مسلمان عالمان چې د پهودو لخوا ترور شوې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مسلمان عالمان چې د يهودو لخوا ترور شوې.

ليکنه: عبدالواجد نياﺯى

ويل کيږې چې په ۲۰۰۳ نه تر ۲۰۰۶ پورې صهيونيستانو ۵۳۰ عراقي عالمان او ۲۰۰ پوهنتون استادان ترور کړې دې.

کله چې عراق د امريکا لخوا اشغال شو. نو اسرائيلو د امريکا په همکارې ۵۲ عراقې اټومې او بيولوژيکې عالمان شهيدان کړل. او د مسلمانو هيوادونو عالمانو ترور کولو لړې فعلا هم دام لرې.

۱- ډاکټر يحيى المشد مصرى عالم د اسکندريه الکټريک پوهنتون څخه ۱۸۵۶ په ميلادې کال کې فارغ شو. هغه د انور سادات وخت کې د عراق هستوى پروګرام کې ګډون وکړ. خو ۱۹۸۰ کال کې په فرانسه کې ترور او مړې يى په يو هوټل کې پيدا شو.

۲- سميره موسى مصرى عالمه د اټوم انجيره وه ، سميره موسى د فزيک اټومې انجينرې څخه فارغه وه. او امريکا ورته پيشنهاد وکړ چې مونږ درته تابعت در کوو مونږ سره کار وکړه. ونه منله، هغه مصر ته راغله او د اټومې ټولنې بنسټ يي کيښود. په ۱۹۵۲ ميلادې کال کې امريکا ته په سفر تللې وه او د امريکا کلفرنيا ښار کې ترور شوه. په موټر ووهل شوه

۳- حسن کامل الصباح لبنانې عالم او مخترع چې امريکا کې ترور شو.

۴- رمان حسن رمال لبنانې عالم چې فرانسه کې ترور شو. يو فرانسوى اخبار د لوبون په نوم رمان حسن ته د فزيک په برخه کې عصر ستر عالم لقب ورکړې وه.

۵- نبيل فليفل د هستوي انرژۍ عالم چې ۳۰ کاله عمر يى لره. ژوندې نادرکه شو. او ۱۹۸۴ م کال کې مړې بيت العور علاقه کې پيدا شو.

۶- جمال حمدان مصرى مورخ ۱۹۹۳ م کال مصر کې يی آپارتمان ته اور واچول شو شهيد شو. ورور يی رسنيو ته وويل چې په سر داسی  نښه وه چې په تيره څيز وهل شوى وې.

جمال حمدان درې کتابونه تاليف کړې وه چې مهم کتاب يى الیهود و الصهیونیه و بنواسرائیل وه. د مرګ پس همده بلاک لاندې پوړ کې يوه بهرنې ښځه او سړې ژوند کاوه. دوه مياشتي کېدې اوسيدل. خو د پيښه نه بعد نادرکه شول.

۷- سمير نجيب د مصر هستوې عالم او د امريکا ډيټرويټ پوهنتون استاد د مصر او اسرائيلو جنګ نه پس پريکړه وکړه، مصر ته راغى په لاره کې يى موټر په ټيلر ووهل شو ترور شو.

۸- ابراهيم الظاهرى عراقى هستوې عالم چې د کاناډا څخه هستوى علومو کې دکتورا لرله ۲۰۰۳ م کال کې خپله موټر ډريورى کوله د يو ټکسى څخه په اسلحه نښه شو او شهيد کړل شو (ترور شو).

۹- جاسم الذهبي عراقی پروفيسور او د بغداد پوهنتون اقتصاد پوهنځې رئيس ۲۰۰۶ م کال کې د پوهنتون په لاره کې په اسلحه ترور شو.

۱۰- محمد الزواری د طيارو تونسی انجينر چې تونس کې ۲۰ ډﺯه وويشتل شو شهيد شو.

۱۱- دکتور على مصطفى مشرفه مشهوره فزيک پوه په ۱۹۵۰ م کال کې مسموم او سکندريه کې شهيد شو.

۱۲- سعيد السيد بدير مصرې عالم او سپوږمکۍ متخصص ۱۹۸۹ م کال سکندريه کې ومړ. ﺯياتو وګړو او ميرمنې ويل چې وژل شوى ده.

۱۳- فادى البطش فلسطينى عالم چې د برق انجينرې کې د مالیزيا څخه د بهترين Research کوونکې جایزه ګټلې وه. يا يی ترلاسه کړى وه. ۲۰۱۸ م کال کې ترور شو.

۱۴- سلوى حبيب څو کتابونه اسرائيلو او صهيونيزم په اړه ليکلې آخرنې کتاب يي د صهيونستانو نفوس په افريقا کې په نامه وه. خپل اپارتمان کې شهيده شوه.

او استاد سلوى حبيب د افريقا مطالعاتو مرکز غړې هم وه.

۱۵- مسعود على محمدى ايرانې عالم، متخصص د اټوم فزيک په برخه کې مسعود انفجار په واسطه د موساد لخوا ترور شو. او قاتل ونيول شو. او اعدام شو.

۱۶- مجيد شهريارى د ايران هستوې عالم د يو بل هستوې عالم فریدون عباسی سره يو ځاى قتل شو.

په ۲۰۰۱۰ م کال کې يو نقاب لرونکې شخص د دوې په موټر کې بم نسبوى دواړه وژل کيږې.


۱۷- ابوبکر عبدالمنعم مصری عالم په مراکش، علمې غونډه کې ترور شو. دا غونډه د نړيوالې اټومې انرژې اژانس لخوا مراکش کې دايره شوې وه. يو چا ورته په غونډه کې شربت راوړ هغه شربت کې ﺯهر ول، لمنځه لاړ.

                            عبدالواجد نیازی