ملکه تسیشي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډواجر امپرېس/ملکه تسیشي (زوکړه: د ۱۸۳۵ زکال د نومبر ۲۹مه – مړینه: د ۱۹۰۸ زکال د نومبر ۱۵مه) مانچو یهي نارا قبیلې ته اړونده چینايي اشرافي مېرمن وه چې د چینګ لړۍ په وروستیو کې یې د ملکې او نایب السلطنتې په توګه له ۱۸۶۱ زکال څخه په ۱۹۰۸ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله د شاوخوا پنځوسو کلونو لپاره د چین دولت په اغېزمنه بڼه کنټرول کړ. نوموړې د نوې ځوانۍ پر مهال د سترواک شیان فنګ د صیغه یي مېرمنې په توګه وټاکل شوه چې په ۱۸۵۶ زکال کې یې له هغه څخه د تونګژي (زایشان) په نامه زوی وزیږېد. وروسته له هغه چې په ۱۸۶۱ زکال کې سترواک شیان فنګ ومړ، د هغې پنځه کلن زوی تونګژي سترواک وټاکل شو او تسیشي د شیان فنګ د کونډې ملکې، شیان په خوا کې د نایب السلطنتې ملکې رول پر غاړه واخیست. تسیشي د نایب السلطنت په دربار کې ټول هغه چارواکي له دندو ګوښه کړل چې مړ شوي سترواک ټاکلي و؛ په دې سره یې له شیان سره یوځای د نایب السلطنتۍ چارو ته اوږه ورکړه. تسیشي په ۱۸۷۵ زکال کې وروسته له هغه چې خپل وراره یې د ګوانګژو سترواک وټاکه، په دغه لړۍ یې خپل کنټرول دایمي کړ. شیان په ۱۸۸۱ زکال کې د خپلې مړینې پر مهال د مرستیالې نایب السلطنتې په توګه چارو ته دوام ورکړ.

تسیشي په تونګژي بیارغونې څارنه کوله، دا د معتدلو اصلاحاتو هغه ټولګه وه چې مرسته یې وکړه دغه رژیم تر ۱۹۱۱ زکال پورې دوام راوړي. په داسې حال کې چې تسیشي د لویدیځو دولتونو د ماډل څخه له ګټنې ډډه کوله، خو د ټکنالوژیکي او پوځي اصلاحاتو او همدارنګه د ځان پیاوړي کوونکي خوځښت څخه یې ملاتړ کاوه. نوموړې په ۱۸۹۸ زکال کې د سل ورځنیو اصلاحاتو له اصولو ملاتړ وکړ، خو ویرېدله چې له بوروکراتیک ملاتړ پرته به د هغو ناڅاپي اجرا اخلال کوونکې شي او د هغو له امله به له رامنځته کېدونې کمزورتیا څخه د جاپان په ګډون نور بهرني قدرتونه ناوړه ګټنه وکړي. هغې سترواک ګوانګژو چې فکر یې کاوه غواړي دا ترور کړي، د راډیکال اصلاح غوښتونکو د ملاتړ له امله په خپل کور کې بندي کړ خو نور اصلي اصلاح غوښتونکي یې په ښکاره ډول اعدام کړل. وروسته له هغه چې بوکسر پاڅون د متفقینو د ځواکونو د برید لامل وګرځېد، تسیشي په پیل کې له باکسر ډلو ملاتړ وکړ او د برید کوونکو پر وړاندې یې د جګړې اعلان وکړ. په دغه جګړه کې یې ماته ورته یو حیرانونکی سپکاوی وګرځېد. هغه مهال چې تسیشي له ژیان څخه بېجینګ ته ستنه شوه، هلته یې سترواکي اعلان او له بهرنیانو سره یې غوره اړیکو جوړولو ته مخه کړه؛ هغې د مالي او بنسټیزو اصلاحاتو په پلي کولو لاس پورې کړ څو چین په یو مشروطه سلطنت بدل کړي. د ۱۹۰۸ زکال په نومبر میاشت کې د تسیشي او ګوانګژو دواړو مړینه لامل وګرځېده دربار د مانچو محافظه کارانو لاس ته ولوېږي؛ همداو چې هغوی د پویي په نامه ماشوم د دغې ناکرارې او په ژوره توګه ویشل شوې ټولنې د پاچاهۍ په تخت کښېناوه.

په چین کې دننه او له چین بهر تاریخ لیکونکو د تسیشي د میراث اړوند بحث کړی دی. نوموړې په معمول ډول د یوې بې رحمه مستبدې په توګه توصیف شوې او ارتجاعي سیاستونه یې په داسې حال کې چې د چینګ د ستونزو څخه ډکې لړۍ د واکمنۍ په اوږدوالي کې بریالي و، خو بالاخره په ووچانګ پاڅون کې دغې لړۍ ته د سپکاوي او د هغو د سقوط لامل وګرځېدل. ورته مهال بیاکتنه پالونکي د هغې سیاسي نظم او چارې ستایي او څرګندوي چې ملت پالو او کمونېستو انقلابیونو نوموړې د داسې ریښه لرونکو ستونزو لپاره قرباني کړه چې د حل وړ نه وې. هغې ته د ګڼ شمېر اغېزمنو اصلاحاتو کریدیت اړوند بلل کېږي، خو دغه اصلاحات یې په ډېر ځنډ سره ترسره کړل چې په دغو کې د هغې د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د غلامۍ، د شکنجې د پخوانيو کړنلارو او همدارنګه د مدني خدمتونو د ازموینې د زاړه سیسټم له منځه وړل شامل و. د وروستي مورد اړوند تازه کړنلار د پېکېنګ پوهنتون په ګډون د یو شمېر بنسټونو له خوا وړاندې شوه.

د پردې تر شا واکمني[سمول]

نوې دوره[سمول]

د ۱۸۶۱ زکال په نومبر میاشت کې د شینیو له کودتا څو ورځې وروسته تسیشي په چټکۍ سره شهزاده ګونګ د خپلو مرستو له امله مکافات کړ. نوموړی یې نایب السلطنت وټاکه او خپله مشره لور یې د لومړۍ درجې شاهزادګۍ په توګه وټاکله، هغه لقب چې په معمول ډول د سترواک مشرې لور ته ورکول کېږي. ورته مهال تسیشي، شهزاده ګونګ ته ټول هغه واکونه ورنکړل چې د سترواک شونژي د واکمنۍ پر مهال د ډورګون په څېر شهزاده ګانو لرل. د پردې تر شا حکومت د لومړنیو اقداماتو په توګه تسیشي له شیان سره یوځای د دغه مهال د سیاسي او حکومتي مرکز د ذهني روزنې له مرکز څخه د سترواک ماشوم له اړخه دوه فرمانونه صادر کړل. په لومړي فرمان کې راغلي و چې دواړې ډاوجر ملکې باید له کومې مداخلې پرته پرېکړه کوونکې واوسي او دویمي فرمان بیا د سترواک لقب له ژیانګ (祺祥؛ «نېک بخته») څخه تونګژي (同治؛ «جمعي ثبات») ته تغیر کړ. [۱]

په داسې حال کې چې شیان او تسیشي یوازني پرېکړه کوونکي وټاکل شول، خو دوی اړ وې څو د ایالتي چارو د مخته وړو په موخه په لویې شورا او یو لړ پېچلو پړاوونو تکیه وکړي. هغه مهال به چې دولتي اسناد راوړل شول، په پیل کې به دواړو ملکو ته وړل کېدل او بیا به له هغو وروسته شهزاده ګونګ او لویې شورا ته راجع کېدل.

بهرنی اغېز[سمول]

له ۱۸۵۰ زکال څخه تر ۱۸۶۰ زکال پورې د تریاکو په دویمه جګړه کې د چین ماته یو د خطر زنګ و. دغه مهال د ځمکې پر سر، په سمندرونو او همدارنګه له تسلیحاتي پلوه د چین پوځي ستراتیژۍ پخوانۍ وې. تسیشي د بهرنیانو له خوا د فوري ګواښ په احساس او د دې په درک سره چې د چین کرهڼیز اقتصاد نه شي کولای د صنعتي لویدیځ د ځواکونو پر وړاندې سم کار ورکړي، د چین په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره داسې پرېکړه وکړه چې چین باید له لویدیځو قدرتونو څخه زده کړه وکړي او د هغوی پوهه او ټکنالوژي خپل هېواد ته راوړي. دغه مهال د چین دریو مهمو هان چارواکو، ژینګ ګوپن، لي هونګژانګ او ژو ژونګټنګ د هېواد په سویلي برخو کې د صنعتي پروګرامونو په پلي کولو لاس پورې کړی و. له دغو پروګرامونو څخه د ملاتړ په موخه تسیشي په ۱۸۶۲ زکال کې په بېجېنګ کې د ټانګوین ګوان په نامه د لویدیځو ژبو د زده کړو په موخه ښوونځی پرانیست. دغه ښوونځي د ستورپوهنې او ریاضیاتو په څېر د نوې دورې د موضوعاتو اړوند ښوونیز نصاب درلود او همدارنګه یې زده کوونکو ته انګریزي، فرانسوي او روسي ژبه ور زده کوله. ورته مهال یو شمېر چینايي ځوانان د زده کړو په موخه له هېواده بهر متحده ایالاتو ته ولېږل شول.

«له بهرنیانو څخه د زده کړو» تر عنوان لاندې د چین پروګرام په چټکۍ سره له خنډونو سره مخ شو. ورته مهال د چین پوځي بنسټونو په کلکه سره اصلاحاتو ته اړتیا لرله. د دغې چارې لپاره د تسیشي حل لار د درباري چارواکو تر نظر لاندې د بریتانیا د اتو جنګي بېړیو پېرل و. خو هغه مهال چې دغه جنګي بېړۍ چین ته ورسېدې، انګریزي کشتۍ چلوونکو په هغو کې کار کاوه چې ټول د بریتانیا تر امر لاندې و. چینایان له دغې «نړیوالې ریشخندۍ» څخه غصه شول، د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې له ماتې سره مخ شوې؛ همدا و چې چین بېرته دغه بېړۍ بریتانیا ته وسپارلې او داسې پلان ونیول شو چې دغه بېړۍ همالته لیلام شي. څېړونکي ځینې وختونه د چین د بهرنیو پالیسو ماته د تسیشي لرغونو او محافظه کارانه لیدلورو ته اړونده بولي او باوري دي چې تسیشي یوازې په دې شرط ډېر څه له بهرنیانو زده کول چې د هغې له قدرت څخه څوک تېری وه نه کړي. تسیشي په دې پلمه چې د اوسپنې د پټلۍ کار ډېر اوږد دی او له امله یې «د سترواکانو مقبرې آزار» کېږي د هغو د جوړولو چارې یې منع کړې. له دې سره هغه مهال چې د اوسپنۍ د پټلۍ چارو په ۱۸۷۷ زکال کې د هنګژانګ په لارښوونه دوام وموند، تسیشي امر وکړ چې هغه دې په آسونو پسې په کش کولو ووژل شي. ورته مهال هغې په موټر کې له تګ څخه هم ډډه کوله ځکه چې چلونکي نشو کولای د هغه مهال له تشریفاتو سره مطابق لومړی دا له موټره راښکته کړي. تسیشي په ځانګړې توګه د هغو کسانو له لیبرال فکر څخه اندېښمنه وه چې په بهر کې یې زده کړې کړې وې او داسې فکر یې درلود چې هغوی د دې د ځواک لپاره نوی ګواښ جوړوي. په ۱۸۸۱ زکال کې تسیشي بهر ته د ماشومانو د لېږلو سیاست ته پای ټکی کېښود او د بهرنیانو اړوند یې خپل پخواني لیدلوري ته شا کړه. [۲][۳]

سرچينې[سمول]

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. [Professor Sui Lijuang: Lecture Room Series on Cixi, Episode 9]
  3. "Empress Dowager Cixi by Jung Chang, review". www.telegraph.co.uk. 11 October 2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)