عمرګل عسکر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عمرګل عسکر (۱۹۴۸ز ـ ۲۰۲۱ز) د پښتو او اردو ژبي لیکوال، شاعر، څېړنکار او ژورنالست وو. نوموړی بینکار او د راډیو پاکستان کوټې خبریال هم وو.

عمرګل عسکر
لیکوال، شاعر
د شخص معلومات
اصلي نوم عمرګل عسکر
زېږېدنه ۱۵م اګست ۱۹۴۸
ږوب سهېلي پښتونخوا
مړینه ۸م دسمبر ۲۰۲۱
کوټه
تابعیت سهيلي پښتونخوا
پلرنی ټاټوبی ږوب
عملي ژوند
تعليم په اقتصاد کې ماسټري
کاروونکي ژبه(ي) پښتو، اردو

مخینه[سمول]

عمرګل عسکر په ۱۵م اګست کال ۱۹۴۸ز د سهيلي پښتونخوا په ږوب ښار کي زېږېدلی وو.خپلې لومړۍ زدکړې یې هم هلته کړېوې.

زدکړې[سمول]

نوموړي لومړۍ زدکړې پخپل ټاټوبي ږوب کې کړېوې او تر منځنۍ کچې زدکړې(های سکول) یې له بوري (لورالای) څخه وکړې دولسم ټولګی یې پرائیویټ وکړ وروسته یې له بلوچستان پوهنتون کوټې څخه په اقتصاد کي ماسټري وکړه.

دندې[سمول]

نوموړي د بانک د مېنيجر تر څنګ يو شمير نوري دندې هم لرلې چې پکې په راډیو پاکستان کوټه کې دنده د یادولو وړ ده.

ادبي خدمات[سمول]

نوموړي له بیلا بيلو ورځپاڼو او مجلو سره د ليکوال په توګه هم همکاري لرله چي پکښې له کوټي هيواد او اولس مجلې، له کراچۍ څخه اباسين او له پېښور څخه باغ حرم ورځپاڼې شاملي وې. ښاغلي عمرګل عسکر په کوټه کي د راډيو پاکستان له پاره هم اوږد وخت کار کړی او له دغې لاري يې په پښتو ژبه بې شمېره ډارمې، لنډي کيسې او مقالې نشر شوي دي. هغه په ګڼ شمير ادبي ټولنو کي غړيتوب لاره چي پکښي په ۹۰ عيسوي کالونو کي درې کاله په کوټه کي د پښتو اکاډمۍ لومړۍ مرستيالي هم شامله وه. نوموړی د ژوند تر آخر پوري د يادي اکاډمۍ غړی پاتې شو. ښاغلی عسکر په کوټه کي د اردو جنګ اخبار له پاره هم د «پښتو محفل» تر سرلیک لاندي څو لسیزې ليکنې وکړې.

چاپ اثار[سمول]

د نوموړي يو شمير آثار چاپ شوي دي

۱. وڼېڅي یوه څېړنه (څېړنه)

۲. سیمینار (تالیف)

۳. په دایره کې کائنات (شعري ټولګه)

۴. د خاورین وجود احساس (شعري تولګه)

۵. نړیوال تصوف (څېړنه)

۶. اسلامي فقه (ژباړه او تلخیص)

۷.خاطرې او نظرونه (د ژوند خاطرې)

مړینه[سمول]

عمرګل عسکر د چهارشنبې په ورځ د ۲۰۲۱ ز کال د ډسمبر پر ۸ مه نېټه مړ شو او د جنازې مراسم یې د کوټې په کېنټ هديره کي تر سره شوه.

سرچینې[سمول]

د نومړي اړوند د مشال راډیو راپور

۱.https://www.mashaalradio.com/a/31599376.html

د عسکر صیب اړوند د پښتو ریسرچ اکاډمي ویډیایي راپور

https://www.facebook.com/101743938263808/posts/436461074792091/