لعل پاچا ازمون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پوهاند ډاکټر لعل پاچا ازمون (په انګرېزۍ: Prof. Dr. Lal Pacha Azmoon) د وطن خېل زوی په ۱۳۵۰ لمریز کال کې د ننګرهار ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي. پوهاند ډاکټر ازمون د پښتو ژبې او ادبیاتو نومیالی لیکوال، شاعر، څېړونکی او د ژورنالېزم په برخه کې یې هم خپله وسه خدمت کړی دی. پښتو ژبې ته یې په هره برخه کې ډېر کار کړی دی او د ۱۴۰ شاوخوا اثارو څښتن دی. د یونلیک ژانر په برخه کې یې دومره کار کړی چې له ده مخکې چا نه دی کړی. پوهاند ډاکټر ازمون له دې سره سره پښتو فولکلوري ادبیاتو یا شفاهي ادبیاتو په برخه کې هم ډېر کار کړی دی او بېلابېلې دندې یې کړې دي چې اوسمهال د کابل پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې استاد او په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار دندې مخ ته وړي. لاندې به د ده له زدکړو، مشهورو اثارو او رسمي دندو په لنډ ډول یادونه وشي.

زدکړې[سمول]

1.            لومړنۍ زدکړې:

•             ۱۳۵۶ – ۱۳۵۹ محراب الدین ښوونځی، کابل؛

2.            منځنۍ زدکړې:

•             ۱۳۶۰ – ۱۳۶۲ خوشال خان لېسه، کابل؛

•             ۱۳۶۳ – ۱۳۶۴ تجربوي ښوونځی – ننګرهار لېسه، جلال اباد؛

•             ۱۳۶۵ – ۱۳۶۷ خوشال خان لېسه، کابل؛

3.            لوړې زدکړې:

•             ۱۳۶۸ – ۱۳۷۰ ژبو او ادبیاتو پوهنځی، کابل پوهنتون؛

•             ۱۳۷۲ ژبو او ادبیاتو پوهنځی، ننګرهار پوهنتون؛

•             ۱۳۸۵ – ۱۳۸۷ په پښتو ادبیاتو کې ماسټري، کابل پوهنتون؛

•             ۱۳۹۲ – ۱۳۹۶ په پښتو ادبیاتو کې دکتورا، کابل پوهنتون.

رسمي دندې او فعالیتونه[سمول]

•             له ۱۳۹۵ څخه تر اوسه (۱۳۹۹) پورې په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار؛

•             له ۱۳۹۱ څخه تر ۱۳۹۲ پورې د واک لېږد په پروسه کې د ډاکټر محمد اشرف غني فرهنګي سلاکار؛

•             له ۱۳۹۵ څخه تر اوسه (۱۳۹۹) پورې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد؛

•             هممهاله د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د ماسټرۍ استاد؛

•             په ۱۳۹۰ کې د لغمان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي افتخاري استاد (البته پوهاند ډاکټر ازمون د لغمان پوهنتون د جوړېدو د وخت له هغو لومړنیو استادانو څخه دی چې کله ژمی شو او دی رخصت و، نو خپله رخصتي یې په لغمان پوهنتون کې تدریس ته وبخښله او په اوونۍ کې درې ورځې یې هلته د عامه اړیکو مضمون تدریساوه)؛

•             په جامعه العلوم کې د ژورنالېزم استاد؛

•             په ۱۳۹۶ کې د چین شانګهای بهرنیو ژبو پوهنتون کې مېلمه پروفېسور؛

•             په ۱۳۹۷ کې د ازبکستان د ختیځ پېژندنې پوهنتون مېلمه پروفېسور او د دې پوهنتون افتخاري استاد (چې زیاتره درسونه یې په انلاین توګه ور کړي دي)؛

•             د هېواد په زیاترو پوهنتونونو کې لکه د ننګرهار، کونړ، لغمان، خوست، پکتیا، پکتیکا، کندهار، هلمند، کندز او بلخ پوهنتونونو کې د ژورنالېزم او ادبیاتو د ورکشاپونو ور کول.

فرهنګي او کلتوري چارې[سمول]

•             ۱۳۷۰ - ‍۱۳۷۷ د شمشاد مجلې مرستیال؛

•             ۱۳۷۷ – ۱۳۷۹ د کابل پوهنتون مجلې مرستیال؛

•             ۱۳۸۰ – ۱۳۸۴ د معارف مجلې مرستیال؛

•             ۱۳۷۳ – ۱۳۷۵ د وفا اخبار کارکوونکی؛

•             ۱۳۷۹ – ۱۳۸۱ د ورځ مجلې کارکوونکی؛

•             ۱۳۷۸ د ننګرهار د مجلې مسوول مدیر؛

•             ۱۳۸۵ – تر ننه (۱۳۹۹) پورې د ګډون په نامه د افغانستان د معیوبینو د مجلې مسوول مدیر ( چې د ده تر مدیریت لاندې د دغې مجلې دوه دېرش ګڼې خپرې شوې دي)؛

•             له دې سره سره یې له نورو مجلو، اخبارونو او خپرونو سره د کتونکي په توګه کار کړی دی.

•             ۱۳۷۹ – ۱۳۸۲ په افغانستان کې د اسټرالیا راډیو د استازي په توګه؛

•             ۱۳۸۰ – ۱۳۹۱ په ختیځه سیمه کې د امریکا غږ راډیو استازي په توګه.

د پوهاند ډاکټر ازمون اثار[سمول]

الف - چاپ شوي اثار[سمول]

لومړی - نظمونه[سمول]

1.            پرهرونه دي چې خاندي؛

2.            په سندرو یو مین سندرې وایي؛

3.            در نه بې خوبه نه شي؛

4.            څنګه دې هېره کړمه (مور ته نظمونه)؛

5.            ستا د قامت سیوري ته دمه کوم؛

6.            ګوټ ناستی.

دویم - څېړنې او ټولونې[سمول]

7.            د ملنګ جان خوږې نغمې له نوو زیاتونو سره – ۱۳۷۰؛

8.            د سین غاړې ګلونه (د محمد نور د نظمونو ټولګه) – ۱۳۷۱؛

9.            قلم و قيام (د عبدالرحمن الينګاري دنظمونو ټولګه) – ۱۳۷۷؛

10.         نمجنې سترګې (د بسم الله کلکاريوال د نظمونو ټولګه) – ۱۳۷۷؛

11.         سندريزې کيسې (د شیخ احمد خان د نظمونو ټولګه) – ۱۳۷۷؛

12.         بر ګودر (د توکل بابا د نظمونو ټولګه) – ۱۳۷۷؛

13.         د شګې ګل (د سيد کمال بابا د نظمونو ټولګه) – ۱۳۷۷؛

14.         رښتيا وينا (د باقي جان ماما د نظمونو ټولګه) – ۱۳۷۹؛

15.         زما غاړه او ستا پړى (د خسرو اپريدي د نظمونو ټولګه) – ۱۳۸۳؛

16.         د مينې بڼ (د عبدالرزاق پښتون د نظمونو نيمګړى دېوان) – ۱۳۸۲؛

17.         اى پاکه ننګرهاره (د سلام بيدار د نظمونو ټولګه) – ۱۳۷۹؛

18.         ور پسې جګ کړه سره لاسونه (د سروکيو ټولګه) – ۱۳۸۵؛

19.         ته وايه ښه (ولسي نکلونه) – دوه ټوکه – ۱۳۸۵؛

20.         علامه رشاد په ننګرهار کې (د مقالو ټولګه) – ۱۳۸۲؛

21.         د پوهاند رښتين د ژوند هينداره – ۱۳۷۷؛

22.         په للمه اوري بارانونه (د کندهار د زلميو شاعرانو تذکره) – ۱۳۷۸؛

23.         په څېله کې ګلابونه (د ننګرهار د زلميو شاعرانو تذکره) – ۱۳۷۸؛

24.         لا څو تڼۍ د ګرېوانه پاتې دي (د څو ليکوالو لنډې کيسې او پېژندنه) – ۱۳۷۸؛

25.         پګړۍ کې کم نه يې له کاکله ګله (د نظمونو غورچاڼ او د شاعرانو پېژندنه) – ۱۳۷۸؛

26.         رښتينى خدمتګار (د سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار ژوند او هلې ځلې) – ۱۳۸۱؛

27.         د ګلو ځولۍ  (د يو شمېر سندرغاړو تذکره) – ۱۳۸۷؛

28.         منظوم انځورونه (د ماسترۍ تېزس) – ۱۳۸۷؛

29.         فولکلور (د مقالو ټولګه) – ۱۳۸۷؛

30.         استاد شپون او دروېش په ننګرهار کې (د سيمينار د مقالو ټولګه) – ۱۳۸۷؛

31.         څلورمه ادبي تاريخي دوره  (د پوهنملۍ علمي رتبې اثر) – ۱۳۸۷؛

32.         ختيځ ادبي بهير (د پوهنيارۍ علمي رتبې اثر)؛

33.         ملاله او ميوند – ۱۳۷۹؛

34.         پښتو  ازاد نظم – ۱۳۸۹؛

35.         افغاني ټنګ ټکور  (د مقالو ټولګه) – ۱۳۸۷؛

36.         زما ښکلى جانانه (د رحيم غمزده ژوند، شعرونه، راټولونه او سريزه) – ۱۳۹۰؛

37.         خادم باد سبا يم (د استاد قيام الدين خادم منظوم کليات، تدوین او سریزه) – ۱۳۹۰؛

38.         خولې نه مې قسم ختلى دى (د بينا منظوم کليات، دوه ټوکه، راټولونه او سريزه) – ۱۳۹۰؛

39.         کرکيله، بينا ليکلى (سريزه او ټولونه) – ۱۳۹۰؛

40.         زما ژوند، بينا (سريزه او ټولونه) – ۱۳۹۰؛

41.         پښتو فولکوري ادبیات – ۱۳۹۴؛

42.         د افغانستان د فولکلور سرچینې – ۱۳۹۴؛

43.         د کره کتنې بهیر – ۱۳۹۴؛

44.         څو کتابه څو سریزې – ۱۳۹۴؛

45.         یادونه او څېړنې – ۱۳۹۴؛

46.         پښتو ازاد نظم – ۱۳۹۴؛

47.         پښتو منظومې ولسي کیسې او څو حماسې – ۱۳۹۴؛

48.         د استاد بختاني سفر او سفرونه – ۱۳۹۵؛

49.         ژوند ته وګوره ژوند څه دی (د ولسمشر ژوندلیک) – ۱۳۹۵؛

50.         نیمګړی څپرکی (د اشرف غني د مقالو ټولګه) را ټولونه او سریزه – ۱۳۹۵؛

51.         د واک لېږد – ۱۳۹۵؛

52.         رڼه چینه (د استاد خادم نثري کلیات) دوه ټوکه – ۱۳۹۶؛

53.         د بهاالدین مجروح څو ادبي او فلسفي لیکنې – ۱۳۹۶؛

54.         پښتو نظم پوهنه – ۱۳۹۷؛

55.         نابغه خوشال (د خوشال په باب د مقالو ټولګه) – ۱۳۹۷؛

56.         نابغه خوشال (د مقالو ټولګه، دویم ټوک) – ۱۳۹۷؛

57.         په شګو کې سره زر (د استاد شپون داستاني کلیات، ټولونه، سریزه او چاپ چارې) – ۱۳۹۸؛

58.         په کاڼو کې غمي (د استاد شپون منظوم کلیات، ټولونه، سریزه او چاپ چارې) – ۱۳۹۸؛

59.         د لفظونو شپون (د استاد شپون منثور کلیات، ټولونه، سریزه او چاپ چارې) – ۱۳۹۸؛

60.         د استاد رښتین هنري هڅې (ټولونه، سریزه او چاپ چارې) – ۱۳۹۸؛

61.         رښتیني هڅې (د استاد رښتین ادبي لیکنې، ټولونه، سریزه، چاپ چارې) – ۱۳۹۸؛

62.         رښتینې هڅې - درېیم ټوک (ژبنۍ او نورې لیکنې، ټولونه، سریزه، چاپ چارې) – ۱۳۹۸؛

63.         سبکپوهنه (څېړنیز او تحلیلي اثر) – ۱۳۹۸؛

64.         ادب تیوري (د پوهاندۍ اثر) – ۱۳۹۸؛

65.         د وطن ننداره (بېلابېلو شاعرانو ټولګه) – ۱۳۹۷؛

66.         د طاهر اپریدي د کیسو کلیات (راټولونه او سریزه) – ۱۳۹۷؛

67.         د ادبیاتو فلسفه – ۱۳۹۹؛

68.         طبقاتي شعور او پښتو ادب – ۱۳۹۹؛

درېیم - یونلیکونه[سمول]

69.         که په ميوند کې شهيد نه شوې (د کندهار يونليک) – ۱۳۷۷؛

70.         د هرېرود او هرېوا تر څنډو (د هرات يونليک) – ۱۳۷۸؛

71.         خوست د ګورګورو او نښترو وطن (د خوست يونليک) – ۱۳۷۹؛

72.         د ترکستان په ميرو ورکه (د شمالي ولايتونو يونليک) – ۱۳۸۷؛

73.         له جلاله تر بنګاله (د بنګله دېش يونليک) – ۱۳۸۷؛

74.         ما د کونړ له سينه ځار کړې (د کونړ يونليک) – ۱۳۸۷؛

75.         تيراواله ماما (د تيرا يونليک) – ۱۳۹۴؛

76.         سپېڅلى سفر (د حج يونليک) – ۱۳۸۹؛

77.         له سپين غره تر سپينې ماڼۍ (د امريکا يونليک) – ۱۳۸۹؛

78.         له هندوستانه مې راستون کړې - (د هند يونليک) – ۱۳۸۹؛

79.         دلته زيږ پښتانه اوسي (د کوټې يونليک) – ۱۳۸۹؛

80.         سرې شګې او سره زر (د دوبۍ یونلیک) – ۱۳۹۴؛

81.         خاوره د ولیانو ده (د غزني یونلیک) – ۱۳۹۴؛

82.         د کلا بست دروازې دوې دي (د هلمند یونلیک) – ۱۳۹۴؛

83.         د سلېمان د تخت تر سیوري (د کوټې یونلیک) – ۱۳۹۴؛

84.         ځي په لوړو غرونو (د پکتیا یونلیک) – ۱۳۹۴؛

85.         دلته ورېځو اباد کړي دي ښارونه (د اروپا یونلیک) – ۱۳۹۴؛

86.         د شملو د سیوري ځمکه (پکتیکا یونلیک) – ۱۳۹۵؛

87.         د غلغلې تر حماسې (د بامیانو یونلیک) – ۱۳۹۶؛

88.         خدایه ته لنډ کړې دا د ځمکې تنابونه (د مسکو یونلیک) – ۱۳۹۷؛

89.         له جلاله تر جماله (د ایران یونلیک) – ۱۳۹۷؛

90.         د چین ماچین ښاپېرۍ (د چین لومړنی یونلیک) – ۱۳۹۹؛

91.         اوږدې لارې نیمګړي دیدنونه (د انګلستان او اروپا یونلیک) – ۱۳۹۹؛

92.         د امیر درشل (د ازبکستان لومړی یونلیک) – ۱۳۹۹؛

93.         د امیر تر کور و ګوره (د ازبکستان دویم یونلیک) – ۱۳۹۹؛

94.         تېر یادونه (د ایران دویم یونلیک) – ۱۳۹۹؛

95.         د پرنګي تر کوره (د انګلستان یونلیک) – ۱۳۹۹؛

96.         شین دسمال (د دوبۍ دویم یونلیک) – ۱۳۹۹؛

97.         ور شه له هنده دنیا را وړه (د هندوستان یونلیک) – ۱۳۹۹؛

98.         د هندوکش تر څنډو (د بدخشان یونلیک) – ۱۳۹۹؛

99.         ژوند په څیرو دېوالو کې (د روزګان په زړه کې، یونلیک) – ۱۳۹۹.

څلورم - نورې پنځونې[سمول]

100.       زما لاس (ناول) – ۱۳۹۹.

ب - ناچاپ اثار[سمول]

1.            د نظمونو يوه ټولګه؛

2.            ترانې؛

3.            يوه خوله خندا (ټوکې ټکالې)؛

4.            د مولوي خالص ژوند او فن (مونوګراف)؛

5.            د ننګرهار مزارونه؛

6.            د ټاکنو خاطرې؛

7.            شعرپوهنه؛

8.            مرکې (له بېلابېلو ليکوالو او مخورو شخصيتونو سره) يوه ټولګه چې په بېلابېلو خپرونو کې خپرې شوې هم دي؛

9.            ادبي ليکنې (يوه ټولګه) په بېلابېلو خپرونو کې خپرې شوې ليکنې دي؛

10.         له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۳ زېږديز کاله پورې خبري او فيچري رپوټونه په دولس ټوکونو کې چې دغه ګزارشونه زياتره له اشنا راډيو خپاره شوي دي؛

11.         ټولنیزې او ژورنالستیکې لیکنې چې د ګډون مجلې په ۳۰ ګڼو کې خپرې شوې دي؛

12.         یادښتونه: دا هم په کرښه اوونیزه کې خپرې شوې خورې ورې لیکنې دي؛

13.         د تېرې یوې لسیزې ژورنالېزم لاسته راوړنې او ننګونې (د سیمینار مقالو ټولګه)؛

14.         د بینا د کونړ سفرنامه؛

15.         د سناتور اغا جان د شوروي سفرنامه؛

16.         بېلابېل سفرونه او خاطرې؛

17.         ارزونې (د کره کتنې بحثونه)؛

18.         د بېلابېلو مقالو ټولګه؛

19.         کوچیان (د اشرف غني څېړنه او ژباړه) راټولونه او سریزه؛

20.         ژوند په خاطرو کې؛

21.         د کرښې سرلیکنې؛

22.         ژوند په ادبیاتو کې؛

23.         فولکلور پوهنه؛

24.         د شیدا هنر او فن؛

25.         کرونا (منظومه)؛

26.         د ګلو ځولۍ (درېیم ټوک، د هنرمندانو تذکره)؛

27.         ژوند په خاطرو کې؛

28.         لنډې کیسې او ادبي طرحې؛

29.         لنډۍ؛

30.         ادبي لیکنې او څېړنې؛

31.         د استاد تږي منثور کلیات؛

32.         د استاد جاج څېړنیزې هڅې.