قبله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د مسلمانانو د اوسنۍ قبله لور د کعبه په لور دی.

مذهبونه سره يوه خوله دي چې کعبه قبله ده، خو دهغه چا د قبلې په اړه چې نږدې دی او قبله ويني، او هغه څوک چې لرې دی او قبله نه ويني سره مخالف شوي دي. احنافو ، حنبليانو، مالکيانو او له اماميانو څخه ځينو يې ويلي دي: د لرې سړي قبله هماغه خوا ده چې پر هغه خوا کعبه واقع ده نه خپله کعبه. شافعيانو او ډيرو اماميانو ويلي دي: بې له څه توپيره د لرې او نږدې سړي له پاره خپله کعبې ته کول واجب دي، نو که په عين کعبه يې باور راغی چې معلومه ده هماغه مخامخ قبله ده، او که نه نو په گومان دې کفايت وکړي. ښکاره خبره ده چې له لرې څوک نه شي کولی دا قول حقيقت وگڼي، ځکه د استونزه په داسې حال کې چې ځمکه کروي ده محاله ده، پر همدې بنا د لرې سړي قبله هغه خوا ده چې کعبه هغې خوا ته واقع ده نه خپله کعبه.

پر قبله ناپوه[سمول]

هغه څوک چې د قبلې پيژوندل ورته گران وي، واجبه ده چې حقيقت و پلټي او زيار وباسي تر څو پوه شي او يا گومان وکړي چې قبله پر يوه بيله خواده. که باور او يا گومان يې رانه غۍ څلورگونو مذهبونو بې له شافعيانو او ځينو اماميانو ويلي دی: هرې خوا ته يې چې وغوښتل لمونځ دې وکړي د هغه لمونځ صحيح دی او بيا کول يې پرې واجب نه دي.

ډيرو اماميانو ويلي دي: بايد د امر د منلو له پاره، په دې خاطر چې پر واقع باندې يې عمل تر سره کړی وي څلور و خواووته دې لمونځ وکړي، او که د څلور ځلې او څلورو خواوو ته د لمونځ کولو وخت نه ؤ يا بې وسه شو چې څلورو خواو ته لمونځ وکړي، کومو خواوو ته چې کولی شي لمونځ دې وکړي.

مسئله[سمول]

که پرته له قبلې کوم بل لوري ته لمونځ وشي او بيا وروسته سهوه معلومه شي، اماميانو ويلي دي: که دلمانځه به مينځ کې معلومه شي چې ښۍ يا کيڼه خوا ده، پاتې نور لمونځ دې مخامخ د قبلې پر خوا وگرځوي، خو که قبلې ته يې شا وي لمونځ باطل او بيا يې دې له سره وکړي، او که د لمانځه تر پای ته رسولو وروسته د قبلې لوری معلوم شو، په داسې حال کې چې وخت وي بايد له سره يې وکړي او که نه نو همغه پاتې دې وکړی.

اوله اماميه وو څخه ځينو يې ويلي دي: هر کله چې له قبلې څخه کوږوالی کم وي که دلمانځه پر وخت وي يا پر ته له لمانځه په نورو وختو کې د هغه بيا له سره کول نه دي په کار، خو که د ختيځ يا لويديځ پر خوا وي.

که پر لمانځه باندې و بيا يې دې له سره وکي، او تر لمانځه پرته په نورو وختو کې دلمانځه بيا کول لازم نه دی په داسې حال کې چې خپل لمونځ يې په خپل وخت کي يا بې له وخته داسې کړی وي چې قبلې ته يې څټ وي بايد لمونځ له سره وکړي.احنافو او حنبليانو ويلي دي: هر کله چې د قبلې موندلو له پاره يې پلټنې او زيار وايستاو هيڅ لوري د هغه له نظره غوره والی نه لاره او هغه يې يوې خوا ته وکړ بيا چې وروسته تيروتنه ښکاره شوه، که په لمانځه کې و (لمونځ يې کولو) کولی شي هر لوري ته چې د ده باور وي او يا هر خوا چې غوره ورته ښکاري د قبلې په اړه ترجيح ورکړي، همغې خوا ته دې مخ واړوي، خو که تر لمانځه تمامېدلو وروسته پوه شو، لمونځ يې صحيح دی او فرق نه کوي چې که د لمانځه په حال کې وي يا ترې وروسته.

د مالکي او حنبلي مذاهبو په نزد هغه سړی چې هلې ځلې او زيار نه باسي او تر لمانځه وروسته پوه شي چې لمونځ د قبلې پر خوا دی. د هغه لمونځ باطل دی، خو دا حنافو او اماميانو په نزد، که پرته له دې چې شک ورته پيدا شي، لمونځ دې وکړي، داسې چې د لمانځه د پيليدو پر وخت د قبلې پر خوا باوري وي، لمونځ يې صحيح دی، ځکه په دې حال کې هغه د نږديوالي نيت او قصد لري.