علامه ابوالوفا افغاني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مولانا ابوالوفاء افغاني،  چي اصلي نوم يې محمود شاه دی، د مولوي مبارک شاه زوى، په خټه پښتون بارکزى دی. د (١٣١٠ هـ .ق) د لوى اختر د مياشتي پر لسمه نېټه، چي د (١٢٧٢ ل.) او (١٨٩٣م.) کال سره سمون لري، د کندهار ولايت په ارغستان سيمه کي زېږېدلى دی. مولانا ابوالوفاء لومړنۍ مروجي زده کړي له خپل پلار او د خپلي سيمي له نورو استادانو څخه حاصلي کړې. د پلار تر وفات وروسته په نورو زده کړو پسي د پکتيا ولايت د ګوملي اولسوالۍ له لاري، د خروټو پووندوو سره، د پښتونخوا د دامان سيمو ته ولاړ. څه زده کړي ئې هورې د ډېره جاتو، کوهاټ او پېښور له پوهانو څخه وکړې. بيا د هندوستان ګجرات ته ولاړی، د هغه ځاى د علماو څخه ئې زده کړي وکړې. د هغه ځاىه رامپور ته ولاړی او د رامپور په عاليه مدرسه کي شامل سو او په (١٣٣٠هـ .ق.) کي حيدرآباد دکن ته ولاړی او هلته ئې په نظاميه مدرسه کي خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه. د معقولو او منقولو علومو زده کړي ئې پر شېخ الاسلام  مولانا انوار الله شاه فاروقي رحمة الله علیه ، علامه مفتي عبدالکريم الافغاني، مولانا محمد يعقوب، مولانا عبدالصمد او مولانا مفتي رکن الدين باندي وکړې. دغه افغان نوميالى عالم، چي په ابو الوفا سره يې شهرت وموند. په ختيځو عربي علومو کي لکه: تفاسير، احاديث، فقه، اُصول، صرف، نحو، معقول ، پخوانۍ فلسفه، رياضي، ادبياتو او نورو رواجي علومو کي د ډېر مهارت څښتن سو. له پښتو ژبي پرته ئې عربي، پاړسي او هندي ژبي هم زده وې. مولانا ابوالوفاء د زده کړو تر بشپړولو وروسته په دکن کي پاته سو او په جامعه نظاميه کي د تدريس وظيفه ور د غاړي وه او د دې تر څنګ ئې  په (١٣٤٨ هـ .ق.) کال په حيدر آباد کي د(مجلس احياء المعارف النعمانيه) په نامه  د يوې ادارې بنسټ کښېښود او تر مرګه  پوري د دې مجلس روح او روان وو. د دې مجلس هدف  دا وو، چي د پخوانيو فقهاوو کتابونه په تېره بيا د حنفي مجتهدينو غير مطبوع تصنيفونه له ضايع کېدلو وساتي. نو د دغو کتابونو خطي نسخې به يې  د نړۍ د کتابخانو، موزيمونو او نورو ادارو خصوصاً د مصر او استانبول څخه راغوښتلې او  تر تصحيح، تعليق او تحشيې وروسته به يې چاپولې. په خپله مولانا صاحب مرحوم د دې ادارې د جوړېدلو او هدف په اړه داسي ليکي: "....زما همېشه دا خيال و، چه کاش د امام محمد رحمة الله علیه  د کتابونو تلاش وسي، ښايي په يو ځاى کښي يې نسخې پيدا سي او د اشاعت کوشش يې وسي، چي له ضائع کېدلو څخه محفوظ سي. د دې جليل القدر امام شپږ کتابه، چه په ظاهر الرواية مشهور دي، له هغو څخه الجامع الصغير اوله پلا په ډېره پخوا زمانه کي په استانبول کي، بيا په مصر او هندوستان کي نشر سوي وه. پس د دې ليکونکي په کوښښ د سير کبير شرح د امام سرخسي، په دائرة المعارف کي د حيدر آباد نشر سوه، چي تر اوسه علماء فائدې ځني اخلي .  که څه هم دا کار خورا ګران و، ليکن نا اُميده نه وم، د دې اهميت به مي په دوستانو کي همېشه بياناوه. آخر د رب  جل جلاله   مهرباني وه، بعضي احباب را سره متفق سوه او ٣٠ ربيع الثاني سنه ١٣٤٨ هـ .ق  د جمعې تر لمانځه وروسته د مدرسه  نظاميه په شرقي کنج کي، موږ اتو کسانو د دې مدرسې له فارغانو څخه، د يوې ادارې په تاسيس اتفاق وکړى او دا اداره په احياء المعارف النعمانيه موسومه سوه، اغراض به ئې دا وي، چه د حضرت امام اعظم او د هغه د شاګردانو او د شاګردانو د شاګردانو او د پخوانيو فقهاوو، د حنفي مذهب او لويو- لويو فقهاوو تصانيف بايد تلاش سي او نسخې يې حاصلي کړاى سي او له صحته وروسته نشر سي، چي له ضياعه محفوظ سي. او د دې مذهب د امامانو هغه کتابونه، چي نشر سوي وو؛ خو صحيح نه وو چاپ سوي يا ورک سوي وو. د هغو دوباره چاپ په صحت سره وسي او د دې کار لپاره بايد اعانه شروع سي، نو اعانه مو شروع کړه او د دې ترغيب لپاره مو دغه کارونه وکړ

زدکړي[سمول]

لومړۍ زدکړي یی پر خپل پلار وکړی او بیا جنوبي پښتونخوا ته لاړ او له هغه ځایه هند ته لاړ او د ژوند تر پایه هلته پاته سو

دندی[سمول]

د هند د دکن په ښار کی په جامعه نظامیه کی مدرس او د حيدرآباد د مجلس احياء المعارف النعمانیه په نامه د یوی اداری مؤسس وو

او ترمرګه د دی اداری چلونکی وو

اثار[سمول]

دلیل القرآن، فیصله پنج مسله، دلیل القاری. او ډیر زیات تحقیقی اثار ځنی پاته دی

دا هم وګورئ