مدني ټولنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هغه وگړي چې د ټولني د خیر ښېگڼې په موخه راټول شي او د ټولنې معنوي او مادي خدمت ته ملا وتړي؛ هغوی ته Civil society مدني ټولنه او Civil Activist مدني فعالان وایی.

د مدني ټولنې او مدني فعالان اصطلاح د مخکني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ سره سم د نورو شیانو په څېر له بهره هېواد ته را وارد شوه. په هېواد کې په بېلابېلو نومونو مدني ټولنې جوړې شوې او په کار یې پیل وکړ. دلته زیاتې مدني ټولنې او مدني فعالان په دې نه پوهېږي، چې څه وکړي او ددوی دندې کومې دي؟ زیاتې مدني ټولنې او مدني فعالان د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو او د ځینو استخباراتي ادارو په مرسته فعالیت کوي او دوی ورته د پیسو د بوجیو خوله ورخلاصې کړې او دوی هم د افغانستان د خلکو او د افغانستان د موجوده قوانینو پر خلاف خپل کارونه کوي.

زموږ مدني ټولنو او مدني فعالانو داسې ټولنې جوړې کړې، چې زموږ ټولنه ورته په اوسني وخت کې هېڅ اړتیا نه لري او نه یې ورته اړتیا وه. د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې مدني ټولنې او مدني فعالان په بې پرې توگه ټولو هېوادوالو ته کار کوي او په خپله ټولنه کې ښه محبوبیت هم لري. دلته زیاتې مدني ټولنې او مدني فعالان قومي، ژبني، سمتي او گوندي دي او هر څوک او هره ټولنه په پورته شیانو کې نښتې ده.

د مدني ټولنو کار او فعالیت یې!