فلم

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

کينډۍ:صاف

دا ليکنه د خوځنده انځورونو په هکله ده. د فلم د بل ډول کارونې لپاره، د عکاسي فلم يا film (disambiguation) وګورۍ.
دوتنه:Film reel and film.jpg
"فلم" هغه سلولي وزمه وسيله ده په کوم چې خوځنده انځورونه چاپ شوي وي. دا د يو 8mm څرخ دی.

فلم انځورونو ته د ژوند وربښلو او خوځښت ورکولو د پروژې د اصطلاح نوم دی او په ټولګړي توګه همداسې د انځورونو د ژوندي کولو ځانګړې څانګه بلل کېږي.

دا چې په اصل کې فلم څه شی دی او څنګه د لومړي ځل لپاره جوړ شو، ددې پوښتنو تر شا يواځې يو حقيقت پروت دی هغه دا چې په اصل کې فلم د عکاسي د کمرې فلم نه لاس ته راغلی. او په تاريخي توګه همدا د عکاسي فلم د خوځنده يا ژوندي فلمونو د مېنځ ته راتلو لامل دی. پخوا چې لومړی ځل د عکاسي کامره جوړه شو نو د پېښو ثبتول يواځې په انځورونو کښلو سره ترسره کېدل، چې د يوې پېښې د هر يوې ثانيې په تېرېدو سره د هر حرکت يو انځور اخيستل کېده، په لومړي سر کې انځور د فلم په بڼه وي کوم چې يوه پلاستيکي فيته ده چې مخ يې په يو ډول کيميايي مادې پوښلی دی او همدا کيميايي ماده د نور په وړاندې حساس ځانګړتياوې لري. نو د ساري په توګه که چېرته په همدغه فيتې مونږ د ٥ دقيقو لپاره په هره ثانيه کې يو عکس واخلو نو په يوه دقيقه کې ٦٠ بېلابېل عکسونه مو واخيستل چې په ٥ دقيقو کې يې شمېر ٣٠٠ عکسونو ته رسېږي. هرکله چې د فلم همدا فيته مونږ په پرده باندې د ښودلو لپاره وړاندې کړو او دا فلم په يوه ټاکلي سرعت سره وچلېږي همدا د عکسونو لړۍ زمونږ سترګو ته د ژوندي انځور په توګه ښکاره کوي. د فلم لپاره ډېر نورې اصطلاحګانې هم کارېدلي دي، ځينې ورته په انګريزي ژبه موشن پکچرز motion pictures مانا دا چې خوځنده انځورونه او ځينې يې بيا يواځې پکچرز pictures يا پکچر "picture" يعنې انځورونه ، ځينې ورته دي سلور سکرين the silver screen، ځينې يې فوټوپلېز photoplays، دي سينما the cinema، پکچر شو picture shows، فلېکس flicks او په ټولګړي توګه ورته موويز movies هم وايي.

فلم په افغانستان کې[سمول]

د افغانستان لومړی فلم نژدې هماغه وخت جوړ شو کوم وخت چې د هندوستان لومړی فلم جوړ شوی وه. لومړنی پښتو افغاني فلم د "عشق او دوستي" په نامه وه. دا فلم هغه وخت جوړ شوی وه په کوم وخت کې چې لا پاکستان نه و جوړ شوی. پدې توګه د افغانستان د فلم تاريخ له نيمې پېړۍ نه هم ډېر زوړ تاريخ لري. همدا لومړنی فلم "عشق او دوستي"، د فلم جوړولو يوې وړې ډلګۍ جوړ کړی وه، دا ډلګۍ د په هغه وخت کې د لنډو تور او سپينو فلمونو ترڅنګ لاسونديز فلمونه هم جوړول. بيا ډېر وخت وروسته په ١٩٦٥ کال کې د لومړي ځل لپاره په کابل کې د افغاني فلم جوړولو شرکت جوړ شو، چې د فلمونو په جوړولو او خپرولو يې لاس پورې کړ.

افغانان د ډېر پخوا نه د بهرني فلمونو په ځانګړې توګه د هندي فلمونو سره اشنايي لري. په افغانانو کې د هندي فلمونو په پرتله افغاني فلمونه دومره مينوال نه لري. د افغان فلم شرکت د ډېرو تخنيکي او اقتصادي ستونزو او ننګونو سره مخ وه، او تر اوسه پورې د د افغان فلم جوړونکي او خپرونکي د فلم په جوړولو کې د همداسې ورته ستونزو سره مخ دي. د افغان فلم د شرکت دمېنځ ته راتګ او د فلمي لېوالتيا او دغې لويې هيلې اصل بنسټ دا وه چې په نړېواله ټولنه کې خپل د کلتور، پېژندنې، او هيلو ښکارندويي وکړي او په ځان د يوه خپلواکه هېواد په توګه راڅرګند کړي.