ليوکېمي

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

ليوکېمي يا ليوکېميا (په انګرېزي:leukaemia) (له لرغوني يوناني λευκός ليوکوس "سپين", او αἷμα هايما "وينه"[1])د وينې يا د هډمغز يو ډول سرطان دی چې د ناروغ په بدن کې د وينې سپين توکيو نارسېدلي ژونکې چې د بلاسټ ژونکې په نامه يادېږي په لويه کچه شته وي.ليوکېمي يو جامع نوم دی چې د وينې د يو شمېر ناروغيو لپاره کارېږي. په اصل کې دا اصطلاح د يو ډله ناروغيو لپاره چې په وينه کې، هډمغز او لېمفاوي غونډال کې راپېښېږي کارېږي چې د هېماټولوجيکل نيوپلازمونو يا د وينې سرطاني ناروغۍ په نامه هم يادېږي.

په 2000,ز. کال کې په ټوله نړۍ کې نژدې 256,000 ماشومان او لويان د ليوکېمي په يو ډول اخته شوي چې په دغو کې 209,000 تنه له همدې ناروغۍ مړه شوي.[2] د لوکېمي نژدې 90% برخه په لويانو کې پېژندل کېږي.[3]




سرچينې

  1. "Leukemia". Mosby’s Medical, Nursing &Allied Health Dictionary (Fourth Edition ed.). Mosby-YearBook. 1994. p. 903. 
  2. د درک ستونزه: Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Numbers
  3. Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified (2011). SEER Stat Fact Sheets: Leukemia. National Cancer Institute.