عمودي ثبات رامنځته کوونکی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

املا یې (vertical stabiliser) هم لیکل کیږي. د لکۍ عمودي برخې ته انګرېزۍ کې (fins) نوم هم اخلي. دا برخه په بمونو، توغندیو او الوتکو کې معمولا د تنې د پای په برخه کې وي. د لکۍ د عمودي برخې موخه څنګ لور ته د بې اختیاره ښوېدو یا خوځښت مخنیوی وي, د الوتکې، توغندي یا راکټ په سیده تګ کې مرسته کوي. په الوتکه کې د لکۍ عمودي برخه معمولا پورته لور ته لوړه شوې وي او په انګرېزۍ کې ورته (vertical tail) نوم هم اخلي. د لکۍ عمودي برخه په هغو سپورتي موټرو کې هم نصب وي چې لوړ سرعت لري. ځینې الوتکې د لکۍ عمودي برخه د تنې په پای کې په لاندې برخه کې لري دې ډول الوتکو کې د لکۍ عمودي برخه یا لنډه وي او یا د تاوېدو وړ وي او ډېر وخت یې پیلوټ د ناستې په وخت کې څنګ لور ته تاووي تر څو ناسته ممکنه کړي. په ځینو الوتکو کې د لکۍ له پاسه وي او په ځینو کې د لکۍ د افقي برخې لاندې وي. د عمودي برخې وروسته پای د (rudder) په نامه یادیږي د خوځېدو وړ وي او پیلوټ یې په مرسته په الوتکه کې د (yaw) څرخېدنه ترسره کوي. د لکۍ عمودي برخې له پاسه یا په داخل کې (navigational radio or airband transceiver antennas ) هم موجود وي. په ټولو هغو جیټ الوتکو کې چې درې ماشینونه لري د لکۍ په عمودي برخه کې یې (central engine or engine inlet duct) موجود وي.