معمولي مندته

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Prunus armeniaca
Armeniaca vulgaris

معمولي مندته (په لاتين:Prunus armenica ) د آلوگانو څخه یوه مېوه ده چی د آسيا څخه نړۍ ته پراخه شوه. په اوس وخت کی معمولی مندته د نړۍ په بیلا بیلو سیمو کی کرل کېږي.

توصيف[سمول]

د مندتې ونه ټيټه ونه ده چی لوړوالی یی ۱۲ مترو ته رسېدلای سی. د ونې د ساقې سور ۴۰ سانتمتره ده. پاڼې یی د هگۍ شکل لري. نوموړي ونه په حمل کی گل کوي او د گلانو رنگ گلابي دي. د مندتې مېوې په جولای کی پخېږي. مندته د زری لرونکی مېوو څخه دی چی رنگ یی نارنجي دی او لوی والي یی ۲،۵ سانتمترو ته رسېدلای سی.