قدرت الله حداد فرهاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سياسي شينونکی قدرت الله حداد فرهاد
دوتنه:Qudratullah haddad farhad.jpg
سياسي شينونکی قدرت الله حداد فرهاد

قدرت الله حداد فرهاد (زوکړه د ۱۹۳۰ ز کال د اکتوبر ۱، کابل- مړينه - د ۲۰۱۱ ز کال د ډيسمبر ۱۵، امريکا) (په انگرېزي: Qudratullah Hudaad Farhad) يو افغان پښتو ژبی ژورنالېست، سياسي څېړونکی، تاريخپوه، ليکوال او ملي شخصيت وو، چې ډېر کالونه يې د افغانستان په چاپي رسنيو کې کار کړی دی.

مخينه

قدرت الله حداد فرهاد د حاجي سید احمد خان فرهاد زوی د ۱۹۳۱ ز کال د اکټوبر پر لومړۍ نېټه د کابل د تره کاڼانو په گذرگاه کې زېږېدلی دی. په څينو نورو سرچينو کې د هغه د زوکړې کال د ۱۹۳۰ ز کال د اکټوبر لومړۍ نېټه ياده شوې ده. د هغه پلرنی ټاټوبی د وردک ولايت منځۍ ميدان وو. فرهاد صاحب د افغان ملت پال گوند د بنسټگر غلام محمد فرهاد ورور وو.

قدرت الله حداد فرهاد لومړنۍ او لوړې زده کړې په کابل کې سرته ورسولې. هغه لومړی د نجات لیسه پای ته ورسوله بيا يې ۴ کاله د ژورناليزم په څانگه کې زده کړې وکړې. د زده کړو تر پای ته رسولو وروسته يې په ايینه مهالنۍ کې په کار پيل وکړ او همدا راز يې په پامير او اقتصاد مهالنيو کې دنده ترسره کړه. تر دې وروسته يې د هېواد په بېلابېلو دولتي بسټونو کې دنده ترسره کړه.

ليکوال قدرت الله حداد فرهاد د دندې تر څنگ د هېواد د کلتور او ملي تاریخ ژوندي ساتلو لپاره په زرگونو مقالې او کتابونه ولیکل. نوموړي ډېر کالونه د افغانستان په چاپي رسنيو کې کار وکړ. د ولس له ملي جريدې سره مرستيال، د آينې جريدې مرستيال، د پامير جريدې سرمحرر، په سوداگرۍ خونو کې د بهرنيو اړيکو سرکاتب او د اقتصاد جريدې همکار، د مخابراتو ښوونځي کې د پښتو ښوونکي په توگه، د سرې مياشتې ټولنې د تبليغاتو د لوی مدير د کفيل په توگه دندې ترسره کړې دي، هغه همدا راز د کابل ښاروالۍ پامیر جریدې، انیس جریدې او د اقتصاد د جریدې د مسوول او مرستیال چلوونکي په څوکیو هم کار کړی دی. خدای بښلي فرهاد پر ۱۹۶۵ ز کال په نجات لېسه کې د تاريخ او جغرافيې د ښوونکي په توگه دنده درلوده او هممهال د پښتو ټولنې علمي غړی وو.

کله چې د حداد صاحب مشر ورور انجينير غلام محمد فرهاد د افغان ملت گوند بنسټ کېښود، نو قدرت الله حداد فرهاد ددغه گوند د افغان ملت خپرونې د پازوال مدير په توگه دنده درلوده او يوه اوږده موده يې دا دنده پر مخ يووړه.

د شاهي نظام له بدلون سره سم او د خپلواکو مهالنيو تر بندېدو وروسته حداد صاحب يوه موده په خپلو ځاني (شخصي) کارونو بوخت شو، خو د ۱۳۵۷ ل ل کال د غويي تر پاڅون وروسته د نورو زرگونو هېوادوالو په څېر دی او ورور يې انجينير فرهاد د وخت د حکومت له خوا يو په بل پسې ونیول شول او بنديان شول.

قدرت الله حداد پر ۱۹۸۰ زېږديز کال له بنده خوشي شو او د نورو گڼ شمېر هېوادوالو په څېر يې پېښور ته کډه وکړه او هلته يې خپلو سياسي فعاليتونو ته دوام ورکړ. په پېښور کې د ژوند د شرايطو د ناوره کېدو له لامله حداد صاحب له خپلې کورنۍ سره لومړی المان او بيا له هغه هېواده د امريکا متحدو ایالتونو د وريرچينا ايالت ته کډوال او د ژوند تر پايه هلته پاتې شو.

قدرت الله حداد فرهاد د يو ولسپال افغان او ډېر ښه ليکوال په توگه د خپل ټول عمر په اوږدو کې د هېواد او ولس لپاره خدمت وکړ او هېڅ مهال د ولس ضد گټو ته تسليم نه شو. هغه د افغانستان په اړه په يو گڼ شمېر نړيوالو کنفرانسونو کې گډون کړی وو او په علمي ډگر کې يې تل له افغانستان څخه دفاع کوله.

د حداد صاحب په اړه استاد اسدالله غضنفر داسې لیکي: «حداد صاحب په هېواد او ولس مئین شخص او د ملي مفکورې خاوند وو. د هېواد پرمختگ یی ستر ارمان وو.» 


دندې

  • د ولس له ملي جريدې سره مرستيال.
  • په ۱۳۳۱ ل. کې د آينې جريدې مرستيال.
  • په ۱۳۳۳ ل. کې د پامير جريدې سرمحرر.
  • په ۱۳۳۴ کې د تجارت په اطاقو د خارجي اړيکو سرکاتب او د اقصېاد د جريدې همکار.
  • د مخابراتو ښوونځي کې د پښتو ښوونکي په توگه.
  • په ۱۳۳۶ ل. کې د تجارت په اطاقو کې د اقصاد د جريدې د معاون په توگه دنده.
  • په ۱۳۴۱ ل. کې د سرې مياشتې د ټولنې د تبليغاتو د لوی مدير د کفيل په حيث دنده.

د قدرت الله حداد فرهاد کورنۍ

د پښتو ژبې دغه نوميالي ليکوال واده کړی وو، چې ۳ زامن او ۴ لوڼې لري. زامن يې ایمل حداد فرهاد، ولي حداد فرهاد او منصور حداد فرهاد نومېږي. دا اولادونه يې اوسمهال په امريکا کې اوسي.

مړينه

لیکوال او مورخ قدرت الله حداد فرهاد د ۲۰۱۱ ز کال د ډيسمبر میاشتې په ۱۵ ورځ، سهار د امریکا متحدو ايالتونو په ویرجنیا کې د زړه د سکتې له لامله د اتیا کلونو په عمر وفات شو او په ورجینا کې خاورو ته وسپارل شو.

چاپي ليکنې او اثار

  1. د پښتونولۍ د لارې مشال [۱]
  2. د احمد شاه بابا ميراث [۲]
  3. پښتون، افغان، افغانستان - چاپکال ۱۳۸۰ ل.
  4. د افغان ملي تاريخ (دوه ټوکه)، د ۱۳۸۳ لېږديز لمريز کال چاپ.
  5. د ملي تاريخ فلسفه او پښتونولي

سرچينې

  1. اوسني ليکوال - د عبدالروف بېنوا اثر
  2. اوسني ليکوال - د عبدالروف بېنوا اثر

د آرين کريميان بلاگ څخه ژباړه Archived 2017-02-26 at the Wayback Machine.

  1. http://thepashtunexpress.com/ps/%D9%84%DB%8C%DA%A9%D9%88%D8%A7%D9%84-%D8%A7%D9%88-%D9%85%D9%88%D8%B1%D8%AE-%D9%82%D8%AF%D8%B1%D8%AA-%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D8%AD%D8%AF%D8%A7%D8%AF/ Archived 2020-09-27 at the Wayback Machine.
  1. http://thepashtunexpress.com/ps/%D9%84%DB%8C%DA%A9%D9%88%D8%A7%D9%84-%D8%A7%D9%88-%D9%85%D9%88%D8%B1%D8%AE-%D9%82%D8%AF%D8%B1%D8%AA-%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D8%AD%D8%AF%D8%A7%D8%AF/ Archived 2020-09-27 at the Wayback Machine.
  2. Haddad Farhad Cultural Center - حداد فرهاد کلتوري مرکز
  3. http://www.nzdl.org/gsdlmod?e=d-00000-00-...00--off-0areu--00-0----0-10-0---0---0direct-10---4-------0-0l--11-prs-50---20-about---00-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-00-0-0-11-10-0utfZz-8-00&cl=CL5.38&d=HASH01ba2f5e9261113d19ab7b0d&x=1
  1. http://www.tolafghan.com/posts/23855