محمد علي کلي
| محمد علي |
|
| شمار | |
|---|---|
| نوم | محمد علي |
| د زېزون نوم | كاسېس مرسلېس كلي. |
| لقب | د هر پير له ټولو څخه ستر |
| ونه | 6' 3" (1.90m) |
| Reach | 80 inches (2m) |
| د تول ډله | دروند تول |
| دين | مسلمان |
| هويت | امريكايي |
| قوم | افريقايي امرېكايي |
| زوکړه | جنوري 17, 1942 |
| زېږېدو ځاى | لويسوايل, کېنټکي, د امريکا متحده ايالات |
| Stance | Orthodox |
| د سوک وهنې ريکارډ | |
| ټولې لوبې | 61 |
| ګټلې | 56 |
| د ناک آوټ له مخې ګټنې | 37 |
| بايللې | 5 |
| مساوي | 0 |
| هېڅ کومه سيالي | 0 |
د نړیوال درانه وزن اتل محمد علي کلي د (ring) د نړۍ یوه جادوګره څېره ده. ده په درځنونو سیالیو کې ګډون کړی، چې له یو نیمې سیالۍ څخه پرته یې نورې ټولې ګټلي او بریالې ترې راوتلی دی.
محمد علي په خپل پیرکې په رښتیا نه ماتېدونکې ؤ، د نړۍ خونړۍ او د پړانګ په څېر چابک ؤ. ده به له له هرې سیالۍ څخه مخکې داسې وړاندوینه کوله، چې خپل حریف به په دومره راونډه کې له پخو راغورځووم، او د اریانتیا خبره لا دا، چې دا وړاندوینه به هوبهو سمه وخته. د فبرورۍ په میاشت کال ۱۹۶۴زېږد محمد علي کلي د سوک وهنې د لوبې د درانه وزن نړیوال اتل شو. ددې کال د اتلولۍ په ګټلو سره کلي د خپلې مسلمانۍ ښکاره غږ پورته کړ. د محمد علي ددې اعلان سره، چې کومه کړنلاره امریکایانو پرضد غوره کړه، په رښتیا چې زړه لړزوونکې او بوږنوونکې ده. د علمي بریاوو، ساینسی لوړوالي، انصاف، برابرښت، جمهوریت او د انساني حقوقو مدافع دې هېواد چې د تعصب، تنګ نظرۍ او بې اصولۍ او بې انصافۍ کومه ښودنه وکړه، هغه زړه بوږنوونکې او د نه اتکلېدونکې ده. د محمد علي کلي ژوند او اسلام راوړلو په اړه لاندې کرښو ته نظر وکړئ.
نيوليک |
زوکړه او ماشومتوب[سمول]
د محمد علي لومړنې نوم (كاسېس مارسلېس كلي ؤز دۍ د جنورۍ په ۱۸مه نيټۀ، كال ۱۹۴۲ز د امريكې په لازېل كمټكې نومي كلي كې وزېږېد. دده پلار كاسېس مارسلۍس كلي د لوحو رنګولو كاروبار كاوه. د مور نوم يې (اوډېسا كلي) ؤ، دده كورنۍ تورپوستې او د عيسوي دين د كاتوليك د ډلې لارويان ول. د نورو تورپوستو په انډول د كلي كورنۍ يوه درنه او ښه كورنۍ وه. د كلي پلار يو خوارېكښ انسان ؤ، نوځكه خو د تنګلاسۍ او غربت له ازمېښټ څڅه خوندي و. نو ځكه د محمد علي كلي ماشومتوب د نورو تورپوستو كوشنيانو په څېر له محرومۍ او ناچارۍ ښكار نه ؤ.
دده پلار يو عزت لرونكې سړۍ ؤ. د عام تورپوستي په څېر يې داسې كوم كار ندې كړې چې كله دې بندي كړاى شوې وي، ده له خپلو ماشومانو سره ډېره زياته مينه كوله، او دا يې غوښټل چې دده كوشنيان ښوونه ترلاسه كړي او د ټولنۍ يو معزز ښاري جوړ شي. كلي يې د همدې موخۍ لپاره په ښوونځي كې ورګډ كړ، لېكن د هغه چندانې زړه كړې ته زړه نه ښه كولو. دې د شوخ، چالاك او زيرك كوشنې ؤ. ملګرو سره جګړې كول، او هغوي په سوكانو وهل او ډارول دده د خوښۍ كار ؤ. كله چې يې په جون ۱۹۶۰ز كې د مركزي لېسې ازموينه وركړه، نو په ډېرو لږو نمبرو بريالۍ شو. مګر له سوك وهلو سره يې له وړوكوالي څخه مينه وه. دده عمر دولس كاله ؤ، چې د متقاعد تورن جوزف مارټن نظر پرې هغه وخت ولږېد، كله چې ده د كوڅې ماشومان په ډېر جوش او جذبې وهل.
د سوك وهنې نړۍ ته راتلل[سمول]
جوزف مارټن كلي له ځان سره د سوك وهنې يو روزنځاى ته بوتلو، چېرې چې ده په ډېرې اريانتيا سره هغه هلكان وليدل، چې د سوكوهلو چلونه به ورښودل كېدل. كلي په دې كار كې دومره زړه ولږېد چې زياتره وخت به د غرمې ډوډۍ هم ورڅخه هېره وه. ده په ښه پاپندۍ او د زړه له تل نه د سوك وهنې روزنه ترلاسه كړه. عمر يې لا ۱۴ كاله نۀ ؤ، چې د لېسې د سوك وهنې په سياليو كې يې لومړې مقام ترلاسه كړ، كله چې يې د خپله ۱۸مه كليزه ولمانځله نو دده روزونكي ملګري جوزف مارټن داسې اعلان وكړ: (ښاغليو! زموږ دې ځوان د ۷ كلو په لنډه موده كې په ۱۰۸سياليو كې ګډون وكړ، چې سل يې ګټلي او يواځې ۸ يې بايللي، چې دا ۸ سيالۍ هم د لومړني دور وې.)
له پوهنتون څخه په فارغېدو پورې د كلي نوم په ټوله امركا كې خپور شوې ؤ.
ژوندليك[سمول]
محمد علي كلي د كال ۱۹۴۲ز د جنورۍ په مياشت كې زېږېدلې. پلار يې (كلي) د لوحو جوړولو كار كاوه، مور يې (اوډېسه ګرېډي كلي) د كور كار كاوه. د كلي پلار يو مېتودېست (مسيحي ډله ده) ؤ، مګر خپله ښځه يې دې كار ته پرېښوده، چې خپل دواړه زامن د باپتيزم ډله كې وردننه كړي. ۱ ده به هره ورځ له ښوونځي څخه په رخصتېدو له خپلو ملګرو، لارويانو سره جګړې كولې. د ښوونځي سرښوونكي (اتووډ) به هر وخت دده څنګ نيوه، او خپلو زده كوونكيو ته به يې ويل، چې دا هلك به يو وخت له تاسو ټولو څخه زياتې پيسې وګټي. دده د بخت ستورې هغه وخت وځلېد، چې چا ترې سائيكل غلاكړ. نو دې مجبورا د پوليسو په ماموريت ورهۍ شو، او د خپل سائيكل په اړه يې د پوليس مامور ته وويل. كله چې د پوليسو مامور دده په ټنډه كې د يوه ښه راتلونكي اثرات وليدل، نو له ځان سره يې د سوك وهنې ځايي كلب ته بوتلو، او د سوك وهنې په روزنځاى كې يې ورداخل كړ.
نړیواله اتلولي او د اسلام منل[سمول]
- آرنۍ ليکنه: محمد علي د سني لټسن په مقابل کې
د جون میاشت ۱۹۶۳ز کال، کلي د برتانیې پر لور وخوځېد، او هورې یې هنري راوپرځاوه. له کوچنیوالي څخه دا د کلي تکیه کلام و (زه ستر یم) (i'm Great). ده چې به کله هم خپل سیا مات کړ، نو د هغه چارچاپېره به تاوېده او دا لنډه جمله به یې بیا، بیا ویله، په رښتیا هم چې محمد علي کلي څښتن تعالی لوړ مقام لیکلې ؤ، او کلي په نړیوالو خپل سترتوب ومانه.
د فبرورۍ په ۲۵مه، کال ۱۹۶۴ز کلي د فلورېډا په ښارکې د دران وزن نړیوال اتل سني لسټن ته ماتې ورکړه، او د لومړي ځل لپاره یې نړیواله اتلولي ترلاسه کړه. په همدې ورځ کلي د خپل ژوند له ټولو څخه سپېڅلې او انقلابي فیصله وکړه، ده په همدې ماښام د یو بل نوي مسلمان شوي امریکايي مېلکم اېکس سره يوځای په یو خبري غونډه کې ددې خبرې اعلان وکړ، چې دې مسلمان شوې. په همدې ورځ د تورپوستو مسلماننو د تنظیم مشر عالیجاه محمد په شکاګو کې دا اعلان وکړ، چې کاسېس کلي اسلام منلې او په نړیوالې اتلولې ګټلو کې له هغه سره څښتن عال
سرچينې[سمول]
- Hauser, Thomas (2004 Reprint). Muhammad Ali: His Life and Times. Robson Books. ISBN 1-86105-738-5.
باندنۍ تړنې[سمول]
- www.ali.com Official website
- Top Ali Fight Photos from Sports Illustrated
- کينډۍ:Imdb name
- Muhammad Ali news archive — Louisville Courier-Journal
- www.maprc.com Muhammad Ali Parkinson Center (MAPC)
- Muhammad Ali - Art of boxing — United Athletes Magazine
- Muhammad Ali's profile at FamousMuslims.com
- کينډۍ:Boxrec
- Muhammad Ali's U.S. Olympic Team bio
- Muhammad Ali: Made in Miami
| Preceded by: Antonio Rebollo Barcelona 1992 |
Final Summer Olympic Torchbearer Muhammad Ali Atlanta 1996 |
Succeeded by: Cathy Freeman Sydney 2000 |
| Preceded by: none |
United Press International Athlete of the Year 1974 |
Succeeded by: João Carlos de Oliveira |
| Preceded by: O.J. Simpson |
Associated Press Male Athlete of the Year 1974 |
Succeeded by: Fred Lynn |