مرحوم استاد ملنګ علمیار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》[سمول]

لیکونکی  : محمدبشیر مدنی[سمول]

داستاد ملنګ علمیار لنډه پیژندنه :[سمول]

مرحوم استاد ملنګ علمیار
نوم مرحوم استاد ملنګ علمیار
د پلار نوم مولوی محمد پذیر آخندزاده
د پلار د وفات تاریخ 17/ 2/ 1371
د مور د وفات تاریخ 14/ 2/ 1384
د نیکه نوم مولوی محمد یاسین
تخلص علمیار
اصلی نوم محمد نذیر
فرعی نوم استاد ملنګ
ولایت وردګ
ولسوالی چک
کلی قولک لنګر
تانوی زدکړی مدینه منوره اسلامی پوهنتون
د لیسانس دوره مدینه منوره اسلامی پوهنتون
ماسټری دوره د پښور پوهنتون
د فراغت کال 1994
د اولادونو شمیر 8
د مشر زوی نوم ډاکتر محمد ضیاء جواد
د دوهم زوی نوم قاضی عبدالفتاح عابد
د دریم زوی نوم عبدالرحمان محمدی
د مړو شویو اولادونو نومونه شیرمحمد ، عبدالله
لمسیان یی انس ، سیف الله ، عبدالله ، امجد ، معاویه ، عمیر ، الیاس ، ادریس
تألیفات یی 12
د ورور نوم محمدبشیر مدنی
د استاد علمیار د وفات نیټه 13/ 9 / 1400 ش
د کتاب د دانلود لینک
د استاد ملنګ علمیار لنده پیژندنه

ارواښاد مولوي محمد نذیر اخندزاده چې په (استاد ملنک علمیار ) مشهور وه د مرحوم قاضي محمد پذیر اخندزاده زوی ، دمولوي محمد یاسین لمسۍ چې په 1338 هجري لمریز کال د وردګو ولایت ، چک ولسوالۍ دقولک لنگر په کلي کې په یوه علمي ، او متدینه کورنۍ کې  زیږیدلی وه .[سمول]

زده کړې یې :[سمول]

لومړنۍ زده کړې یې د خپل پلار څخه په وردګو ولایت چک ولسوالۍ بیک سمند درې ټټنګ په کلې کې ترسره کړې بیا غزني ولایت د نورالمدارس فاروقي عالی مدرسې ته لاړ هلته یې تر اتم ټولګي پورې درس ووایه بیا د کمونستانو خونړی کودتا منځه ته راغله چی مرحوم علمیار صاحب هم په خپل وار سره عملي جهاد ته ورودانګل چې وروسته به وضاحت ورکړل شي ، بیا په پاکستان کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ ، چی له نیکه بخته د مدینې منور ې په اسلامي پوهنتو ن کې قبول شو هلته یې د 1989 تر 1990 میلادي کال پورې معهد لغت عربي تکمیل کړ ، بیا د 1990 تر 1994 میلادي کال پورې ددعوت او اصول الدین پوهنځی څخه دلیسانس په کچه فارغ شو کله چې بیرته پیښور ته را ستون شو  ، د پیښور پوهنتون څخه په 1995 تر 1997 کال پورې په دینې علوموکې د ماسترۍ دوره تکمیله کړه .[سمول]

کاري تجربې :[سمول]

په پیښور جلوزو کیمپ کې د محمد یې لیسې ښوونکۍ او فرهنګي مسؤول ، په پیښور جلوزو کیمپ کې د اتحاد عالي لیسې ښوونکی او فرهنګي مسؤول ، قاضی محمد حسن اسلامي لیکي : نه د اتحاد  عالی  لېسه وه نه یی درانه درانه استادن .... نه استاذ محمد نذیر ملنګ علميار وه ... ،  په پیښور جلوزو کیمپ کې د تربیې عالي لیسې ښوونکئ ، په پیښور جلوزو کیمپ کې د عمر بن عبد العزیز عالي لیسې ښوونکی ، د 1376 څخه تر 1391 شمسي کال پورې د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست ددیني زده کړو مرستیال ، د 1391 څخه تر  1400 ه شمسي کال د قوس د میاشتې تر 14 نیټې پورې د اسلامي زده کړو د معینیت د دارالعلومو ریاست اړوند د علمي او تدریسي آمر په حیث .  [سمول]

ښوونیز فعالیتونه :[سمول]

1- په پیښور کی دعربی ژبې د کورس ناظم او استاد .[سمول]

2-په پیښور کې د کانکور آمادګۍ د کورس ددري ژبې استاد ( آر – ای – ټي ) .[سمول]

هغه علمی سیمینارونه چې ګډون یې په کې کړۍ :[سمول]

1-په پیښور کې په 1996 میلادی کال د بلجیم مؤ سسې د ښوونکو د روزنې ورکشاپ .[سمول]

2- په پیښور کې په 1998 میلادی کال د بلجیم مؤ سسې د ښوونکو د روزنې ورکشاپ .[سمول]

3- په کابل کې په 2008 میلادی کال د اداري اصلاحاتو د ارشد رهبری د کمیسیون ورکشاپ .[سمول]

هغه مضامین چې تدریس کول یې :[سمول]

1-تفسیر .[سمول]

2-حدیث .[سمول]

3-فقه .[سمول]

4-عقاید .[سمول]

5-تاریخ .[سمول]

6- جغرافیه .[سمول]

7- پښتو .[سمول]

8- دری ،[سمول]

9- عربی .[سمول]

لیکنې او ژباړې یې :[سمول]

1-منهج عمر رضی الله عنه فی الدعوة . لیکنه .[سمول]

2-حیات محمد صلی الله علیه وسلم قبل البعثة . لیکنه .[سمول]

3- حکم من سبَ الصحابة لیکنه .[سمول]

4- العلاج بالرقیة من القرآن والسنة . لیکنه .[سمول]

5-د نهم ټولګي د تاریخ کتاب . پښتو ژبې ته ژباړه .[سمول]

6-مدنی معلومات . پښتو ژبې ته ژباړه .[سمول]

7- د یوولسم ټولګي د عقاید کتاب / پښتو ژبې ته ژباړه .[سمول]

8- څلویښت حدیثونه / پښتو ژبې ته ژباړه .[سمول]

9- مسنونې دعاګانې / پښتو ژبې ته ژباړه .[سمول]

10- د خلیل جبران لنډې کیسې / پښتو ژبې ته ژباړه .[سمول]

11- پنج دانه برتقال / پښتو ژبې ته ژباړه .[سمول]

12- وقائع مختصر افغانستان / پښتو ژبې ته ژباړه .[سمول]

سیاسې ژوند یې :[سمول]

دداؤد خان په اخرینو وختو کی چې کله مرحوم علمیار صاحب د غزنی په نورالمدارس مدرسه کی په درس بوخت وه کمونستانو خپل پروګرامونه عملی کول غوښتل چی په مقابل کې یې مسلمانانو هم ترډیرې کچې هڅه کوله تر څو یې مخه ونیسي مګر متأسفانه چې ډیر حساس ځایونه یې تر ګوتو کړي وه د شوروی اتحاد په مستقیمه همکاری دکمونستانو خونړی کودتا دغوایی په اوومه د۱۳۵۷ هش کال منځ ته راغله چې دظلم اوخرابۍ تهداب دهمدې ورځې څخه کیښودل شو اود افغانستان مسلمان ملت یې لولپه او تر اوسه دغه ستونزې دوام لری ، کله چی کمونستانو عملا قدرت په لاس کې ونیو نو داسلام په ضد یې هره توطیه په کار واچوله له دې جملې څخه دفکرې مسلمانانو نیول او په شهادت رسول وه داچی مرحوم علمیار صاحب هم پخپله مدرسه کې یو بااحساسه ځوان وه د ژوند ساحه یې تنګه شوه د پیښور په لار یې مخه او عملی جهاد ته یې مټې را بډوهلی .  [سمول]

دهجرت لار: محمد زبیر شفیقی صاحب لیکي : دثوردکودتا څخه وروسته لومړي کسان چې دهجرت لاریې ونیوله ............ مولوی محمدپذیر اوملنګ دهغه زوی وه  .[سمول]

یقینا چی مرحوم علمیار صاحب دهغو لومړنیو کسانو څخه وه چی مهاجرشو او بیابیرته د پیښورڅخه تر کابل بیاتر وردګوپورې د رابط په حیث خپله دنده مخکې بیوله چی زیات شمیر علماء کرام او مجاهدین یې دهجرت کورته ورسول چې ددې علمای کرامو له ډلې څخه یوهم زموږ والد صاحب وه چې دهجرت لاریې غوره کړه .[سمول]

داچی مرحوم مولوی صاحب ( زموږ والد صاحب ) دویښ احساس خاوندوه دخپل ایمانی احساس اودینی مسؤلیت په سرته رسولوسره ېې دهجرت لارغوره وبلله په منطقه کې ېې نورژوند تریخ شود ټټنګ دکلی دمرحوم حاجی صاحب عبد الغنی او دهغه د ځوی میرولی په ملګرتیا دهلمند ولایت د مرجې ولسوالې په نهم بلاک کې چې د مولوی صاحب د ماما زامن هریو هدایت الله او عتیق الله په نوم اوسیدل دهغوی سره یی درې میاشتې تیرې او بیرته کلی ته راستون شو ، داچې زما مشر ورور مرحوم استاد ملنګ مخکې پیښورته تللۍ وه لاراو ګودر ورته معلوم وه کورته راغۍ ، پلار او زوی دواړه سره یوځای د مشورې څخه وروسته په دی سلاشول چې سبابه ان شاء الله هجرت کوو ، زه چې په هغه وخت کې وړوکۍ وم دپلارسره مې یوځای د ټټنک د کلی مو ماښام ناوخته قولک لنګرته درسیدو په هیله حرکت وکړ دکلي نه چې راووتو وضع ډیره زیاته خرابه وه هرلوري ته دکمونستانودپلویانوکوکارې اودهوراهوراسورې یې وهلې کله چې د لنګردښتې ته راورسیدو نو خلقیانوچیغې زیاتې شوې باران اوریده ډیریخ وه شپه په راتلووه هلته په ادیره کې څه موده پاتې شووزه بالکل حیران وم چې چیرته روان یو او څه به کیږي کله چې شپه په ټینکیدوشوه دخلقیانو چیغی او سورې هم څه ناڅه په کراریدوشوي ، مولوی صاحب مرحوم پاڅیده ماویل : کاکاچیرې ځو ، هغه روان شو او زه ورپسې شوم ، دلنګردکلی څخه دقبلې خواته یوکور جوړشوی وه چې داد بسم الله ماماوه او میرمن یې دقولک دکلې وه موږبه ترور( خاله ) ورته ویله هلته ورغلوددروازې ټکیدل خو یوناشونۍ کار بام ته مو تیږې ورواچولې هغوۍ په ډیره ویره ورو ورو غږ وکړ څوک یې ، زما کاکا خپل ځان ورته معرفی کړ او دروازه یې خلاصه کړه چې هلته څه وخت په ویښوپاتې شوو دسهار درا ختو څخه مخکې ددوۍ دکورڅخه ووتو او قولک ته مو ځان ورساوه هلته زما دخاله کوروه چی خاوند محمد انور نومیده بیاوروسته زما خسرهم شو هلته مو دغه تیره ماسپښین مهال زما مشرورور استاد ملنګ مرحوم هلته راغۍ اودشپې دقولک دکلي څخه دهجرت په لورروان شول ، زه بیرته ټټنګ کلی ته ستون شوم ، اودوي دواړو پیښورته هجرت وکړ، لکه څنګه چی مولوی صاحب دیوویښ ضمیر څښتن وه او لادمخه دافغانستان داسلامی حزب سره ئی اړیکی درلودې نو په ورسک نمبریوسیمه کې چی دګوتو په شمیر مجاهدین هلته رسیدلی وه ورسره یوځای شو .[سمول]

دچک د ولسوالي فتحه :[سمول]

شفیقی صاحب لیکې : درهبری له مرکز څخه په 1357 او 1358 شمسی کلونوکې ................ اوملنګ ( چې زمامشرورور دی ) جلا جلا وردګوده راولیږل شول ترڅو دسیمې وضعیت درک او له ورښودل شویو کسانوسره اړیکې ټینګې کړي ،[سمول]

دکفاروپه ضد دخلکوکرکه زیاته شوه چې پدې هکله دغه ډګر ته دسیمې یو شمیرمؤمن کسان شامل شول او عملایې دکفاروپه ضد دجهاد سنګرته وردانګل چې دپاڅون په زمینې برابرولوکې يې ددایمیردادو علاقه داری په سطحه ............. ملنګ ( زمامشر ورور ) او ځینې نورکسان دیادولو وړدي ، په عمومي ډول دغه وروڼوته په مستقیم ډول له مرکزي حوزې څخه دشهید مدیر محمد ولی خان او ځینې نورو وروڼولخوا هدایت ورکول کیده وروسته بیادغه تیت او پرک فعالیتونه د ........... ملنک او ځینونورو په هڅه اوهاند سره سو او متحد شول .[سمول]

- شفیقی صاحب لیکي :[سمول]

دخوات بیک سمند او اله سنګ حوزه ، د ملامحمد پذیر زوی ملنګ چې دپیښورڅخه دحوت په میاشت کې سیمې ته راغۍ اوپه سیمه کې دعلیشې ، انبوخاک ، اله سنګ ، بیک سمند او ګوډه له ځنوکسانوسره په فعالیت پیل وکړ ، دیادونې وړده : چې کوموکسانوچې له ملنګ سره ارتباط پیداکړ، له هغه څخه یې پخواله حزب سره اړیکې درلودې خو ملنګ ورته دمرکزیت حیثیت غوره کړ .[سمول]

داسلامی تحریک دمرکزي حوزې اودرهبری له مرکز«پیښور» سره ملنګ ......... او ځینې نورکسان په تماس کې وو،چې دغه وروڼولومړی په سیمه کې ځانګړي څانګړي دفعالیت ساحه درلوده وروسته دغه ساحې سره ونښلول شي اوپه یوه قومانده پربریالي پاڅون سرته وسیدې .[سمول]

- کله چې محمد امین ماما له پیښورنه راغۍ دسیمې او مرکزي حوزې درابط په حیث یې کار پیل کړ ، وروسته بیا ملنګ ............ هم په پراخو فعالیتونولاس پورې کړ .[سمول]

- دټوپکو دویش په جریان کې آوازه خپره شوه چی هزاره ګان په وردګوحمله کوی ددی کار په جریان کې چې څه تدبیرونیسې دجوزاپه اتمه نیټه لاندی کسان سره جرګه شول : .......  ملنک ، او ځینونوروکسانو دحسین کلاپه غره کې غونډه وکړه چې په نتیجه کې : ......... اوملنګ دعلاقه دارۍ او هزاره ګانو داطمئنان او ارتباط لپاره واستول شول، شپه یی په ګوډه کې تیره کړه سباپه دالان کی دعبد الکبیرخان او نورو مجاهدینوسره وکتل .[سمول]

په اړه  ئی دخپلو دوستانوڅرګندونی :[سمول]

‎۱- قاضی محمد حسن اسلامی د مرحوم قاضی صاحب محمد پذیرپه یاد کې لیکې :[سمول]

هلته چی د نورمحمد ترکی له ناولی کودتا وروسته هجرت ته مجبور شوم زه او قاضی فیصل پیښور ته لاړو د ورسک کیمپ د یو شمیر هغو مبارزینو پڼډغالی ته ورغلو چی هغوی هم زموږ غوندی د کمونستانو له د ظلم له لاسه خپل وطن پری ایښی وو او په هجرت مجبورکړی شوی وو، په دی کیمپ کی می يو ترټولو سپین ږیری عالم ولید چی مولوی محمد پذیر د بکسمند یو مدرس عالم وو اوبل می نسبتا ترټولو کوچونی مهاجر ولید چی هغه د مولوی صاحب تنکی زوی محمد نذیر ملنګ وو دوی دواړه چی د خپل کور مشرانان او سرپرستان وو، سړی فکر کاوه چی چُرتونه به وهی خو مولوی صاحب د همت او استقامت یو اوچت غروو ، موږ ته به یی ډاډ را کاوه خپه کیږی مه الله جل جلاله به کمونستان ورک کړی وطن به آزاد شی سرلوړی به خپل وطن ته زو، خو کم وخت تیرشو چی وردګو ته دجهاد لپاره راغلو له پیښوره تر وردګو په ۱۳ ورځو کی راورسیدو د دی سختی خطرناکی اوګدی لاری مشکلات ما په خپلو خاطرو کی لیکلی دی ډوډی نه وه لاره سخته اوږده د غرو رغونو هسکی ټیټی د شپی د زرملی د ماښامه څخه تر سهاره مزل وهل څه عادی خبره نه وه بیا مولوی صاحب محمد پذیر غوندی یوه سپین ږیری عالم ته او ورسره تنکی ځوان زوی به یی په لوړو ژورو کی به مو تیندکونه خوړل او چیری به په مابه تل ورسره بحث کاوه ، ژورعلم یی درلود اوتل به یی خپل معلومات په نوې اصطلاح آبدیت ساته ، هغه د سنګر مفتی وه ، دجهاد قاضی وه ، اوهرعالم دیته زړه نشوای نیولۍ ، هغه د قوی عزم ، کلک تصمیم ، کلکې ارادې او بشپړتوکل څښتن ؤو .[سمول]

الله جل جلاه د جنتونه ورکړي ، د جهاد او هجرت په سختیوکې ئې خپل زامن ښه عالمان کړل استاد ملنګ (محمد نذیر علمیار) او استاد محمد بشیر مدني داسلامی علومودزده کړې لپاره سعودی ته واستول او الحمد لله چې ښه عالمان خپل وطن ته راغلل اود هیواد تکړه کدرونه شول ،الله جل جلاله د مرحوم قاضی صاحب ته جنتونه ورکړي او اولاره ئی دله لارویانوډکه وه .[سمول]

۲- دزبیر شفیقي نظرمخکې د هجرت په لارکی تیرشو ..........[سمول]

دالیکنه مې په ډیره عجله وړاندی کړه که د الله جل جلاله خوښه وه ډیر څه به ان شاء الله ولیکم اوباید ویې لیکم ځکه مرحوم استاد زما یواځینۍ وروروه ، د کمونستانو او بیا د روسانو په ضد یې په ډیر اخلاص سره مبارزه او جهاد وکړ، په ځوانی کې یې هجرت وکړ ډیر تکلیفونه یې ولیدل الله جل جلاله یې ورته قبول کړی .[سمول]

د یکشنبې په ورځ د سهار په نهه بجو کې يې  چې  د 1400 کال د قوس د میاشتې په 14 نیټه د یکشنبې په ورځ د سهار په نهه بجو کې يې  له دې فاني نړۍ څخه سترگې پټې کړي ، او مونږ یې د تل لپاره یوځې پریښودو  .[سمول]

انالله و انا الیه راجعون[سمول]

ترتیب کوونکی : طلحه مدنی[سمول]

ملنګ علمیار