لویديځ او درواغجن شعارونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لویديځه نړۍ موږ ته  د ښځو حقوق راښايي،  بشر حقوق راښايي او د لویدیځ د لویدلي تهذیب ړانده پلویان د هغوی دغه غولوونکي شعارونه ورسره په رنگینه بڼه بدرگه کوي.

خو! تاسو فکر وکړئ هغه لویدیځ چې ښځې یې د حیواناتو مقام ته راټیټي کړي دي، لکه د حیواناتو یې په غاړو کې ورته پړی اچولی وي، په څلور بولي یې په ځان پسې روانې کړي وي دساتلو لپاره یې ورته د حیواناتو پنجرې جوړې کړي وي او هلته به دوی لکه حیواناتو په څېر ژوند کوي، خوړل او سکل، تگ او حرکتونه به یې ټول د حیواناتو په تېره د سپي په څېر وي، پوښتنه دا پیدا کیږي چې  د لویدیځ له خوا جوړې شوې د ښځو د حقوقو ادارې په دې کار ولې اعتراض نه کوي بلکې دا کارونه خو خپله د دوی هیوادونو کې کیږي دوی یې ولې مخه نه نیسي؟ دا یواځې یوه بېلګه ده، کنه نو په غرب کې ښځه یوازې د جنسي گټې اخېستنې او تجارتي توکو د مشهورتیا، فلمي کمپنیو د اعلاناتو او برانډونو لپاره یو استعمالیدونکي څیز جوړ شوی دی

هغه لویدیځ چې د بشري حقوقو او ښځینه حقوقو د تلف کولو او نه مراعت کولو په پلمه په اسلامي هیوادونو بندیزونه لگوي یا پرې حملې کوي، په خپله د دې جنایتونو لوی مرتکبین دي، هغه لویدیځ چې د مخدره موادو د سرچیني په نومولو سره نور هیوادونه خصوصا افغانستان بدناموي او بندیزونه پرې لگوي، په خپله تر ټولو ستر سوداگر یې په خپله دوی او د دوی استخباراتي او نظامي ادارې دي. په افغانستان کې د مخدره توکو تر ټولو مهم صادرونکي کسان د سي آی ای مامورین وو. نو لا هم شته کوم احمق چې ددې حقایقو نه وروسته هم په لویدیځوالو باور کوي؟

هغه لویدیځ موږ ته د بشر حقوق راښايي. چې په خپله دوی په تاریخ کې تر ټولو زیات انسانان وژلي او همدا اوس د نړۍ په هر گوټ کې چې جگړه روانه ده، تر شا یې د دوی لاسونه دي او د دوی د وسلو له فابریکو ورته وسلې رسیږي، یا چې د یو اسرائیلي په بدل کې سل تنه فلسطنینان وژل کیږي دا حقوق دوی نړۍ ته په عمل کې ورکړي دي او دا د دوی له خوا د بشري حقوقو عملي تعریف دی.

هغه لویدیځ چې له انسانانو یې روباټونه جوړ کړي، او یا یې د انسانانو لپاره له دنیا نه جهنم جوړ کړی دی، اټومي وسلې یو د بل سره په سیالۍ جوړوي، په کلنیو نظامي بودیجو کې دومره ډالر مصرفوي چې که د دې نیمه برخه د لوږې او فقر په ختمیدو مصرف کړي سل چنده مثبته نتیجه به ورکړي، موږ ته بیا انساني او بشري حقوق راښايي!!

هغه لویدیځ چې موږ ته د ماشومانو حقوق راښايي یا یونیسف او سیف دی چلډرن موسسې حمایه کوي، د دوی د بندیزو له کبله په 1990 او 1991م کلونو کې د عراق شاوخوا شپږ لکه ماشومانو په عادي او د علاج وړ مرضونو مړه شول ځکه چې هلته درمل وړل بند وو. د دوی ماشوم دوستي د عراق او سوريې نه در قیاس کړئ چې غټان يې ووژل او ماشومان یې ترې وتښتول تر څو یې په خپلو فکرونو وروزي او سبا یې د خپلو گټو لپاره لکه روباټونه استعمال کړي، همدې لویدیځ د افغانستان ملي شتمنۍ ګنکل کړي، عراق یې د ایران سوال ته کینولی او د پراخو زراعتي ځمکو او اوبو څخه برخمن عراق یواځې د زراعتي محصولاتو له درکه د ایران څخه څه کم دوه میلیارده ډالره پوروړی دي.

هغه لویدیځ موږ ته د حیواناتو حقوق راښايي، چې په 2020م د جنورۍ په اتمه یې په استرالیا کې شاوخوا 10 زره ځنگلي اوښان په دې ووژل چې هلته وچکالي ده او دې احمقانو د وچکالۍ یو لامل اوښان بلل!! هغه لویدیځ بیا د افغانستان، عراق، سوریې، لیبیا او... هیوادونو زراعتي ځمکې او ځنگلونه، اوبه،غرونه او طبیعي زیرمې د زهرجنو بارودو په مټ په زهرو بدلې کړې او هلته یې د حیواناتو نسلونه یو مخ له منځه یوړل، افغانستان کې توره بوړه، کونړ، کندهار، هلمند او... موږ عملاً ولیدل.

هغه لویدیځ چې موږ ته د مذاهبو درناوی راښايي، په خپلو هیوادونو کې په اسلامي فکر بندیز لگوي، په آذان بندیز لگوي په حجاب بندیز لگوي، همدا لږه مود مخکې فرانسه کې یو ښوونځي کې څو زده کوونکو لمونځ کړی و ددې هیواد د معارف وزیر دا کار د سیکولرزم خلاف وباله او منع یې کړ. همدا روان 2023م کال د جون په 5مه نيټه نیوزلنډ هیواد یوې ځايي محکمې د پولیسو هغه کړنه وغندله چې د یو څو تنو له خوا یې د قرآن کریم  د سوځولو مخه نیولې وه!!  او همدې لویدیځوالو په اسلامي هیوادونو لکه افغانستان، عراق، سوریه، لیبیا، مالي، فلسطین او صومالیا کې مسجدونه، مدرسې او دیني جلسې یو مخ بمبار کړې، په عراق کې يې په مسجدونو کې د قرآن کریم مصحفونو باندې د صلیب نښې وهلې وې آیا همدا د مذهبونو درناوی او زغم دی؟؟

د لویدیځ ټول شعارونه رنگین او خوشحالوونکي دي خو دا درواغ، فلمي او خیالي دي. دوی نړۍ د هلاکت په درشل درولې ده. په خپله په یو آزاد خپلواک اسلامي هیواد حمله کوي وايي ملگرو ملتونو راته اجازه راکړې ده، په همدې پلمه هلته په لکونه انسانان وژني، بندیان کوي، تهدیدوي، ملي شتمنۍ یې لوټي، حریم یې پایمالوي، خپلواکي او آزادي یې له منځه وړي، دین او مقدساتو ته یې توهین کوي، خو که د هغه هیواد خلک د خپل هیواد او دین د دفاع په موخه مبارزه کوي هغوی ترهگر گڼي، په سرونو یې انعام ږدي!! وژل، بندي کول او تهدیدول یې د تروریزم مخنیوی گڼي عجیبه نه ده؟

هغه لویدیځ چې د مسلمانانو جوړ کورونه په بل مخ اړوي، وروسته ورته پلاستیکي خیمې راوړي او په بدل کې يي هلته د تنصیر او تبشیر فعالیتونه ترسره کوي، آیا اوس هم داسې خلک شته چې د لویدیځ په اړه مثبت فکر لري او خیر غوښتونکي یې گڼي؟!! لویدیځ وپيژنئ او خپلو خلکو ته یې په اړه معلومات ورکړئ. 

د یو پرمختللي او  غښتلي اسلامي افغانستان په هیله

مبارز چپرهاری