فرانسوا هولانډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فرانسوا هولانډ
فرانسوا هولانډ
فرانسوا هولانډ

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
تابعیت فرانسه [۶][۷][۸]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد
واک
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه فرانسوي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه سياست [۹]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
فرانسوا هولانډ
فرانسوا هولانډ

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (فرانسوي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فرانسوا جېرارد نیکولاس هولانډ (په فرانسوي: fʁɑ̃swa ʒeʁaʁ ʒɔʁʒ nikɔla ɔlɑ̃d، چې د ۱۹۵۴ ز کال د اګست په ۱۲ مه زېږېدلی) یو فرانسوي سیاستوال دی، چې له ۲۰۱۲ نه  تر ۲۰۱۷ ز کال پورې یې د فرانسې د ولسمشر په توګه خدمت وکړ. نوموړی له دې وړاندنې له ۱۹۹۷ ز تر ۲۰۰۸ ز پورې د سوسیالیست ګوند لومړی منشي، له ۲۰۰۱ ز تر ۲۰۰۸ ز پورې د تېله ښار ښاروال او له ۲۰۰۸ ز نه  تر ۲۰۱۲ ز کال پورې د کوریزا د عمومي شورا رئیس و. هولانډ د کوریزا د لومړۍ حوزې ټاکنیزې په استازیتوب دوه ځله له ۱۹۸۸ ز کال نه تر ۱۹۹۳ز کال او له ۱۹۹۷ ز کال نه  تر ۲۰۱۲ ز کال پورې په ملي شورا کې هم دنده پر مخ وړې ده.

هولانډ چې په روان کې نړۍ ته سترګې پرانستې او په نیويي-سوغ-سېن کې لوی شوی دی، مخکې له دې چې د حکومت د ویاند ماکس ګالو په ډله کې د رسنیو د غړي په توګه دنده ترسره کړي، د تازه ټاکل شوي ولسمشر فرانسوا مېټراند د ځانګړي سلاکار په توګه یې خپل سیاسي ژوند پیل کړ. نوموړي په ۱۹۸۸ ز کال کې ملي شورا ته لاره و مونده او په ۱۹۹۷ ز کال کې د سوسیالیست ګوند لومړی منشي وټاکل شو. کله چې په ۲۰۰۴ ز کال کې سوسیالیت ګوند سیمه ییزې ټاکنې و ګتلې، هولانډ د ولسمشرۍ لپاره احتمالي نوماند په توګه وپېژندل شو، خو د لومړي منشي له چوکۍ یې استعفا ورکړه او په ۲۰۰۸ ز کال کې سمدلاسي د کوریزا د عمومي شورا د رئیس په توګه د ژان پییر دوپانټ ځای نیسي، وټاکل شو. هولانډ په ۲۰۱۱ ز کال کې په ډاګه کړه چې، د سوسیالیست ګوند په استازیتوب به په لومړنیو ټاکنو کې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند لپاره ډګر ته راځي. نوموړي د مارتین اوبري په وړاندې نوماندي وګټله او د ۲۰۱۲ ز کال د مې په ۶ مه نېټه په دویم پړاو کې د ۵۱.۶ سلنه رایو پر مټ ولسمشر وټاکل شو او برحاله نیکولاس سرکوزي ته یې ماتې ورکړه.

هولانډ د خپل خدمت په اوږدو کې، د ۳۴۴ ګڼې قانون د تصویب پر بنسټ د همجنسبازانو واده ته قانوني بڼه ورکړه، د کار قانون او د مالي اعتبار روزنیز پروګرامونه یې اصلاح کړل، د افغانستان په پوځې یرغل کې یې ښکېل جنګي سرتېري واېستل او د فرانکو-جرمن د تړون له لارې یې په لابراتواري څېړنو کې د څارویو د خوندیتوب په اړه د اروپایي ټولنې لارښود لاسلیک کړ. هولانډ د ۲۰۱۵ ز کال د جنورۍ او نومبر په میاشتو کې د پاریس د بریدونو او د ۲۰۱۶ ز کال کې په نیس کې د لارۍ د بریدونو په اوږدو کې د هېواد مشري وکړه. نوموړي د اروپایي ټولنې د کډوالو د جبري سهمیې او په لیبیا کې د ناټو د ۲۰۱۱ ز کال د پوځې لاس وهنې مخکښ پلوی و. نوموړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تایید مالي هېواد او د مرکزي افریقا جمهوریت ته د دې هېوادونو د ثبات لپاره سرتېري واستول، چې واړه عملیات یې په پراخه کچه بریالي وو، خو د سعودي عربستان په مشرۍ په یمن کې د پوځي لاس وهنې نه د نوموړي ملاتړ، د هغه د کیڼ اړخې ټاکنیزې ډلې تر منځ بحثونه را پورته کړي دي.  [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

پاریس د ۲۰۱۵ ز کال د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون د د کنفرانس کوربه و او پاریس ته د ۲۰۲۴ ز کال د اوړي د المپیک لوبو د جذب په برخه کې د نوموړي هڅې بریالۍ وې، خو د دې تر څنګ، د ترهگرۍ له امله تر ۱۰ سلنه پورې وزګارۍ او کورنیو د ستونزو له امله نوموړی د خپلې دورې په اوږدو کې له نارضایتۍ سره مخامخ شو، چې په پایله کې یې د پنځم جمهوري نظام (د فرانسې جمهوري نظام) د ولسمشر په توګه د هغه شهرت په پراخه کچه زیانمن کړ. هولانډ د ۲۰۱۶ ز کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه په ډاګه کړه چې، نوموړی به د ۲۰۱۷ ز کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره، چې ټولپوښتنو په لومړي پړاو کې، د هغه د ماتې وړاندیز کړی، بیا ځان نوماند نه کړي. [۱۵][۱۶][۱۷]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړې[سمول]

فرانسوا هولانډ د ۱۹۵۴ز کال د اګست په ۱۲ مه نېټه په رآن کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. مور يې، نیکول فریډریک مارګوریت ترایبرت (۱۹۲۷ – ۲۰۰۹ز) یوه ټولنیز مرسته کوونکې وه او پلار یې، جورجس ګوستاو هولانډ (۱۹۲۳ – ۲۰۲۰ز)، د ستوني، پوزې او غوږونو یو متقاعد ډاکتر و چې په ۱۹۵۹ ز کال کې د محافظه کاره ډلې لپاره په ټاکنو ګې ډکر ته راغئ. د "هولانډ" نوم د "هالنډ د اوسېدونکي" معنا ورکوي او ډېری د هالنډي نسب په ټاټوبي او-دو-فراسن سیمه کې لیدل کېږي کېږي او اټکل کېږي چې، هالڼډي اصلیت ولري. په پلوان کې د هالنډي د کورنۍ لومړنی پېژندل شوی غړی یو ژندرګړی و چې، د ۱۵۶۹ ز کال شاوخوا يې په دې ځای کې  کار کاوه. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

کله چې هولانډ ديارلس کلن و، کورنۍ يې د پاريس ښار د څنډو یوې ځانګړې سيمې، نیويي-سوغ-سين ته کډه شوه. نوموړی د سینټ-ژان-بابتیست-دی-لا-سال ښوونځي کې چې په روان کې یو شخصي کاتولیک ښوونځي و، زده کړې پیل کړې. وروسته د نیويي-سوغ-سین په سیمه کې د پاستور لېسې ته ولاړ، چې په ۱۹۷۲ ز کال کې یې د بکلوریا سند ترلاسه کړ. ورپسې یې د پانتو اساس پوهنتون نه د حقوقو په برخه کې د لېسانس سند ترلاسه کړ. هولانډ د پاریس د سوداګرۍ په پوهنتون (HEC)  کې زده کړې وکړې او په ۱۹۷۵ ز کال کې فارغ شو، وروسته یې د پاریس د سیاسي زده کړو په انستیتوت او د ادارې په ملي پوهنتون کې (ENA) کې زده کړې پر مخ یووړې. په ۱۹۷۷ ز کال کې هغه د فرانسې په پوځ کې خپل عسکري خدمت تر سره کړ او په ۱۹۸۰ز کال کې د ENA نه فارغ شو او غوره یې وګڼله چې د څېړنې په عالي محکمه کې کار وکړي. [۲۹][۳۰][۳۱]

د ۱۹۷۴ ز کال په دوبي کې هولانډ په متحده ایالاتو کې زده کړې وکړې او له فراغت نه سملاسي وروسته یې د څېړنې په محکمه کې د سلاکار په توګه دنده پیل کړه. [۳۲]

سرچینې[سمول]

  1. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb122353562
  2. پیوستون : 123636205  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. subject named as: François Hollande — Sycomore ID: https://www2.assemblee-nationale.fr/sycomore/fiche/(num_dept)/3853 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: National Assembly
  4. https://brockhaus.de/ecs/julex/article/hollande-francois — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/hollande-francois — subject named as: François Hollande — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. http://www.nytimes.com/2012/05/31/business/global/daily-euro-zone-watch.html
  7. http://www.nytimes.com/aponline/2015/02/06/world/africa/ap-af-boko-haram.html
  8. http://www.nytimes.com/aponline/2015/01/05/world/europe/ap-eu-france-libya.html
  9. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=osa2016923052 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  10. (په 13 January 2013 باندې). Mali: high stakes in 'Hollande's war'.
  11. (په 26 January 2012 باندې). Socialist Hollande Pledges Tax Breaks End, Eased Pension Measure. Bloombergکينډۍ:Subscription required
  12. . EU must be firm on 'hard' Brexit, says Hollande. Sky News
  13. (په 2016-10-07 باندې). UK must pay price for Brexit, says François Hollande.
  14. (په 2016-12-01 باندې). French President François Hollande Says He Won't Run for Re-Election.
  15. (په 2013-05-06 باندې). Why is François Hollande so unpopular in France?. RFI
  16. (په 2013-10-29 باندې). François Hollande becomes most unpopular French president ever.
  17. . Nearly 90 percent of the French now disapprove of their president.
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  20. (په 8 May 2012 باندې). Georges Hollande: "Sarkozy a fait un cadeau empoisonné à mon fils".
  21. Angelique Chrisafis in Le Bourget (په 22 January 2012 باندې). Francois Hollande stages first major rally in 2012 French presidential race | World news. The Guardian.
  22. (په 16 October 2011 باندې). French presidential election: Nicolas Sarkozy v François Hollande. The Guardian.
  23. "EN IMAGES. François Hollande, une carrière au parti socialiste – Presidentielle 2012". Le Parisien (په فرانسوي ژبه کي). 17 October 2011. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 21 April 2012 باندې). We all know Sarko, but who's the other guy?. The Irish Times.
  25. "The NS Profile: François Hollande". New Statesman. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په 18 April 2012 باندې). François Hollande: from marshmallow man to Sarkozy's nemesis?.
  27. Luc Antonini, L'ascendance des candidats, dans Généalogie Magazine Hors-série no 318-319, octobre-novembre 2011, p. 13
  28. Serge Raffy, Le Président, François Hollande, itinéraire secret, nouvelle édition revue et augmentée, A. Fayard/Pluriel, 2012
  29. "Global Players: Francois Hollande | Thomas White International". Thomaswhite.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Francois Hollande Fast Facts". CNN.com. CNN. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 10 March 2012 باندې). The French elite: Old school ties.
  32. (په 15 April 2012 باندې). The Soft Middle of François Hollande. The New York Times.