موریس مولېټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

موریس د ۱۸۶۱–۱۹۲۶ کلونو ترمنځ د (Zodiac Aerospace) شرکت شریک بنسټګر وو. په ۱۸۹۶ کې یې له (Henry de La Vaulx) سره او ځینو نورو ټولنو سره یوځای شو تر څو د (Mallet, Mélandri et de Pitray) په نامه شرکت جوړ کړي. دې شرکت په پیل کې د سپورت او ګرزندویی لپاره بالونونه جوړول. په ۱۸۹۹ کې یې د شرکت نوم (Ateliers de Constructions Aéronautiques Maurice Mallet) ته بدل کړ او د فرانسې له هوايي کلب سره د تولید دوامداره قراردادونه وکړل. د دې ترڅنګ یې د بالون لپاره مجله جوړه کړه او د بالونونو انځورګري یې پکې خپرول; له مجلو یې نامتو (L’Aerophile) ده.


په ۱۹۱۱ کې یې د خپل شرکت نوم (Zodiac Aerospace) ته بدل کړ او له دې وروسته یې د الوتکو او هوایي بیړیو په جوړونه پیل وکړ د شرکت ډیر تولید یې په لمړۍ نړیواله جګړه هم کارېدلی.