لومړۍ راناوالونا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لومړۍ راناوالونا (د زیږون پر مهال یې د نوم انګریزي بڼه: Rabodoandrianampoinimerina؛ زوکړه: ۱۷۷۸ زکال – مړینه: د ۱۸۶۱ زکال د اګست ۱۶مه) چې د راماوو په نوم هم پېژندل کېده د لومړي راداما مېرمن او د اندریاناپونیمیرانا نږور وه. نوموړې په ۱۸۲۸ زکال کې د خپل مېړه، پاچا راداما له مړینې وروسته له درباري کړکېچونو څخه په جوړ راوتلو او په خپلو سیالانو باندې یې له یو لړ مانورونو ترسره کولو وروسته د ځای ناستوب د قانون پر بنسټ د ۱۸۲۹ زکال د اګست په ۴مه واک خپل او خپل نوم یې راناوالونا ته بدل کړ (راناوالومانجاکا د واکمنې راناوالونا په معنی دی). دا له ۱۸۲۱ زکال څخه تر ۱۸۶۱ زکال پورې د ماداګاسکار د پاچاهۍ واکمنه وه. راناوالونا د خپل مېړه لومړي راداما له ناڅاپي مړینې وروسته د واکمنې ملکې په توګه د بهرني نفوذ څخه د مخنیوي، په اقتصادي ډګر کې پرځان باندې د بساینې او له اروپايي ځواکمنو هېوادونو سره د اړیکو په برخه کې له احتیاطي سیاستونو کار واخیست؛ هغې د خپل قلمرو په ساحلي ښار فولوپاینټ باندې د فرانسویانو د برید څخه د مخنیوي لارې چارې په پام کې ونیولې او سربېره پر دې یې د مالاګاسي د کوچني، خو مخ پر ودې عیسوي خوځښت د مهارلو لپاره شدید تدابیر ونیول؛ دغه خوځښت د لومړي راداما د واکمنۍ پر مهال د لندن د تبلیغي ټولنې د غړو له خوا رامنځته شوی و.

راناوالونا د عامه پروژو د بشپړولو او همدارنګه له مرینا وګړو څخه د ۲۰ یا ۳۰ زره کسیز ثابت پوځ د جوړولو په موخه له فانوم پوآنا سنتي سیاست (د مالیاتو د ورکړې پر ځای د اجباري خدمت سیاست) څخه ګټنه وکړه څو د خپل قلمرو لرې پرتې سیمې ورباندې وساتي او هغو ته پراختیا ورکړي. د هغې د ۳۳ کلنې واکمنۍ پر مهال د منظمو جګړو، ناروغیو، سخت اجباري کار او د تانګنا ونې د زهري مېوې څخه په ګټنې د خلکو د باور د ازموینې په موخه چارو د ماداګاسکار د وګړو شمېر د ۱۸۳۳ زکال له ۵ میلیونو کچې څخه په ۱۸۳۹ زکال کې ۲.۵ میلیونو تنو ته راکم کړ.

په داسې حال کې چې د راناوالونا سیاستونو په کلکه سره په ماداګاسکار کې د بهرنیو سیاسي ګټو څخه مخه نیوله، خو بیا هم د بهرنیانو هڅو کمښت وه نه موند. د سنت پالونکو او همدارنګه د اروپا د ملاتړو ډلو ترمنځ اختلافاتو ملکې ته دا فرصت برابر کړ څو له اروپايي منځګړو څخه د خپل زوی، دویم راداما د ځای ناستوب په برخه کې کار واخلي. ځوان شهزاده د خپلې مور له ډېری سیاستونو سره مخالف و او د دغه ټاپو له منابعو څخه یې د فرانسې د ګټنې له اړوندو وړاندیزونو څخه پیروي کوله، هماغه ډول چې په ۱۸۵۵ زکال کې یې له یو فرانسوي استازي سره په لاسلیک کړي لامبرت منشور کې په ډاګه کړه. دغه پلانونه په ۱۸۶۱ زکال کې د ۸۳ کلونو په عمر د راناوالونا د مړینې تر مهاله بریالي نه شول او دویم راداما هم د هغې د مړینې تر مهاله د تاج او تخت دعوا وه نه کړه.

د هغې هم مهاله اروپايي څېړونکو په ټولیزه توګه د هغې سیاستونه غندل او نوموړې یې په تر ټولو غوره حالت کې ظالمه او په تر ټولو ناوړه حالت کې لېونۍ بلله. د هغې دغه منفي ځانګړنو د ۱۹۷۰مې لسیزې تر نیمايي پورې په لویدیځو علمي ادبیاتو کې دوام درلود. وروستیو علمي څېړنو بیا د ملکې اقدامات د خپلې سترواکۍ د پراختیا او د هغو موخو لپاره بلل چې غوښتل یې، مالاګاسي حاکمیت د اروپا له سیاسي او کلتوري نفوذ څخه خوندي وساتي.

لومړنی ژوند[سمول]

شهزادګۍ راماوو د ۱۷۸۸ زکال پر مهال د انتاناناریوو ختیځ لور ته په ۱۶ کیلومتره فاصله کې پروت امباتومانوینا سلطنتي استوګنځای کې وزیږېده، هغه د شهزاده اندریان سالامانجاکا او شهزادګۍ رابوډوناندریانټومپو لور وه. هغه مهال چې راماوو ځوانه نجلی وه، پلار یې پاچا اندریانامپوینیمرینا (۱۷۸۷ – ۱۸۱۰ زکال) ته د پاچا د تره اندریانجافي له خوا د هغه د ترور د پلان خبر ورکړ چې پاچا هغه له خپل دربار او همدارنګه له امبوهیمانګا سلطنتي ښار څخه شړلی و. د پاچا د ژوند ژغورنې په بدل کې پاچا د ده لور راماوو خپل زوی او خپل وارث، شهزاده راداما ته کوژده کړه. سربېره پر دې یې اعلان وکړ چې د دوی له کورنۍ څخه به بل هر ماشوم د راداما وروسته د پاچاهۍ د ځای ناستوب په کتار کې لومړی ځایګی ولري. [۱][۲][۳][۴]

راماوو له دې سره چې د سلطنتي مېرمنو ترمنځ یې لوړ ځایګی درلود خو د راداما د خوښې وړ مېرمن نه وه او له همدې امله یې له هغې څخه هېڅ ماشوم هم وه نه زیږاوه. په ۱۸۱۰ زکال کې د پاچا اندریانامپوینیمرینا له مړینې وروسته راداما د پاچا په توګه د خپل پلار ځای ناستی شو او له سلطنتي دود او رواج څخه په ګټنې یې د راماوو د خپلوانو په ګډون خپل ګڼ شمېر مخالفین اعدام کړل، چې کېدای شي دغې چارې هم د هغوی ترمنځ اختلافات زیات کړي وي. له دې امله چې راماوو او د دربار نورې ښځې په خپلو بې مینې ودونو کې په بشپړه توګه خوشاله نه وې، ډیری مهال به یې په ګریفېث کور کې له مبلغ ډیوېډ ګریفېث او نورو مبلغینو سره وخت تېراوه او رم شراب به یې څښل. دغو لیدنو د راماوو او ګریفېث ترمنځ ژوره اړیکه رامنځته کړه چې بیا یې د دریو لسیزو لپاره دوام وکړ. [۵][۶]

واک ته رسېدل[سمول]

وروسته له هغه چې د ۱۸۲۸ زکال د جولای په ۲۷مه راداما د کوم زوی له لرلو پرته ومړ، د موجود دود له مخې یې ځای ناستی د خور مشر زوی راکوتوبه و. راکوتوبه یو ځیرک او د ټولو د خوښې وړ ځوان و او همدارنګه د آنتاناناریو په سلطنتي ماڼۍ کې د لندن د تبلیغي ټولنې له خوا د لومړني جوړ شوي ښوونځي لومړنی زده کوونکی و. راداما د خپلو دوه باور وړ درباریانو په شتون کې چې هغوی هم د راکوتوبه له ځای ناستوب سره موافق و، ومړ. ورته مهال هغوی د څو ورځو لپاره د پاچا د مړینې خبر پټ وساته ځکه چې د پاچا په مړینه کې یې د هغه د یو سیال په لاس لرلو شک درلود چې له راداما وروسته یې کورنۍ د پاچاهۍ په تخت کې برخمنه کېده او دوی وېرېدل چې هغه به کېدای شي له دوی څخه غچ واخلي. دغه مهال د آندریامبا په نامه یو بل درباري او لوړ پوړي پوځي افسر حقیقت ته لاسرسی پیدا کړ او د نورو مخکښو افسرانو – راینيجهوري، اندريمیهاجا او راوالونټسالما – په مرسته یې د پاچاهۍ اړوند د راماوو له ادعا ملاتړ وکړ. [۷][۸][۹]

دغو افسرانو په پیل کې راماوو له خپلې یوې نږدې ملګرې سره خوندي ځای ته بوتلل، له دې وروسته یې د قاضیانو او مخکښو سلطنتي درباریانو په ګډون د بانفوذه سیاستوالو ملاتړ خپل کړ. له دې وروسته دغو افسرانو د راماوو په ملاتړ پوځ راغونډ کړ؛ په داسې توګه هغه مهال چې د ۱۸۲۸ زکال د اګست په ۱۱مه نوموړې ځان د راداما د حکم پر بنسټ د هغې ځای ناستې اعلان کړه، هېڅ فوري مقاومت ترسره نه شو. راماوو د واک له ترلاسه کولو وروسته خپل نوم راناوالونا («پېچلې»، «ګوښې ته شوې») وټاکه او ورپسې یې د سلطنتي دود سره مطابق د راکوتوبه، د هغه د کورنۍ او د راداما د کورنۍ د ټولو غړو په ګډون خپل سیاسي مخالفین اعدام کړل، هماغه ډول چې راداما واک ته د رسېدو پر مهال د ملکې له کورنۍ سره دغه چاره ترسره کړې وه. د نوموړې د تاج پر سر کولو مراسم د ۱۸۲۹ زکال د جون میاشتې په ۱۲مه نېټه ترسره شول. [۱۰][۱۱][۱۲]

راناوالونا د خپل مېړه پر ځای له پاچاهۍ وروسته په ۱۵۴۰ زکال کې د ایمرینا پاچاهۍ له تاسیس راهیسې لومړنۍ ښځینه واکمنه وه. هغه په داسې یو کلتوري چاپېریال کې واک ته ورسېده چې په سیاسي ډګر کې یې نارینه له ښځو غوره ګڼل کېدل. د ایمرینا په سنتي کلتور کې حاکمان په ځانګړې توګه په ټاکل شوو دودونو او رواجونو کې د نوښتګرو چارو د ترسره کولو په موخه ټاکل کېدل. حاکمانو بیا دغه نوښتونه د خپلوۍ د نویو ډولونو پر مټ رامنځته کول چې د دغې پاچاهۍ د سیاسي نظام بنسټ یې جوړاوه. له دې سره هم ښځې یوازې کورنیو چارو ته اړوندې وې او د خپلوۍ دغه سختو جوړښتونو د حاکم له نوښتګرانه رولونو سره په مخالفت، ښځې د حکومت لپاره مناسبې نه ګڼلې. په داسې حال کې چې یو مهال د وازیمبایانو ترمنځ د ښځینه واکمنانو شتون رواج درلود؛ دغه وګړي په شفاهي تاریخونو کې د ماداګاسکار د اصلی وګړو په توګه توصیف شوي، خو دغه دود د دغې سیمې په لوړو برخو کې د اندریامانلو (واکمني: ۱۵۴۰ – ۱۵۷۵ زکال) په سلطنت سره پای ته ورسېد چې د ایمرینا پاچاهۍ بنسټ یې کېښود او د خپلې وازیمبا ملکې مور، رافوهي (واکمني: ۱۵۳۰ – ۱۵۴۰ زکال) ځای ناستی شو. [۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Campbell (2012), p. 1078
  2. Campbell (2012), p. 713
  3. Académie malgache (1958), p. 375
  4. Freeman and Johns (1840), pp. 7–17
  5. Freeman and Johns (1840), pp. 7–17
  6. Campbell (2012), p. 51
  7. Freeman and Johns (1840), pp. 7–17
  8. Oliver (1886), pp. 42–45
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. Freeman and Johns (1840), pp. 7–17
  11. Oliver (1886), pp. 42–45
  12. Ellis (1838), pp. 421–422
  13. Berg, Gerald (1995). "Writing Ideology: Ranavalona, the Ancestral Bureaucrat". History in Africa. 22: 73–92. doi:10.2307/3171909. JSTOR 3171909. S2CID 161997570. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Bloch (1986), p. 106