۰۷) پر مهال ونیو، خو په هغه کال د سپټمبر په ۲مه بیرته د هسپانویانو له خوا هغه مهال ونیول شو کله چې جان وایټ لوک اړ شو چې خپل ځان هغو ځواکونو ته تسلیم کړي کوم چې د بانډا اورینټال له خوا تشکیل شوی و – د نن ورځي ټول یوراګوای او د بوینیس ایریس اوسنۍ سیمه. له دغې جګړې وروسته، د مونټي ویډو والي فرانسیسکو ژاویر ډي ایلیو له نوي وایسرای سانټیاګو ډی لاینیرس سره مخالف وښود او کله چې په هسپانیا کې د جزیرې جګړه پیل شوه نو د لاینیریس په دفاع کې یې حکومتي جانتا رامنځته کړه، ایلیوس بېرته دا جانتا هغه مهال له منځه یوړه کله چې د لاینیریس پر ځای بلتازر هیډالګو ډي سینیروس راغی. [۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. "Censos 2011 Montevideo". INE. 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ نومبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  2. "Google Earth Montevideo Map". One World – Nations Online Project. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  3. "2019 Quality of Living Survey". Mercer. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  4. "Quality of Living Worldwide City Rankings Survey" (PDF). Mercer. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  5. Gainza, Patricia P. "CIUDADES LATINOAMERICANAS EN EL ÍNDICE DE CALIDAD DE VIDA". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ نومبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  6. "Diario EL PAIS - Montevideo - Uruguay". historico.elpais.com.uy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  7. "The 8 Smartest Cities in Latin America". 3 December 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  8. "Quality of Living City Ranking | Mercer". mobilityexchange.mercer.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  9. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  10. (((61/33)^(1/15))^12)*33 and (((33/21)^(1/15))^12)*21.
  11. "The World According to GaWC 2018". Geography Department, Ghent University. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  12. "Montevideo travel". Lonely Planet. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  13. "MasterCard Global Destination Cities Index" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  14. "The 8 Smartest Cities in Latin America". 3 December 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  15. "The most gay-friendly places on the planet". Lonely Planet. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ نومبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  16. https://nomadlist.com/gay-friendly-cities-in-south-america [مړه لينکونه]
  17. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  20. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).