لومړنی(بدوي) کمونیزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بدوي کمونیزم د تاریخ په اوږدو کې د ښکار راغونډونکو ټولنو د ډالۍ اقتصاد (gift economies) د تشرېح کولو لار ده، هغه اقتصاد چې له مخې یې مالکیت او ښکار شوي اموال د یوې ډلې د ټولو غړو ترمنځ د فردي اړتیاوو له مخې وېشل کېدل. په سیاسي ټولن پوهنه او انسان پوهنه کې هم دا مفهوم شتون لري (تر ډېره کارل مارکس او فریدریش انګلز ته یې نسبت ورکول کېږي) چې له مخې یې ښکار ټولونکې ټولنې په سنتي ډول د برابري غوښتونکو ټولنیزو اړیکو او عامه مالکیت لرلو پر بنسټ توصیف کېږي. د مارکس او انګلز لپاره لومړنی الهام بخښونکی د لوئیس هنري مورګان «په ژوندانه کې د کمونېزم» توصیف و چې د ایروکوا وګړو له خوا په شمالي امریکا کې عملي کړای شو. د مارکس د اقتصادي ټولنیز جوړښت د ماډل له مخې د بدوي کمونېزم لرونکو ټولنو ترمنځ؛ ټولنیزو سلسه مراتبو او د شتمنۍ غونډولو دود شتون نه درلود. [۱][۲][۳][۴][۵]

د نظریې پراختیا[سمول]

د بدوي کمونېزم اصلي نظریه د ژان ژاک روسو د آثارو د غوره وحشي په نظریه او د مورګان او الي اس. پارکر د انسان پوهنې په لومړیو مطالعاتو کې ریښه لري. انګلز لومړی کس و چې د کورنۍ د اصل، خصوصي مالکیت او دولت په نامه خپل کتاب کې چې په ۱۸۸۴ زکال کې خپور شو د لومړني(بدوي) کمونیزم په اړه په تفصیل سره لیکنه وکړه. انګلز بدوي کمونیستي ټولنې په دوه پړاوونو وویشلې: «وحشي» (ښکار ټولونکی) پړاو چې دایمي بنسټیز جوړښت یې نه درلود او له طبیعي نړۍ سره یې نږدې اړیکې لرلی او «بربر» پړاو چې د روم د سترواکۍ د پولو ترمنځ د لرغوني جرمني نفوس او همدارنګه د اروپایانو له استعمار وړاندې د شمالي امریکا د بومي وګړو په څېر یې بنسټیز جوړښت درلود چې په ټولیز ډول یې په برابري غوښتونکو زېږېدلو ټولنو کې ژوند کاوه. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

مارکس او انګلز دغه اصطلاح له نورو وروستیو مارکسیستانو څخه په پراخه کچه وکاروله، هغوی دغه اصطلاح نه یوازې د ښکار ټولونکو لپاره بلکې د یو شمېر نور هغو ټولنو لپاره چې په تل پاتې کرنې بوخت و وکاروله. همدارنګه د مارکسیستانو په ګډون د وروستیو څېړونکو ترمنځ د لومړني کمونېزم د تاریخي عمر اړوند کوم توافق شتون نه لري. مارکس او انګلز همدارنګه څرګنده کړې چې څه ډول د شتمنۍ کپیټلیسټي راغونډېدو ځان د بدوي کمونېزم له ټولنیزو بنسټونو سره ونښلوه. د بېلګې په توګه په خصوصي مکاتباتو کې چې د کورنۍ د ریښي د کتاب سره په یوکال کې خپور شو، انګلز په اروپايي استعمار برید وکړ، او څرګنده یې کړه چې څه ډول هالنډي رژیم په جاوه ټاپو کې د «لرغونو کلیوالي کمونیستي ټولنو د اساساتو پر بنسټ» کرنیز تولیدات برابرول او له هغو یې ګټه اخیستله. هغه زیاته کړه چې د هالنډي ختیځ هند، بریتانوي هند او روسي سترواکۍ په څېر مواردو وښووله چې «نن ورځ څه ډول بدوي کمونېزم... د استثمار تر ټولو غوره او پراخ بنسټونه رامنځته کړي».[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د پیتر کروپوتکین او الیزه رکلوس په ګډون انارشیستانو باور درلود چې هغه ټولنې چې د بدوي کمونېزم بېلګې وې له صنعتي کېدو وړاندې د انارشیستي ټولنو بېلګې هم وې. د انارشیزم او ډالۍ اقتصاد په برخه کې د کروپوتکن د کار بېلګه Mutual Aid: A Factor of Evolution (ګډه مرسته: د تکامل فکتور) ده چې د سویلي افریقا په سن وګړو باندې یې د خپل تیزس لپاره د څېړنې پایله ده. [۱۶][۱۷]

تر ۲۰ مې او ۲۱ مې پېړۍ پورې هغه مهال چې ارنست مانډېل، روزا لوکزامبورګ، ایاد هوډر، ماریجا ګیمبوتاس او نورو د لومړني/بدوي کمونېزم په اړه خپلې اصلي څېړنې وړاندې کړې د بدوي کمونېزم په اړه د انګلز له څېړنو پرته د نورو مارکسیست پوهانو ترمنځ ډېر لږ پرمختګ شتون درلود. له تاریخ وړاندې او د لومړیو دورو د تاریخ غیر مارکسیستي پوهانو دغه مفهوم ته جدي پام وه نه کړ په داسې حال کې چې کله کله به ورسره مخامخ کېدل او تر ډېره به یې څنګ ته کوله. د لومړي ځل لپاره د بدوي/لومړني کمونېزم اصطلاح د ۱۹ مې پېړۍ په وروستیو کې په لرغوني کرت کې د موجود بدوي کمونېزم اړوند روسي څېړنو کې راڅرګنده شوه، خو اړوند یې د شلمې پېړۍ تر هغه مهاله پورې کومه پراخه څېړنه ترسره نه شوه کله چې ایتنوګرافر دیمتري کنستانتینوویچ زلنین چې په شوروي اتحاد کې یې په غیر ښکاري ټولنو څېړنه کوله په دغو ټولنو کې د بدوي کمونېزم له پاتې شونو سره مخ شو.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د مورګان د کار پر بنسټ د بدوي کمونېزم باور؛ له ایروکوايي وګړو څخه د مورګان د ناسم درک او د هغې د ټولنیز تکامل د نظریې له مخې چې هغه مهال ثابته شوې، وه ناسم دی. وروستیو کره څېړنو په ښکار ټولونکو ټولنو کې د ځمکې په مالکیت، ګډ مالکیت، جنایت او عدالت تمرکز درلود. د لومړني/بدوي کمونېزم نوی تعریف کولای شو د هغه ټولنو اړوند را لنډ کړو چې د خپلې ټولنې د غړو ترمنځ یې اقتصادي همکاري لرله او د ټولنې نږدې ټولو غړو په ټولنه کې خپله ونډه لرله او همدارنګه یې له ځمکې او منابعو څخه په سوله ئیز ډول په ګډه توګه ګټنه کوله. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۰][۳۱]

له شلمې پېړۍ را وروسته لرغون پېژندونکو او ټولن پوهانو د پالئوتیک دورې له ښکار ټولونکو ټولنو څخه دکالکولیتیک دورې تر زراعتي ټولنو پورې د بدوي کمونېزم اصطلاح ته پام وکړ چې په کې د ارکیاچ دورې د لتیک پړاو پالو امریکايي ټولنې هم شاملېږي. شوروي لرغون پېژندونکي د مورګان او انګلز د اثارو تر اغېز لاندې و، دوی پالئوتیک کلتورونو ته اړوند وینوس بتان  د ۱۹۲۰ مې ز لسیزې او ۱۹۳۰ مې  زلسیزې ترمنځ په شوروي اتحاد کې د بدوي کمونیستي او زن سالارو ټولنو د شواهدو په توګه وموندل. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

لومړنۍ(بدوي) کمونیستي ټولنې[سمول]

ځانګړنې[سمول]

په یوې بدوي کمونیسي ټولنه کې تولیدي ځواک له هغو وړتیا لرونکو کسانو جوړ و چې د خوړو او د ځمکو د سرچینو په راغونډولو بوخت و او ټول کسان په ښکار او راغونډو شوو توکو کې شریک و. له دې امله چې دغو ټولنو هېڅ اضافي ارزښت نه تولید کاوه هېڅ خصوصي مالکیت هم شتون نه درلود هغه چې له شخصي توکو توپیر لري لکه کالي او یو شمېر نور ورته شخصي وسایل. هغه څه چې تولید کېدل په چټکۍ سره بېرته مصرف کېدل او دا هم له دې امله و چې د کار ویش شتون نه درلود، له همدې امله هم دوی اړ و چې له یو بل سره اوږه په اوږه کار وکړي. یو شمېر هغه محدود توکي چې هر وخت یې شتون درلود – د تولید وسایل (وسایل او ځمکه، کورونه – په اشتراکي ډول ساتل کېدل. د انګلز له نظره د مورنۍ سیمې او مورني نسب اړوند د تولید کار مشترک و او دولت شتون نه درلود. [۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

له نیولتیک انقلاب وروسته د حیواناتو او بوټو اهلي کول، د رمو ساتنې او کرنې له لارې او ورپسې ښاري انقلاب له بدوي کمونېزم څخه طبقاتي ټولنې ته د عطف د ټکي په توګه ګڼل کېږي ځکه دغه تېرېدونکی پړاو د خصوصي مالکیت او غلامۍ د راڅرګندېدو سره مل و، چې له ځانه سره یې نابرابري لرله. په دې سربېره د وګړو یو شمېر ډلو یو شمېر نورو فعالیتونو لکه تولید، کلتور، فلسفې او په علم کې تخصص ته مخه کړه چې دغه چاره تر یوه بریده د ټولنیزې ډلبندۍ او د ټولنیزو طبقو د ودې لامل وګرځېده. [۵۱][۵۲][۵۱][۵۳][۵۴]

سرچينې[سمول]

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  7. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. کينډۍ:Harvp; کينډۍ:Harvp; کينډۍ:Harvp; کينډۍ:Harvp
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  17. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  20. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  21. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  22. McGregor 2021.
  23. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  24. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  25. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  26. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  27. کينډۍ:Harvp; کينډۍ:Harvp; کينډۍ:Harvp; کينډۍ:Harvp; کينډۍ:Harvp; کينډۍ:Harvp; کينډۍ:Harvp
  28. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  29. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  30. ۳۰٫۰ ۳۰٫۱ Lee 1990.
  31. Yang 2012.
  32. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  33. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  34. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  35. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  36. (په 28 May 2013 باندې). Primitive communism: life before class and oppression. Socialist Worker.
  37. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  38. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  39. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  40. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  41. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  42. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  43. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  44. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  45. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  46. کينډۍ:Harvp; کينډۍ:Harvp; کينډۍ:Harvp; کينډۍ:Harvp
  47. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  48. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  49. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  50. Diamond 1979.
  51. ۵۱٫۰ ۵۱٫۱ Stearns او نور 2004.
  52. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  53. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  54. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).