مسلمان ساينس دانان,مستبد او درباري ملايان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هغه مسلمان ساينس دانان چې د مستبدو حاکمانو او درباري او تنګ نظره ملايانو د لاسه اذيتونه وليد او يو شمېر يي ووژل شول! لمړي: بوعلي سينا چي په ابن سینا مشهور دي! په بخارا کي وزيږيد په لس کلنۍ کي د قرآن کريم حافظ شو..په څوارلس کلنۍ کي د طب علم زدکړه پيل کړه په ولس کلني کي د بخارا حاکم د دربار معالج شو.. په دغه وخت کی په تفسير، حديث، رياضياتو، فلسفي ، علم نجوم ٫ فلکياتو او طب برخه کې زدکړې او مطالعات وکړل.. درباريانو د دسيسو له وجې خوارزم ته په تيښتې مجبور شو.د خوارزم کي خپل علمي خدمات د دربار سرپرستي لاندې کول چي سلطان محمود غزنوي لخوا خوارزم فتح شو هغه ټول علماء په شمول د ابو ريحان البيروني د اسیرانو په شکل غزني ته منتقل کړل. ابو علي سينا پټ شو د سلطان محمود غزنوي لخوا اشتهاري اعلان شو. ابو علي سينا حمدان ته وتښتيد هلته د درباري او تنګ نظره ملايانو سره د علمي او طبي بحث وروسته د مخالفت سره مخامخ شو.. د حمدان ملايانو پري د بدعتي، اؤ کافر فتوي ورکړه.. حمدان حاکم لخوا ورته د مرګ سزا وټاکل شوه.. ابن سينا په حمدان کې ځان ورک کړ او هغه په همدې موده کي خپل مشهور تصنيف چې په پنځو جلدو کي ليکل شوي او تر شپږ سوو کلونو د اروپا په پوهنتونونو ولوستل شو وليکه د مشهور کتاب نوم يي القانون في الطب دي .. دا کتاب هغه په داسې حال کي وليکه چې په پټه يي ژوند کاوه... هغه ټول څلور سوه او پنځوس کتابونه ليکلي چې اوسمهال دوه سوه او څلويښت يي په نړي کي شته هغه په پټه ، غربت او په ويري خپل اخري ژوند تير کړ د مرګ وخت کي ټول مال صدقه کړ ، غلامان يي آزاد کړل او د قولنج مريضي له امله ګمنامه ومړ... دوهم: ابوبکر محمد بن زکريا الرازي... رازي په 864 ميلادي کي د ايران را ښار کي زيږيدلی ، هغه ته په طب او کيميا کي د امام لقب ورکړ شوي. هغه په غربي نړي کي د عربي جالينوس په نامه مشهور دي. هغه د نړي لويو کيميادانانو څخه شمېرل کېږي ، هغه په طب ، مهندسي ، کيميا ،ادب،فلسفه او رضيياتو کې زدکړې ، ليکنې او ايجادات وکړل.. هغه په نړي کې د لمړي ځل لپاره د واکسين نظريه ورکړه او چيچک مرض په اړه يي خپل جوړ کړي واکسين تطبيق کړل هغه څو ځل د خپلو نطرياتو په جرم مختلفو ځايونو ته وشړل شو د حاکمانو او درباري ملايانو لخوا پري د نوي نطرياتو په جرم مختلفي فتواوي ورکړ شوي. بلاخره د بخارا حاکم لخوا امر وشو تر څو د هغه کتابونه د هغه په سر تر هغه ووهل شي چې يا کتابونه له منځه لاړ شي او يا د رازي سر.. هغه په سر د همدې وهلو له امله ړوند شو او په 920 ميلادي کال کې د ټپونو څخه ومړ... دريم: ابن رشد د يولسمې ميلادي صدي د لويو مسلمان ساينس دانانو څخه شمېرل کيږي. هغه په 1126 ميلادي کال کي د پخواني اندلس او اوسنی هسپانیا قرطبې ښار زيږيدلی. په ديني علومو ، فلسفي، رياضي، طب ، قانون ، فلکياتو کي د نړي لوي علماوو او د وخت ساينس دان شميرل کيږي. د هغه تصنیفات په طب ، فلسفه ، فلکياتو کي په غربي نړي کي ډير شهرت موندلی. هغه په منطق او عربي قواعدو کې هم کتابونه ليکلي ، هغه په طب او کيميا کي خپل ايجاديات لري. هغه په هسپانیا کي د اموي خليفه يعقوب يوسف وخت کي د قرطبې ښار قاضي القضات وه، په تقوي او عبادت کي ښه شهرت درلود. اموي خليفه يققوب المنصور لخوا پري د سياسي اختلاف په اساس د کفر فتوا ورکړ شوه په جامع جومات کې د ستني پوري وتړل شو او لمونځ کوونکو ته وويل شو چې توکاڼي پري وکړي... د هغه ټول کتابونه د خليفه لخوا وسيزل شو. هغه لمړي السانيه منطقي ته وشړل شو او ورسته په مراکش کي په ګمنامي کي ومړ.. څلورم: يعقوب ابن اسحاق الکندي هغه په 801 ميلادي کال کي زيږيدلی او په 883 کي وفات شوي. هغه د اسلامي نړي د لمړنيو ساينس دانانو څخه دي. هغه په اسلامياتو، طب، فلکياتو ، فلسفه ،جغرافيه ، رياضياتو ، کيميا ، موسيقۍ ،نفسياتو ، حکمت ،سياست ، شعر او ادب کي بي ساري مهارت درلود.. هغه په دغه اړوند 242 کتابونه ليکلي . هغه د طب په اړه 20 او د فلکياتو په اړه 40 تصنيفات درلودل.. هغه د مامون الرشید، معتصم او واثق زمانه کي ډير پرمختګ وکړ .. خو کله چې متوکل خليفه شو د دربار ملايانو سره اختلافات پيل شول .. هغه په دربار کي دومره بدنام کړاي شو چي خليفه امر وکړ چي د هغه کتابخانه د وسيزل شي. هغه يي په 60 کلني کي د بغداد په ښار کې د خلکو په وړاندې پنځوس دري ووهل شو.. هغه به هره دري سره چغي وهلي او درباريانو به د خوښې چغي کړلي.. بلاخره په 883 کال کي په ګمنامي کي ومړ.. پنځم: جابر بن حيان هغه په 721 ميلادي کي په خراسان کې زيږيدلی.. هغه خپلې ديني زدکړي د امام جعفر صادق څخه کړي. د هغه پلار د امويانو لخوا ووژل شو . مور يي د خلکو په منځ کې يواځې د سياسي فعاليت په جرم د خراسان والي لخوا د بازار په منځ کې په درو ووهل شوه او شهیده کړاي شوه. هغه د نړي لمړي کيميا دان کڼل کيږي ، هغه ته په نړي کي د کيميا بابا لقب ورکړ شوی. هغه په غربي نړي کي د Gerber په نامه مشهور دي. هغه کيميا ، طب ، فلکياتو ، علم نجوم او رياضياتو کي مهارت درلود.. هغه په لمړي ځل د ليټاډ اله ايجاد کړه چې تر اوسه تري په لابراتوارونو استفاده کيږي.هغه په لمړي ځل مختلف تيزابونه ايجاد کړل.. هغه په لمړي ځل د وسپنې زنګ مخنوي کميکل جوړ کړل.. هغه شيشي ته مختلف رنګونه ورکول ايجاد کړل له بده مرغه د هغه انجام هم ښه نه وه.. هغه د هارون الرشید برمکي وزيز يحيي برمکي د ښځي علاج وکړ.. د هغه لخوا د برمکي کورنۍ د علاج طبيب مقرر شو. کله چې هارون الرشید او يحيي برمکي اختلاف پيدا شو.هارون الرشید برمکيان ټول ووژل. جابربن حيان مجبور شو چې خپلې کتابخانې او لابراتوار سره بصري ته وتښتي.. هلته په لږ وخت کي علمي شهرت وموند ، د خلکو مرجعيت شو خلک د هغه د علم او ايجادياتو نه ورځ تر بلې متاثره کيدل. د حاکم او يو شمېر ملايانو شهرت حضم نه کړاي شي او هغه سره اختلافات پيل کړل.. حاکم او ملايانو پري د جادوګر نوم کيښود.. بالاخره ونيول شو او د قاضي لخوا ورته د مرګ سزا وټاکل شو.. ورسته مرګ په عمر قيد بدل شو او په همدې حالت کې وفات شو... قدرمنو ورونو دا سلسله ډيره وږده ده ما يواځې د يو څو مشهورو علماوو او ساينس دانانو تذکر کړي چې زمونږ د مستبدو حاکمانو او تنګ نظره او درباري ملايانو د لاسه دغه انجام يي درلود...... زمونږ د اسلامي نړي د ورسته پاتې کيدو دوه لوي علتونه دغه دوه ډوله طبقي دي.. يادوني وړ ده چې علماي حق د اسلام او مسلمانانو ته نه هیریدونکی او حياتي خدمات دي او تر قيامته به روان وي ليکن د هغوي انجام هم له دغه ساينس دانانو بدتر شوي چې مناسب وخت کي به د هغو په هکله هم ليکنه وکړم.. ورونو دا معلومات شير کوي ترڅو ملګري تري استفاده وکړي

سرچينه[سمول]

عبدالحميد جليل