لېخ والېسا

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د پولينډ لومړنی ولسمشر لېخ والېسا

لېخ والېسا په پولنډۍ ژبه : Lech Wałęsa يو پولنډی سیاستوال ، د کارګرانو د اتحاديې مشر ، او د وګړو د حقوقو مخکښ مبارز پاتې شوی . دﺉ د سپټمبر په ۲۹ د ۱۹۴۳ز کال کې په پوپووو ښارګوټي ، پولینډ هېواد کې وزېږېد . يو مخکښه مبارز مشر ، د سوليډارنوشېچ د خوځښت بنسټګر ، او د پخواني کمونيستي متحده روسيې څخه د خلاسون ادارې لومړنيو انديالانو کې شمېرل کېږي. همدارنګه ېې د وګړنيو حقوقو د پام ساتلو په لړ کې د سولې نوبل جايزه د ناروې د پلازمېنې اوسلو څخه په کال ۱۹۸۳ ز کې ترلاسه کړېده . دی له ۱۹۹۰ ـ ۱۹۹۵ ز کال پورې د پولینډ لومړنی ولسمشر پاتې شوی .

مخينه

لېخ والېسا د پولېنډ په يوې بزګرې کورنۍ کې د پوپو وو په ښارګوټي کې زېږېدلی دی. دده کورنۍ يوه غریبه کاتوليکه مخینه لري . وروسته له هغه چې دده پلار او مور دواړه مړه شوه نو دی د پوپو وو له کلي د ګدانسک ښار په لور روان شو . همدارنګه کله چې د ګدانسک په ښار کې د کشتۍ په يوې کارخانې کې ېې کار پیل کړ نو د څه مودې وروسته د کارګرانو د اتحاديې مشر او بیا مبارز شو.ده په پولینډ د لومړي ځل لپاره د کمونستي متحدې روسيې څخه خپل د هېواد د خپلواکۍ لپاره غږ پورته کړ .د پولینډ په سیاسي ډګر کې دی يو قاطع ، ژمن سیاسي مشر ګڼل شوی .

لېخ والېسا په يوې رسمي غونډه کې

زده کړې

لکه څنګه چې دی د غريبې کورنۍ يو غړی و ، ده خپلې لوړې زده کړې ندي ترسره کړي . لومړنۍ زده کړې ېې د خپل کلي په کتوليک کلیسا کې ترسره کړي بیا وروسته ېې منځنۍ زده کړې د کسبي ښوونځۍ په برقي څانګه کې ترسره کړې . د کور د کمزورې وټې له کبله ېې ګټې پسې لستوڼي بډ وهل او په کال ۱۹۶۱ ز ـ ۱۹۶۵ کې ېې د موټرو مستري په حیث کار پیل کړ .