مذهبی جنګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مذهبي سختدريځۍ ضد جګړه يو نظرياتي جنګ دی. بلاول


د پاکستان پيپلزګوند مشر بلاول بوټو زرداري ويلي چې ۴۰ کاله وړاندې د مذهبي سختدريځۍ بوټی کرل شوی وو خو دوی یې پخوا هم پرضد وو او بيا به هم د دې پرضد جنګ روان ساتي.


د ياد ګوند مشر او د پاکستان پخواني صدر اصف علي زرداري ويلي چې له دوی سره په تېرو وختونو کې زياتی شوی دی چې لويه بېلګه يې د ذوالفقار علي بوټو زندۍ (پانسۍ) کول وو.

د سيند په ګړي خدابخش سيمه کې د نهې په ورځ د پيپلزګوند د بنسټښود او د پاکستان پخواني وزيراعظم ذوالفقارعلي بوټو د ۳۸م تلين په مناسبت یوې لویې ولسي غونډې ته بلاول بوټو زرداري وويل چې په تېرو وختونو کې د دې هېواد يو مشر د سختدريځۍ تخم کرلی وو او د دې پرضد د دوی جنګ يو نظرياتي جنګ دی چې تل به يې روان ساتي.

"څلوېښت کاله وړاندې استعماري قوتونو او د هغې پلويانو يو لوی سازش کړی وو او زموږ پر سر یې يو ظالم حکمران کېنولی شو چا چې دا ملک یې د تباهۍ پر لور بوتلو. هغه په دې ملک کې د ظلم او مذهبي سختدريځۍ داسې تخم وکرلو چې نن هم ورسره موږ مخامخ يو. دا سياسي جنګ نه دی، دا د واک ترلاسه کول جنګ هم نه دی، دا يو نظرياتي جنګ دی، دا جنګ پرون هم روان وو او دا نن هم روان دی."

بلاول بټو زرداري وويل چې ذوالفقار علي بټو دې هېواد ته ازاده خارجه پاليسي او متفقه دستور ورکړو خو تر ننه نه خو هغه ته انصاف ملاو شو او نه يې وارثانو ته.

هغه په مرکزي حکومت هم ټکونه وکړل او له وزيراعظم نوازشريفه يې وپوښتل چې د ترهګرۍ پرضد قامي کړنلاره (نېشنل اېکشن پلان) باندې ولې عمل نه کېږي؟ ولې دوه کاله پس د پوځي عدالتونو ضرورت يو وارې بيا پېښ شو؟ هغه دا پوښتنه هم وکړه چې حکومتي چارواکي وايي ملک پرمختګ کوي خو بهرنۍ قرضې ولې په زياتېدو دي؟

تر دې وړاندې پخواني صدر او د پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري هم په حکومت ټکونه وکړل او ويې ويل چې دوی د پاناما مقدمې فېصلې انتظار کوي چې لکه څنګه له دوی سره په تېرو وختونو کې شوي هم دا رنګ د موجوده حکومت سره هم کېږي يا نه.

"موږ د پاناما انتظار کوو، موږ د ججانو انتظار هم کوو، موږ دا نه ګڼو چې په پاکستان کې کله انصاف شوی دی. د پاکستان پيپلزپارټۍ تل کردار کشي شوې او له موږ سره زياتی شوی خو اوس ګورو چې له دوی سره څه کېږي."

پخواني صدر وويل چې دوی روان کال ټولټاکنو ته تيار دي او دعوه يې وکړه چې راروان حکومت به دوي جوړوي.

د ذکر ده چې پيپلز ګوند هر کال د اپرېل پر څلورمه نېټه د پخواني مشر او بنسټ اېښودونکي ذوالفقار علي بټو تلين نمانځي او په دې ورځ په سيند صوبه کې عامه چټي وي.



آيا په إسلامي نړۍ كې مذهبي جګړه روانه ده؟


كه څه هم د شيعه او سني مذهبونو ترمېنځ د سلګونو كلونو راهيسې تاريخي او مذهبي توپيرونه ليدل كيږي خو په ۲۱مه پېړۍ كې په دې أساس د نوو جګړو پيل ته اړتيا نه ليدل كيږي. په اوسنۍ إسلامي نړۍ كې روانې جګړې او ناخوالې ظاهراً داسې ښكاري چې په سيمه كې د مذهبونو پر بنسټ د توپيرونو نه سرچينه نيسي. كه څه هم دا يوه اندازه ريښتنې بڼه لري خو حقيقت بل ډول دى. له سوريې نيولې تر عراقه پورې او له لبنان نيولې تر بحرينه پورې په إسلامي ټولنو كې جګړې، ناخوالې، ټولنيزه بې عدالتي، فقر، اقتصادي نامساوات، ظلمونه، نيابتي جګړې، د ملېشو اغېزه او ورته نورې ستونزې د كلونو راهيسې دوام لري. په حقيقت كې ددې ستونزو اصلي لامل د هويت پر بنسټ سياستونه دي. د بېلګې په ډول په لبنان كې اصلي ستونزه د سني – شيعه مذهبونو ترمېنځ د تاوتريخوال ترڅنګ په اصل كې د ځواك او اقتدار د ترلاسه كولو په موخه رقابت دى. په سوريه كې هم كيداى شي د مذهبونو پر بنسټ تاوريخوالى موجود وي خو بيا هم اصلي رول په كې د مذهبي او توكمي هويت پر أساس د يوې ډلې لخوا د اقتدار د ترلاسه كولو مجادله ليدل كيږي. دا ډله د مذهبي نښتو په بهانه كوښښ كوي چې پياوړې شي او ګناه يې په سني – شيعه تاوتريخوالي واچوي. په اروپا كې په ۱۶مه او ۱۷مه پېړۍ كې د كاتوليكي او پروتستانتي مذهبونو د لاريانو ترمېنځ جګړو او نښتو هم ظاهراً ديني مذهبي بڼه درلودله خو د پردې تر شاه د حاكميت او اقتدار د ترلاسه كولو جګړې وې. په إسلامي نړۍ كې اوسنۍ جګړې هم د دواړو مذهبونو ترمېنځ د تاريخي ستونزو ترڅنګ د حاكميت او اقتدار د لاسته راوړنې جګړې دي. په تاريخي كتابونو كې حضرت محمد ص تر وفاته وروسته د خليفه په توګه د حضرت ابوبكر رض د ټاكل كېدو پر مهال د يوې بلې ډلې لخوا د حضرت علي بن ابي طالب رض نه ملاتړ د دواړو مذهبونو ترمېنځ د اختلاف پيل بلل كيږي. كه څه هم دا اختلاف اوس هم دوام لري خو دواړو مذهبونو د تاريخ په اوږدو كې د علم، عرفان، فلسفې، هنر او تصوف په برخو كې عظيم ميراثونه پرې ايښي دي. دواړه مذهبونه د الله ج پر وحدانيت او انساني كرامت پر لوړالي باندې باور لري. د إسلامي فلسفې او مدنيت په پرمختګ كې بې شكه چې د دواړو مذهبونو امامانو او علماو بې سارى رول لوبولى دى. په اوسنۍ نړۍ كې د دواړو مذهبونو علما او لارويان كولاى شي چې د جدايۍ پر ځاى د پيوستون لپاره هلې ځلې وكړي. په داسې حال كې چې د مدرنې نړۍ د ستونزو پر وړاندې د دواړو مذهبونو لارويان د ګډې مجادلې پرته بله چاره نه لري، علماوو ته لوى مسوليت ور پرغاړه كوي. نن ورځ د مذهبي نښتو په بهانې د روانې جګړې تر شا د هويت په أساس سياست او د دولتونو د ملي ګټو په أساس د رقابتونو راز پروت دى. لكه د نورو ټولو دولتونو په څېر د إسلامي نړۍ دولتونه هم د خپلو ملي او شخصي ګټو په أساس حركت كوي او دې رقابت ته د مذهبي نښتو رنګ وركوي. د دولتونو شخصي ګټې او د هويتونو په أساس سياستونه د إسلامي نړۍ د ټوټې ټوټې كېدو سبب كيږي. يو مهم فكتور بيا جګړې او ناكام دولتونه دي. په إسلامي نړۍ كې دا دوه مضر حقيقتونه د هېڅ ډول مذهبي جلاوالي د په نظر كې نيولو پرته د ټولنو رواني حالت ته زيان رسوي. ناكام دولتونه په خپلې ناكامۍ د پردې اچولو او ددې ناكامۍ د حقانيت د ثابتولو لپاره مذهبي نښتو ته لمن وهي. په بل عبارت خپلو ستونزو ته مذهبي رنګ وركوي. په سوريه كې كورنۍ جګړه، په عراق او يمن كې روان كړكېچ ددې ښه بېلګې دي. ددې هېوادونو د دولتونو لخوا د ناكامو سياستونو په پايله كې رامنځته شوې جګړې او ناخوالې تصادفي نه دي. د داعش په څېر سختدريځې ترهګرې ډلې په سوريه كې د روانې جګړې، په يمن كې د دولتونو ترمېنځ د سخت رقابت، په عراق كې د ناكام حكومت او په أفغانستان، مالي او نايجيريا كې د كمزورې مركزي اوتوريتې د نشتوالي په پايله كې رامنځته شوې دي. ځينې ساده او يا هم فرصت طلبه جنګيالي كيداى شي په دې باور ولري چې د سني يا شيعه اسلام په صفونو كې جګړه كوي خو پورتني تاريخي بهير ته په كتلو سره بيا دا مسايل دومره ساده نه ښكاري. دوى د خپلو ناوړه اعمالو د مشروعيت لپاره د مقابل لورې د ناوړه اعمالو نه د مثال په توګه يادونه كوي. خو د دوى د جګړې اصلي هدف بيا د ځواك او اقتدار ترلاسه كول دي. سني او شيعه هويتونه د اقتدار د ترلاسه كولو په موخه د ځينو مغرضو سياستوالو لخوا كارول كيږي. د سني او شيعه مذهبونو ترمېنځ توپيرونه ښكاره دي. دا توپيرونه دومره هم نه دي چې په ۲۱مه پېړۍ كې د جګړې لامل شي. ددې توپيرونو د لمنځه وړلو او يا هم لږ تر لږه د كمولو په موخه بايد دوه لارې تعقيب شي. لومړۍ لاره يې داده چې علما، ټولنيز او سياسي مشران او ديني مدرسې بايد خپلو زده كوونكو، طالب العلمانو او حتى مريدانو ته دا ور زده كړي چې د جګړې پر ځاى سوله او مذاكره غوره لار ده. لكه څرنګه چې د حنفي فقهې موسس امام أبوحنيفه د شيعه ګانو د شپږم امام او د جعفريه د فقهې د موسس ابوجعفر صادق ترمېنځ تل علمي بحثونه ترسره كېدل او له يو بل يې زده كړې كولې داسې يې بايد لارويان او اوسني ديني علما هم يو بل سره كيني او پر مسايلو باندې دې بحث وكړي. سني او شيعه علما بايد د زمانې د سختو فتنو او جګړو په مقابل كې هم يو بل ته د اعتدال درس وركړي. دويمه لار يې بيا د مسلمانو هېوادونو ترمېنځ د جګړو، ناخوالو، ناكامو دولتونو، ټولنيزو ناورينونو او داسې نورو ستونزو نه په ګټې اخيستلو سره د سختدريځو ترهګري ډلو د رامنځته كېدو مخنيوى وشي. ددې لپاره سياسي أراده او چټك اقدامات په كار دي. په سوريه او يمن كې روانې جګړې، په عراق او أفغانستان كې امنيتي ستونزې به د بې ثباتۍ د سرچينې په توګه همداسې دوام ومومي. ددې ستونزو نه به سياسي فرصت طلبه كسان ګټه پورته كړي. امام بيقهي نقل كوي چې حضرت محمد ص يوه ورځ يو صحابي ته وويل چې ``كه چېرې د كومې دعوا فيصله در پرغاړه شي نو لومړى د الله ج كتاب كې يې وګوره. هېڅ شى بايد تا د الله ج د كتاب پرته حكم كولو ته اړ نه باسي. كه چېرې د الله ج په كتاب كې يې ونه مومې نو د حضرت محمد ص سنتو او كړنو يې يې ولټوه. كه چېرې زما په سنتو كې يې ونه مومې نو د صحابه كرامو په كړنو كې يې وپلټه، زما صحابه په آسمان كې د ستورو په څېر دي. له هر يوه يې كه پيروي وكړي نو تاته به هدايت وكړي. د صحابو نظريات تا لپاره رحمت دى.`` ددې حديث معنى او مفهوم زموږ د اوسنۍ نړۍ د ستونزو د آواري لپاره كافي دى. په خپل مېنځ كې د توپيرونو په ارزښت بايد پوه شو. دا توپيرونه د جګړې او نښتې پر ځاى بايد د جوړجاړي او پيوستون لپاره وكارول شي.









د بربادۍ نوې څپه؛ جنګ ته قومي او مذهبي رنګ ورکول کيږي!

لیکنه : خوشحال آصفي د وروستي راپور له مخې، د کابل د لوېدیځ د دشت برچي سیمې د شیعه ګانو پر الزهرا جومات په تروریستی برید کې لږ ترلږه ۶ تنه وژل شوي او ۸ نور ژوبل شوي دي. امنیتي چارواکي وايي

، ځانمرګي بريدګر هڅه کوله چې جومات ته ننوځي خو پولیسو یې مخه ونیوله، په دې مهال يو ځانمرګي ځان والوزاوه او ورسره په یو وخت وسله واله نښته هم پیل شوه. دویم ځانمرګی د جومات پخلنځي ته ننوت او همالته یې ځان الوزولی دی. برید په داسې وخت کې وشو چې خلک په الزهرا جومات کې د لمانځه لپاره راټول شوي ول. پر دغه جومات پخوا هم بمي برید شوی و چې په ترڅ کې ۳۰ تنه وژل شوي ول. لسيزې کيږي چې افغانستان د پردۍ، پليتې او پيچلې جګړې ښکار دی. کلونه کيږي چې افغانستان او افغان ولس د جګړې په لمبو کې لکه وچ لرګي سوځيږي. له کلونو راهيسې دلته افغان وژنه روانه ده او هڅه کيږي څو افغان ولس ذليله، بدبخته او د پرمختګ له کاروانه وروسته پاتې شي. دا د افغانانو د دښمن پلان دی چې په هره بڼه وي افغان ولس وځپل شي او افغانستان د نړۍ تر ټولو بدبخته هيواد پاتې شي. خو په وروستيو کې د افغانستان او افغان ولس سپين سترګي دښمن د جګړې بڼه بدله کړې او د يوې نوې خطرناکې پاليسۍ له مخې يې افغان وژنه پېل کړې ده. دښمن اوس هڅه کوي د افغان ولس د بربادۍ پر اساسي لارو غور وکړي او خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي. اوس د افغانانو دښمن پوه شوی چې د لسيزو راهيسې په افغان وژنه کې يې هغه موخه چې بايد ترلاسه کړې يې وای؛ ترلاسه نه شوه کړای. د افغان ولس دښمن اوس غواړي روانې جګړې ته قومي، سمتي او مذهبي رنګ ورکړي څو له دې لارې افغانان په ډلو او ټپلو وويشي. د کابل ښار په دهمزنګ څلور لارې کې پر شيعه افغانانو خونړی بريد، د کابل ښار د باقر العلوم پرجومات بريد، د کابل ښار سخي زيارت کې د عاشورا مراسمو پر مهال بريد، او اوس په تازه کې د کابل ښار په لويديځ دشت برچي سيمه کي پر الزهزا جامع جومات ځانمرګی بريد؛ د دښمن له لوري د افغانستان د جګړې د نوي رنګ او نوي پلان ښې بېلګې دي. دښمن اوس پوه شوی چې د لسيزو راهيسې پر افغان وژنې خپلې موخې ته نشي رسيدلی نو بايد جګړې ته قومي او مذهبي رنګ ورکړي. د تاريخ په اوږدو کې افغانستان د هر ډول جګړې قرباني شوی دی خو مذهبي جګړو ته لمن وهل يې نوې بېلګه ده. دښمن پوهيږي چې د روانې جګړې له لارې خپلو موخو ته نه رسيږي نو يې جګړې ته مذهبي رنګ ورکړ او همدا مذهبي جګړه ده چې د افغانانو د اتحاد بنسټ ورانوي. دښمن هڅه کوي چې په افغانستان کې د شيعه او سني تر نوم لاندې مذهبي جګړه پېل کړي. خو لکه څرنګه چې دلته سنيان حق لري چې په آزاده توګه خپل مذهبي او ديني مراسم ترسره کړي؛ همداسې شعيه افغانان هم حق لري څو خپل مذهبي مراسم په ازاده توګه ترسره کړي. دلته مسوليت اوس د عامو افغانانو په ځانګړې توګه د نخبه او رسيدلي قشر مسوليت دی څو د دښمن له نوي جال او پلان څخه ولس اګاه کړي. د هيواد نخبه او مدني قشر بايد د دښمن د دغې شوم پلان په مقابل کې خپل رسالت سر ته ورسوي او ولس اګاه کړي چې ترهګري قوم، سمت او مذهب نه پيژني، دا د دښمن شوم پلان دی چې غواړي مونږ افغان ولس په قومونو او مذهبونو وويشي او خپل هداف ترلاسه کړي. د ولس نخبه قشر بايد خلک پوه کړي چې په افغانستان کې پښتون، تاجک، ازبيک، هزاره، ايماق، پشه يې، نورستاني، .... وغيره، همدارنګه سني او شعيه سره ټول ورونه او د يو باغ ګلان دي. دوی په مساوي توګه په افغانستان کې د خپلو ټولو ټولنيزو او مذهبو مراسمو د ترسره کولو حق لري. دا د دښمن شوم پلان دی چې غواړي افغانان په قومو او مذهبونو وويشي او جګړې ته قومي او مذهبي رنګ ورکړي. ولس بايد په خپله لاس په کار شي او د دښمن هر ډول پلان شنډ کړي.