محمد بن قاسم»

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد بن قاسم سقفى هغه ۱۷ کلن ځوان چى هند فتحه کړ

                                               ليکنه ''عبدالواجد نياﺯى''

محمد بن قاسم ثقفی د قاسم بن محمد ﺯوې ۶۶ هجری د عربستان په طائف کې زېږېدلی دی. د محمد بن قاسم نیکه محمد بن حکم د ثقیف له مشرانو څخه وو.

قاسم  د اموى خلافت لپاره کوردستان، ملتان، سند او پاکستان ځينې ځايونه فتح کړل. او لومړنې مسلمان دې چى د هند ځمکه يى فتحه کړه.

،اموي خلافت پر مهال ډیر برجسته قهرمانان او فاتحان را منځ ته راغلل ، چې د نړۍ په څلورو کونجو کې پر جهاد بوخت وو.له دې ډلې د مسلمه بن عبدالملک، قتیبه بن مسلم، موسی بن نصیر، محمد بن قاسم او طارق بن زیاد نومونه د یادولو وړ دي.

خو هغه چې له دې ډلې تر نورو ډیر وځلېد، کارنامې یې تر نورو ډیرې بريالى وې هغه محمد بن قاسم ثقفي دی. چا چې په اوولس ۱۷ کلنۍ کې د هند او سند پر لور جهادي خوځښت پیل، هلته شته کفري نظامونه ړنګ او زرګونه هندوان د هغه د ښه اخلاقو له کبله په اسلام مشرف شول.

د هند فتح واقعه

حجاج تر ولکې لاندې سیمو کې، د سند سمندرې غلو په کال ۹۰ هـ  د مسلمانانو په کښتیو حمله وکړه؛ په کښتیو کې سپرېښځې یې له ځان سره یوړې. حجاج لومړیو کې غوښتل دا مسله په سولییز ډول حل شي؛ د دیبل واکمن داهر نه یېغوښتنه وکړه چې ددوی بندیان چې د ده تر امر لاندې غلو سره دي، خوشي کړي. خو داهر یې غوښتنه بابېزه وګڼله. حجاجهم اړ شو ترڅو نظامي اقدام وکړي. هغه د ”عبدالله بن نهبان او بدیل بن طهفه تر مشرۍ لاندې دوې لښکرې د دې کار پهموخه واستولې، چې دواړو قومندانانو شهادت وګټلی خو بریا یې نصیب نه شوه. دې کار د حجاج غوسه وپاروله او دې تهیې اړ کړ چې لوی لښکر له ښه وسایلو سره ور واستوي. حجاج په دې موخه له ولید بن عبدالملک سره مشوره وکړه اوهغه سره یې پر جنګي مصارفو مشوره وکړه. حجاج ددې ستر لښکر د مشرې لپاره محمد بن قاسم وټاکه.

محمد بن قاسم له خپل لښکر سره چې شمیر یې تر شل زرو اوښت، د ایران له پولو په کال ۹۰ هـ کې هند ته ورسید دځوان اتل جنګي تاکتیکونه، سیاسي بصیرت ورو  ورو خلکو ته ور ښکارېده.محمد بن قاسم د دو کلونو په دوران کې ۹۰-۹۲هـ د داهر تر ولکې لاندې ښارونه یو پر بل پسې نیول، مخکې روان وو تر دېچې د سند پلازمینې دیبل ته ورسېد  هغه ښار چې داهر له خپل قوي فوځ سره د مسلمانانو پر وړاندې ولاړ وو. محمد بنقاسم ددې ښار مزبوت ديوالونه پر خپل منجنیق تر اور لاندې ونیول. هغه ددې ديوالونو د نړولو لپاره له داسې منجنیقڅخه کار واخیست چې د حرکت او کار لپاره یې ۵۰۰ تنه پر کار بوخت وه. د دیبل ټینګې ديوالونه ونړېدل، او د داهر پوځ له  راووت، ترڅو له خپل وروستۍ سیمې دفاع وکړي. مسلمانانو په یوه برخلیک ټاکونکي جنګ کې هغوی ته ماتېورکړه، د دیبل واکمن یې قتل او ښار یې تر ولکې لاندې راوست. په دې توګه مسلمانان وتوانېدل د سند او پنجاب زیاتېسیمې فتحه کړي.

محمد بن قاسم تر ۶ کلنو پورې په دې سیمو کې فتوحات جاري وساتل، اسلام یې تر ملتان او د پنجاب تر جنوبه ورساوه.

محمد بن قاسم ښوونه او روﺯنه

د محمد بن قاسم نیکه محمد بن حکم د ثقیف له مشرانو څخه وو. په

کال ۷۵هـ کې چې حجاج بن یوسف د شرقي سیمو او عراق والي شو؛ خپل کاکا  قاسم  چې د  محمد  پلار وو، د بصرې

والي په توګه انتخاب کړ. دا مهال محمد بن قاسم چې ۳ کلن وو؛ له خپل پلار سره له طایف څخه بصرې ښار ته کډه شو.

وروسته له هغې چې حجاج ”واسط“ ښار بناء کړ؛ دا ښار یې د خپلو نژدې افرادو لپاره د قرارګاه په توګه وټاکه. محمد بن

قاسم هم په همدې قرارګاه کې وروزل شو، ټول جنګي تخنیکونه او چلونه یې زده کړل. همدا وو چې دی په ۱۷ کلنۍ کې دهماغه وخت له اتلو قومندانانو څخه ګڼل کېده.

هماغه د وړکتوب له دورې د ده په ځان کې د شجاعت او اتلولۍ نښې ښکارېدې. په تازه ځوانۍ کې یې خورا سیاسي

اوجنګي پوهه لرله، همدا وو چې په ۱۷ کلنۍ کې د حجاج لخوا ”سند“ او ختیځ لوري سرحدونو ته د قومندان په صفتوګمارل شو.

محمد بن قاسم چلند او اخلاق

د ۱۷ کلن ځوان محمد بن قاسم  په سیاسي لیدلوري، جنګي هنر، عدالت او انساني کرامت کې تر نورو اتلو لوړ مقام درلود. هندوان د ده لهعدالت او بښنې ته حیران وه، ده سره یې نا اشنا تړاو درلود او دد اخلاقو نه ﺯيات هندوان متاثره شول، ۴ ﺯره هندې سرتيرې اسلامى فوځ سره يو ځاى او ډيرې عام هندوان مسلمانان شول. قاسم وشو کولى چې د هندوانو ﺯړه لاسته راوړې کله چې عبدالمالک لخوا عراق ته وغوښتل شو. نو ډير وګړې ورته مخى ته را ووتل او ژړل يى چې داسى عادل مشر بيا نشو پيدا کولى تري غوښتل يى چې ولاړ نشى.

د د له صفتونو یو هم له سولې او کرارۍ سره تمایل وو، او تر څو چې له جنګ کولو پرته هم کار کېده، ده جنګ تهترجیح نه ورکوله. د سند په زیاتو سیمو کې فتوحات په سولییز ډول روان وو، هر چا نیکي خبرې او نصیحت باندې یې عمل عادت وو، د حجاج بن يوسف ثقفى توصیې یې منلې، که څه هم حجاج پر خپلو خبرو عملنه کاوه؛ خو محمد بن قاسم ته یې توصیې داسې وې: که غواړې چې خپله خاوره وساتې؛ له خلکو سره دې نرمه رویه کوه. له هغه چا سره چې تا سره یې نیکي کړې؛ سخاوتکوه. کوښښ وکړه چې دښمن ته دې هم همدا ور وپوهوې. له مخالفینو سره دې مهربان اوسه. او تر ټولو ښه توصیه چې تاته یې کوم؛ دا ده چې کوښښ وکړه خلک پر دې پوه شي چې ته شجاع یې او له مبارزې لاس نه اخلې.محمد بن قاسم خاکسار او بې کبره کس وو، دده په لښکر کې تر ده هم په عمر او هم په مقام کې لوړ کسان وو؛ خو ده هېڅکله هم تر هغو ځان پورته نه باله، هېڅ کار یې د هغوی له مشوره او رایې پرته نه عملي کاوه. هر ځای یې چې فتح کاوه؛ هلتهیې جومات جوړولی او دا کوښښ یې وو چې اسلامي کلتور په مفتوحه سیمو کې نور هم پراخ کړي.

محمد بن قاسم د شهادت واقعه

په کال ۹۶هـ کې چې محمد بن قاسم د سند په خاوره کې مخ پر وړاندې روان وو؛ د ولید بن عبدالملک د وفات خبر ورته

راورسېد، چې مخکې تر ولیده حجاج هم مړ شوی وو. بیا سلیمان بن عبدالملک واک ته رسېدلی وو؛ سلیمان بن عبدالملکچې له حجاج سره یې کینه او دښمنۍ درلوده، خپله کینه یې د حجاج پر خپلوانو سړوله، چې محمد بن قاسم هم د همدېکینې قرباني شو.

ولید بن عبدالملک د خالفت په ورستیو کې غوښتل سلیمان له واکه لیرې او خپل زوی) عبدالعزیز بن ولید ( پر واک کړي،

حجاج هم پر همدې خبره له ولید سره بیعت وکړ؛ د حجاج بیعت سلیمان ته کینه ور پیدا کړه، که څه هم سلیمان له واکهلیرې نشو، خو له حجاج سره یې دښمنۍ پر ځای پاتې وه. کله چې سلیمان واک ته ورسېد؛ د حجاج ټاکلي والیان یې له دندوګوښه او پر ځای یې د حجاج دښمنان مقرر کړل.

سلیمان عراق ښار صالح بن عبدالرحمن ته ور تسلیم کړ، چا چې له حجاج سره پخه دښمني درلوده. صالح وغوښتل چې دحجاج له نژدې خپلوان  محمد بن قاسم څخه انتقام واخلي. هغه یې لومړی له ولايته لیرې، پر ځای یې یزید بن ابی کبشه مقرر او هغه ته یې دنده وسپارله چې محمد بن قاسم بندي کړي او عراق ته یې راولي.

محمد بن قاسم چې ۲۴ کلن ځوان وو، عراق کې د صالح تر شکنجو لاندې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.

                             عبدالواجد نیازی