محمد صادق ژړک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد صادق ژړک د پښتو ژبې يو شاعر او ليکوال دی .

مخينه

محمد صادق ژړک د پښتو ژبې یو شاعر او لیکوال دی . دی د کوزې سویلي پښتونخوا په کوټه کې اوسي او هلته فرهنگي فعاليتونه کوي .

دندې

د محمد صادق ژړک په مشرۍ پر ۲۰۰۲ ز کال د جنوري پر شلمه په کوټه کې د پښتو ادبي غورځنگ په نامه د يو فرهنگي او ادبي بهیر بنسټ کېښودل شو . دغه غورځنگ د خپلو فرهنگي چارو په ترځ کې تر اوسه ۳۵ عنوانه پښتو کتابونه چاپ کړي دي . غورځنگ ادبي غونډې ، سمینارونه او مشاعرې هم جوړوي . ددې غورځنگ له خوا د «لمبه» په نامه دوه مياشتنۍ مجله هم خپريږي .

د ژړک چاپ شوي اثار

  1. کاکړۍ غاړې ( څېړنيز اثر)
  2. نه وې ستاښايستې سترگې (شعري ټولگه)
  3. مجبوري (د لنډو کیسو ټولگه)

اخځونه

  1. http://pa.azadiradio.org/audio/audio/304837.html
  2. http://www.mahipar.com/index.php/culture/3424-سندرې-په-سویو-واټونو-کې،-ډېر-ژر.html Archived 2015-02-14 at the Wayback Machine.