ملالۍ بشیر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ملالۍ بشیر

فولبرایټره خبریاله په ټولنیزو شبکو کې د ښځو د حقونو مبارزه

ملالۍ بشير د چک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې ژوند کوي. هغه له ازادي راډيو سره د خبريالې، تلويزیون او ويډيو پروډيوسرې په توګه کار کوي. نوموړې په څلورو ژبو (پښتو، دري، انګليسي او اردو) ليک، لوست او خبرې کولای شي. مېرمن بشير د بي، بي، سي، فارن پالیسي مجلې او ډېلي ټايمز ورځپاڼې په ګډون په ګڼو نړيوالو خپرونو کې ليکنې کړي. ‎ ملالۍ بشير د فلبرايټ معتبر سکالرشپ له لارې په امريکا کې خپله ماسټري تر لاسه کړې ده. د زده کړو بشپړولو وروسته دا بیرته افغانستان ته ستنه شوه خو د وظيفې له غوښتنې سره سم اوس له افغانستانه بهر د هیواد خدمت کوي. دا د افغانستان اړوند په ځانګړې توګه د افغان ښځو د ژوند په برخه کې لکچرونه ورکوي. هغې په ۲۰۱۵م کال کې د ټول افغانستان پر کچه د اغېزمن ټويټر کاروونکي جايزه تر لاسه کړې. نوموړې د مېرمنو د حقونو مبارزه ده او د ‪afghanwatch‬‫ په نوم يو بلاګ هم پر مخ وړي.‬ ‎‫مېرمن بشير له رسامۍ سره هم علاقه لري او د غوړ او اوبلن رنګ تر څنګ په اکريليک رنګونو تابلوګانې جوړوي. ‬‬‬‬ ملالۍ بشير د ژورنالیست او ليکوال بشير احمد ګواښ مېرمن ده. دوی درې لوڼې لري. ‎د ملالۍ بشير ځیني انګلیسي راپورونه په لاندي لينکونو کې لوستلای شئ.