لیونارډ اویلر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لیونارډ اویلر (۱۷۰۷ کال د اپریل میاشتې ۱۵ ز – ۱۷۸۳ کال د سپټمبر میاشتې ۱۸ م) سویسی ریاضي پوه، فزیک پوه، ستور پیژندونکی، جغرافیه پوه، منطق پوه او انجینر و، هغه د ګراف تیورۍ او ټوپولوژي یا نقشې پېژندنې، او د ریاضیاتو په ډېریو نورو څانګو کې لکه د تحلیلي شمیرو یا اعدادو تیوري، پیچلی تحلیل، او انفینټیسیمل یا بې حده کوچنیو حسابونو په برخې کې مخکښ و او په دې برخو کې یې مطالعات او اغیزمن کشفونه یا موندنې ترسره کړې. هغه د ریاضیاتو په برخې کې د ریاضیکي  تابع د مفهوم تر څنګ ډیری نور عصري اصطلاحات او نښې معرفي کړې. هغه د میخانیک، د سیالې مایع محرکې، اپتیک یا لیدیز، ستورپوهنې او د موسیقۍ تیورۍ په برخې کې د کار له امله هم ډېر شهرت ترلاسه کړی.[۱]

اویلر د تاریخ د سترو ریاضي پوهانو له ډلې او همدارنګه د اتلسمې پیړۍ د ترټولو ستر ریاضي پوه ګڼل کېږي. پییر سایمن لاپلاس ته اړونده یوه بیانیه د ریاضیاتو په برخې کې د اویلر اغیزه په ډاګه کوي: «اویلر ولولئ، اویلر ولولئ، زموږ ټولو ښوونکی هغه دی». کارل فریدریچ ګاس یادونه کوي چې: «د ریاضیاتو د بېلابېلو څانګو لپاره د اویلر د کارونو مطالعه د یوې غوره ښوونځي په توګه به پاتې وي او بل هیڅ څه نشي کولای د هغه ځای ونیسي». د اویلر ۸۶۶ خپرونې او همدارنګه په اوپیرا اومنیا کې د لیونارډ اویلر لیکونه راټول او بشپړ شو، چې له ۸۱ کوارټو جلدونو نه جوړ شوي. هغه د خپل پوخ عمر ډیره برخه د روسیې په سن پیټرزبورګ او بیا د پروشیا په پلازمینې برلین کې تیر کړي.[۲]

اویلر د ګراف تیورۍ په برخه کې (تر یوه حده پورې د کونګسبرګ د اوو پُلونو د ستونزې د حل په برخه کې) لومړنی متخصص و. د نورو ډیرو لاسته راوړنو ترڅنګ هغه د بازل ستونزې د حلولو لپاره ډېر مشهور شو. اویلر د فزیک په ډګر کې، د نه بدلېدونکو یا کلکو اجسامو د حرکت د ښې توضیح لپاره د نیوټن فزیک قوانین یې د میکانیکا په نوم خپل دوه جلده اثر کې په نویو قوانینو بدل کړل. هغه د جامدو مادو د ارتجاعي بدلونو د مطالعې په برخې کې هم د پام وړ مرستې کړي.

لومړنی ژوند[سمول]

لیونارډ اویلر د سویس په بازل ښار کې د ۱۷۰۷ کال د اپریل میاشتې په ۱۵ نېټه د درېیم پاول اویلر په کورنۍ کې چې د ریفورمیډ کلیسا او مارګوریت (née Brucker) کشیش یا ملا و، وزېږېد، چې د نیکونو په ډلې کې یې ځینې پوهان هم شامل و. هغه د خپلو څلورو خویندو او وروڼو په ډلې کې ترټولو مشر و، دوې کوچنۍ خویندې، انا ماریا او ماریا مګدالینا او یو کوچنی ورور درلود چې نوم یې یوهان هینریچ و. د اویلر کورنۍ د لیونارډ تر زېږېدو وروسته، له بازل نه د سویس ریهن ښار ته لاړه، چې پلار یې همغلته په یوې سیمه ییزې کلیسا کې کشیش شو او لیونارډ هم د خپل ماشومتوب ډیره برخه هلته تېره کړه.[۳][۴]

اویلر له کوچنیوالي نه له خپل پلار څخه ریاضي زده کړه چې د هغه پلار هم له بازل پوهنتون نه څو کاله دمخه له جاکوب برنولي سره د ریاضیاتو په برخه کې زده کړې کړې وې. اویلر د اتو کلونو په شاوخوا کې، له خپلې مورنۍ نیا سره د اوسېدو لپاره واستول شو او د بازل په لاتیني ښوونځي کې شامل شو. برسېره پر دې، هغه له جوهانس بورکارټ نه چې یو الهیات پوه ځوان و او له ریاضیاتو سره یې ډېره مینه درلوده شخصي زده کړې ترلاسه کړې.[۴]

اویلر په دیارلس کلنۍ کې په ۱۷۲۰ کال کې، په بازل پوهنتون کې شامل شو. هغه وخت په دومره کوچني عمر کې پوهنتون ته تلل یوه عادي یا معمولي خبره نه وه. د ابتدايي ریاضیاتو کورس یا دوره د جاکب برنولي (چې د اویلر پلار ته یې تدریس کړی و) د کشر ورور یوهان برنولي له خوا ورته وړاندې شو. یوهان برنولي او اویلر ډیر ژر له یو او بل سره اشنا شوو. [۴][۵][۶][۷]

مسلک یا دنده[سمول]

سن پیټرزبورګ[سمول]

په ۱۷۲۵ کال کې د یوهان برنولي دوه زامن ډینیل او نیکولاس، په سن پیټرزبورګ کې د روسیې سترواکۍ په علومو اکاډمۍ کې خدمت ته ونیول شوو او اویلر یې په دې ډاډ سره پریښود چې که هغلته کوم بست یا پست شتون ولري نو دی به ورته وړاندیز کړي. نیکولاس په روسیه کې تر یوه کال نه کم وخت تیرولو وروسته د ۱۷۲۶ کال د جولای میاشتې په ۳۱ نېټه د اپنډیسیټس له کبله مړ شو. کله چې ډینیل د خپل ورور دنده د ریاضیاتو/فزیک په برخه کې په غاړه واخیسته، هغه دا وړاندیز وکړ چې د فزیولوژۍ په برخه کې هغه پوست چې ده خالي کړی و د هغه ملګري اویلر له خوا ډک شي. د ۱۷۲۶ کال په نومبر میاشت کې، په ډېرې لیوالتیا سره اویلر دا وړاندیز ومنه، په داسې حال کې چې هغه بازل پوهنتون کې د فزیک پروفیسورۍ لپاره په ناکامۍ سره غوښتنه وکړه نو د سن پیټرزبورګ پر لور سفر یې وځنډوه.[۸][۹][۱۰]

اویلر د ۱۷۲۷ کال په می میاشت کې سن پیټرزبورګ ته ورسید. هغه د اکاډمۍ په طبي څانګې کې له خپل کوچني بست نه د ریاضیاتو په څانګه کې یوه بست یا پست ته وده وکړه. هغه له ډینیل برنولي سره چې نږدې همکاري یې ورسره درلوده یوځای شو. اویلر په روسي ژبه کې ډېر مهارت درلود، په سن پیټرزبورګ کې مېشت شو او د روسیې په سمندري ځواک کې د ډاکټر په توګه یې اضافي دنده پر غاړه واخیسته.[۱۰][۱۱][۱۲]

دغه اکاډمۍ په سن پیټرزبورګ کې د روسیې د زده کړې د ښه والي او له لویدیځې اروپا سره د علمي تشې د کموالي لپاره د لوی پيټر له خوا تاسیس شوې وه. دا د بهرنیو پوهانو لپاره په ځانګړې توګه د اویلر لپاره ډېر په زړه پورې کار وشو. د اکاډمۍ خیر رسوونکې، لومړۍ کاترین چې د خپل مرحوم خاوند پرمختلونکو تګلارو ته یې دوام ورکړی و، سن پیټرزبورګ ته د اویلر تر رسیدو دمخه مړه شوه. کله چې دولس کلن دویم پيټر واک ته ورسېد نو د روسیې محافظه کاره اشرافو هم واک ترلاسه کړ. اشراف د اکاډمۍ پر بهرنیو ساینس پوهانو شکمن شوي وو، چې د اویلر او د هغه د همکارانو بودیجه یې هم بنده کړه او همدارنګه جمنازیم او پوهنتونونو ته یې د بهرنیو او غیر اشرافي زده کوونکو د ننوتلو مخه ونیوله.[۱۳][۱۴]

شخصي ژوند[سمول]

اویلر د ۱۷۳۴ کال د جنورۍ په ۷ مه، د سن پیترزبورګ د جمنازیم اکاډمۍ انځورګر جورج ګسل له لور کاترینا ګسل (۱۷۰۷-۱۷۷۳) سره واده وکړ. دې ځوانې جوړې د نیوا سیند پر غاړه یو کور اخیستی و.[۱۵]

د دوی د دیارلسو ماشومانو له ډلې، یوازې پنځه ماشومان درې زامن او دوه لوڼې له ماشومتوب نه ژوندي پاتې شوو. د دوی لومړنی زوی یوهان البرشټ اویلر و.[۱۶]

اویلر د خپلې میرمنې له مړینې درې کاله وروسته په ۱۷۷۳ کال کې د هغې له ناسکه خور، سالوم ابیګیل ګسل (۱۷۲۳- ۱۷۹۴) سره واده وکړ. دې واده د هغه تر مړینې پورې یعنې تر ۱۷۸۳ کاله پورې دوام وکړ.[۱۷]

د هغه ورور یوهان هینریچ په ۱۷۳۵ کې په سن پیټرزبورګ کې مېشت شو او په اکاډمۍ کې د انځورګر په توګه وګومارل شو.[۱۸]

مړینه[سمول]

اویلر په سن پیټرزبورګ کې د ۱۷۸۳ کال د سپټمبر میاشتې په ۱۸مه، له خپلې کورنۍ سره  تر غرمې ډوډۍ وروسته، کله یې چې له لیکسل سره د نوې کشف شوې اورانس سیارې او د هغې د مدار په اړه خبرې کولې، نو د مغزي وینې بهېدو یا خونرېزۍ له امله ومړ. د روسیې د علومو اکاډمۍ لپاره جاکوب وون سټیلین «ډي» د مړینې یو لنډ خبر ولیکه او نیکولاس فوس روسي ریاضی پوه، چې د اویلر د زده کوونکو له ډلې هم و، ډېره مفصله ستاینه یا مدحه یې ولیکله، چې د اویلر په ​​یاد غونډې کې یې وړاندې کړه. فرانسوي ریاضی پوه او فیلسوف مارکیس ډی کنډورسټ د فرانسې د اکاډمۍ لپاره په خپله ستاینه کې لیکلي:

il cessa de calculer et de vivre- ... هغه له محاسبې او ژوند نه لاس واخیست.

اویلر د واسیلیفسکي ټاپو په سمولینسک لوتران هدیره کې د کاترینا څنګ ته ښخ شو. په ۱۹۵۷ کې د اویلر د زیږیدنې د ۲۵۰ کلیزې د نمانځلو لپاره، د هغه قبر د الکساندر نیوفسکي خانقاه کې د لازاریفسکو هدیرې ته ولیږدول شو.

سرچينې[سمول]

  1. Dunham 1999، م. 17.
  2. Gautschi 2008، م. 3.
  3. Calinger 2016، م. 11.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Gautschi 2008، م. 4.
  5. Calinger 2016، م. 32.
  6. Calinger 1996، م. 124.
  7. Gautschi 2008، م. 5.
  8. کينډۍ:MacTutor Retrieved 2 July 2021.
  9. Calinger 1996، مم. 121–166.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Calinger 1996، م. 125.
  11. Calinger 1996، مم. 126–127.
  12. Calinger 1996، م. 127.
  13. Calinger 1996، م. 126.
  14. Calinger 1996، م. 156.
  15. Gekker او Euler 2007، م. 402.
  16. Calinger 1996، م. 129.
  17. Gekker او Euler 2007، م. 405.
  18. Calinger 1996، مم. 157–158.