غوږ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د انسان غوږ

غوږ يو اناتوميک غړی دی چې غږونه ورباندې اورېدل او پېژندل کېږي. دا نه يوازې د غږ اخيستونکي په توگه بلکه د تول او توازن په حس او د بدن په موقعيت کې هم لوی لاس لري. غوږ د اورېدنې د غونډال يوه برخه ده.

د غوږ وييکه په سمه توگه د اورېدو ټول غړی او يا يوازې په سترگو ښکاره برخې لپاره کارېږي. په تيورو ژويو کې غوږ د ووبونو يوه ښکاره ځوړنده ټوټه ده چې په اناتوميکه ژبه ورته پينا يا pinna وايي او همدا برخه د اورېدنې د پروسې په لومړني گام کې شمېرل کېږي. په انسانانو کې پينا ته د غوږ څپک يا آورېکل هم وايي. شمزۍ لرونکي ژوي يوه جوړه غوږونه لري، چې په سېمېټريک ډول يو و بل ته مخامخ د سر په ښي او کيڼ اړخ کې سمبال شوي. د غوږونو دا سمبالښت د غږونو د موقعيت او سرچينې په موندلو کې ډېر گټور دی.

د غوږ جوړښت

بهرنی برخه

د غوږ بهرنې برخه چې دغه برخه دغوږ د غوږوکي، د غوږ د نرمکۍ، د غوږ سوري یا غار ، ککرکي او د باندني خوا د غوږ دپردي څخه جوړ شوی . د غوږ بهرنې خوا یوازي د اورېدو لپاره نه بلکې د ږغ لور، دږغ لوړواله، ټيټواله او ډولونه ئي ښیي . د غوږ د غوږوکي کوږواله، کاچوغ ډوله شکل ئي د ږغ خوځښت ځایونه (Resonator) جوړه وي، چې د ږغ خوا وي د ټاکلي لور څخه و ښیي . نو په دې ډول سره د ږغ د لور په اړه ئي هم ډېررواله (Maximum) او لږواله (Minimum) د غو ږ د فرکونسي (Frequency spectrum) زگنال سره سمه وي . او هم د ږغ د راتک خوا یاني د مخ، د شا، پورته، کښته او د اړخو له خوا ئي لوري څرگنده وي .

د غوږ منځنی برخه

د غوږ منځنې خوا : په دغه برخه پوري د غوږ پرده، د غوږ هډوککی ( سوټک او سندان )، کَږوکی او دغوږ «کړکی گکه» اړه لري . د غوږ ترُوم (شپلي) د غوږ منځنې خوا د پزي او دستوني دسوري سره تړي . د غوږ په منځنۍ برخه کي د ږغ پر مهال خوځښت راځي،چې ږغ د غوږ دننه خواته و لېږدوي، چې په پوره توگه او سم له بهره نه زیگنال (Signal) و دننه خواته د غوږ ورسوي .

د غوږ دننه برخه

د غوږ دننه خوا : دغه خوا د غوږ په یوه وړوکي هډین خالي ځائ کي چې په لاتیني ورته (Labyrinthus osseus) وائي پرته ده . دغه خالي ځائ د غوږ چين سره پخواکي او په نیغه د منځني غوږ وشاته ځائ پر ځائ ده . په دغه هډین خالي ځائ کي يوه نازکه پرده د غوږ دننه خوا چې په لاتیني ورته (Labyrinthus membranaceus) وائي د او رېدو« حلزون» څخه چې په لاتیني ورته (Labyrinthus cochlearis) وائي، جوړه ده. چې په دې کي ږغ په عصبي خوځښت اړول کېږي . په دغه خوا کي د انسان د توازني غړي چې په لاتیني ورته (Labyrinthus vestibularis) وائي هم سته . توازوني غړي د کږو نلکو څخه جوړ سوي دي، چې په سروکي ئي دوې بوغۍ دي،چې په لاتیني ورته ( Utriculus او Sacculus) وائي . دغه بوغی د خوځښت بدلون او د ځمکي د کشش خوا پېژني . د اورېدو « حلزون» او د توازون غړي تقربا یو ډول جوړښت لري . دواړه د اوبړینو (Endolymphe) توکو څخه ډکي دي او د وېښتیانو هجرات لري . د وېښتیانو هجرې استوانه ئي شکل لري، چې د ۳۰ څخه بیاتر ۱۵۰ وېښته ډوله استوانه ئي اوږده تارونه دي چې پورته په پاي کې د هجرې پراته دي . د اوبړینو توکو په خوځښت وېښتیان کږيږي اود اعصابو یون را پاره وي . په پاي کي څه کښته ئي احساسي عصبي ريښې لاتيني نوم ئي (Sinsor Neuron) دی شتون لري، چې دغه یو ډول بیو شیمي مواد (Neurotransmitter) نومیږي له ځانه راباسي . د ږغ د څپو یا دسر د خوځښت پوسیله دغه وېښتیان سره ښوري او اندازه د (Neurotran Smitter) بدلون مومي . په توازوني غړي کي وېښتیان په یو ډول غوړزگي توکي غوړ دي، چې پر دوي باندي کریستل د کالسیم کاربونات (Calciumcarbonat) پراته دي، چې دغه خوځښت واکمن کوي . د اورېدو د «حلزون» څخه د اورېدوعصب یوځائ د توازوني دعصب سره مغزو ته ورځي .